په افغانستان کې د پوليو ناروغۍ د پراختیا په تړاو خبرداری

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ماشومانو د پولیو یا د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو کمپاين وايي، چې دا ناروغۍ «په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده».

پر ايکس خواله رسنۍ د «فري‌ پوليو افغانستان» پاڼې چې د پوليو واکسين په تړاو عامه پوهاوی ورکوي، ليکلي چې تر اوسه په ننګرهار پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي او دا وضعيت د افغانستان او په ځانګړې توګه د ختيځ زون لپاره «ډېر ګواښونکی دی».

دې دفتر له کورنيو غوښتي چې ماشومان دې واکسين کړي او هغوی دې له همېشني فلج څخه وژغوري.

د روان ميلادي کال پرمهال د پوليو لومړۍ مثبته پېښه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ، دويمه په بټي کوټ، درېيمه په نازيانو، څلورمه په بهسودو او پنځمه په دوربابا ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

تېرکال هم په افغانستان کې دوې مثبتې پېښې په کونړ او پکتيا ولايتونو کې ثبت شوې وې. دا په افغانستان کې د پوليو د مثبتو پېښو تر ټولو کم شمېر دی.

اوس مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې يوازيني هيوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پکې نه ده ختمه شوې. په دې هيوادونو کې د واکسين د تطبيق کمپاينونه له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه