اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د فېروز او علي احمد په نوم د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې دوه تنه وژل شوي او شپږ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه نښته پرون (دوشنبه، ۳ د تلې) مازدیګر مهال د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې را منځته شوې.
زابلی زیاتوي دواړه کورنۍ اصلي د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د نښتې پرمهال یې پر یو بل ډزې کړي، چې له امله یې د فېروز له کورنۍ دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي او دغه راز د علي احمد له کورنۍ درې تنه ټپیان شوي دي.
زابلي د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودلی دی.
عبدالبصیر زابلی دغه راز وایي، چې د طالبانو پولیس له نښتې وروسته سیمې ته ورغلي او د دواړو کورنیو یو شمېر غړي یې نیولي دي.
نوموړي د یادې نښتې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ننګرهار کې د شخصي بدیو او خپلمنځي نښتو ګراف یو ځل بیا لوړ شوی او خلک د امنیت په ټینګښت کې طالبان په ناغیړۍ تورنوي.