لغمان کې یوه پانګه وال په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په صبر آباد سیمه کې د «احمد خان صافي» لومړني ښوونځي لپاره یوه پانګوال ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته یې وسپارله.

لغمان کې دطالبانو د پوهنې رییس مولوي شاه جهان ساجد وايي، د یاد ښوونځي ودانۍ تېره ورځ (چهار شنبه، ۵ د تلې) ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه. 

نوموړی زیاتوي، د دغه ښوونځي د ودانۍ لګښت د یوه پانګه وال میر افغان صافي له لوري ورکړل شوی، چې ټولټال درې مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

دی زیاتوي، یاد ښوونځی څلور درسي خونې، یوه اداري خونه او تشنابونه لري، چې څه باندې دوه سوه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.
 
ښايي دا لومړی ځل وي، چې لغمان کې د یوه پانګه وال له لوري د زده کوونکو د سرپناه ستونزې د حل په موخه د ښوونځي ودانۍ جوړېږي.

د لغمان په مرکز مهترلام او ولسوالیو کې لاهم ګڼ ښوونځي ودانۍ او سرپناه نه لري، چې زده کوونکي یې تر شنه آسمان لاندې په سختو ستونزو کې زده کړې کوي.