نيمروز کې «نامعلومو کسانو» د یوې موسېسې کارګر د چړو په ګوزارونو وژلی

اطلاعات روز: نیمروز کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په زرنج ښار کې د یوې داخلي موسېسې کارګر چې ۵۰ کاله عمر یې درلود نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه کس د «موی» موسېسې کارګر و او د تېرې جمعې (۷ د تلې) په شپه د زرنج ښار په «معصوم آباد» سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، دغه ۵۰ کلن کارګر په یاده سیمه کې د نامعلومو کسانو له لوري د چړو په ګوزارونو وژل شوی او له سیمې تښتیدلي دي.

د دې وژنې لامل معلوم نه دی او نه هم ځایي طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې یوې میاشتې (وږي) پرمهال يوازې اطلاعات روز ورځپاڼې لږ تر لږه د ۶۱ تنو د وژل کیدو راپور ورکړی. د دې وژنو ډیری عاملین «ناپيژانده وسله‌وال کسان» بلل شوي دي.