اطلاعات روز: ننګرهار کې سوداګر وايي، چې پاکستان د تورخم له لارې د افغان سوداګرو هغه لوی موټر چې له سبزیجاتو او تازه مېوو ډک دي درولي او نه یې پریږدي چې دغه هېواد ته داخل شي.
ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې یوه استازي ډاکټر مخلص نن (چهار شنبه، ۲۹ د وږي) وویل، چې د پاکستان ګمرک له تېرو څو ورځو راهیسې یاد هېواد ته د افغان سوداګرو د تازه مېوو او سبزیجاتو پر لېږد بندیز لګولی دی.
مخلص زیاتوي، چې د پاکستان ګمرک د تازه مېوو او سبزیجاتو پر لېږد بندیز د روغتیایي تصدیق پاڼې نه درلودلو له امله لګولی، چې په خبره یې دغه کار د پاکستاني حکومت له لوري د افغاني توکو پر وړاندې یوه پلمه لټول دي.
نوموړي ونه یل، چې څومره په تازه مېوو او سبزیجاتو بار موټر نه دي پرېښودل شوي، خو په خبره یې ګڼ شمېر په تازه مېوو او سبزیو بار موټر په تورخم ښارګوټي کې ولاړ پاتې دي.
طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاکستان دغه بندیز وروسته له هغه لګولی، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په تورخم کې د طالبانو له لوري د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر پاکستاني پوځیانو او طالبانو نښته وکړه او له امله یې پاکستان د تورخم دروازه نهه ورځې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې وتړله.