اطلاعات روز: کندهار ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ښار د یوولسمې حوزې اړوند سیمه کې «نامعلومو کسانو» د تېر حکومت د ملي اردو افسر خلیل اخلاقي وژلی دی.
دوو باوري سرچینو د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې یاد افسر د تېرې یکشنبې (۲۶ د وږي) په ورځ د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې چې خليل اخلاقي د طالبانو له بياځلي واکمنیدو راهیسې په کور ناست و او د کندهار ښار لسمه حوزه کې یې ژوند کاوه.
دوی زیاتوي، چې اخلاقي د نامعلومو کسانو له لوري له کور ویستل شوی او بیا د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دغې وژنې لامل معلوم دی.