اطلاعات روز: د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د مخ پټو وسله والو له لوري يو ښوونکی په ډزو وژل شوی دی.
په دغه ولايت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ مسوولينو ویلي، چې دغه ښوونکی تېره شپه (جمعه، ۲۴ د وږي) د محمد اغې ولسوالۍ اړوند په «برګ» سيمه کې وژل شوی دی.
د امنيې قومندانۍ وياند احمدالله انس زياته کړې چې یاد ښوونکی د مڼې ښوونځي ښوونکی او په خپله کرونده کې د کار پرمهال د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
هغه د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو له لوري ښکېل څوک نيول شوي دي.
لوګر کې هدفي او مرموزو وژنو ځايي اوسېدونکي اندېښمن کړي او د ياد ولايت له امنيتي ادارو غوښتنه کوي چې د دا ډول پېښو د مخنيوي ترڅنګ دې ښکېلو کسانو ته سخته سزا ورکړل شي.