انځور: ارشیف

نيمروز د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: نيمروز کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د هاوان یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه چاودنه تېره ورځ (دوشنبه، ۳ د تلې) د دلارام ولسوالۍ اړوند «ګنج» سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینې زیاته کړه، چې یاده سیمه کې درې ماشومانو د هاوان یوه زړه مرمۍ موندلې او بیا یې ټکولې چې د چاودنې په ترڅ کې یې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

سرچینې د ماشومانو د هویت او د ټپي ماشوم د روغتیایي وضعیت په اړه څه ونه ویل.

ورته مهال نيمروز کې د طالبانو ځايي مسوولين هم دغه پيښه تاييدوي او وایي، چې د يادي چاودني پرمهال دوه ماشومان ځای پرځای وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د نيمروز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريس مفتي حبیب الله الهام وايي، چې ياده چاودنه د هاوان یوې زړې مرمۍ د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تېره میاشت ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې په وسلو او ناچاودو مهماتو یو له ډېرو ککړو هېوادونو دی چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.