د هیواد په سویل هلمند ولایت کې خلک شکایت کوي چې د دوی ولسوالیو ته غځیدلي سړکونه لاهم خراب او کنډوکپر پاتې دي او تراوسه یې د جوړیدو برخه کې طالب مسوولینو کوم ګام نه دی پورته کړی.
دوی وایي، د سړکونو د خرابوالي له امله پر وخت تر خپل ځای او هدف پورې نه شي رسیدلی او ډیر کله د لارو په اوږدو کې خپل ناروغان له لاسه ورکوي.
د هلمند د واشېر ولسوالۍ اوسيدونکی محمدالله خپلې ولسوالۍ ته د غځیدلي سړک خرابوالی لویه ستونزه یادوي او وایي، د دوی د ولسوالۍ سړک زیات کنډوکپر شوی چې له امله یې دوی ساعتونه مزل کوي او بیا لښکرګاه ښار ته رسیږي.
نوموړی د لارې په اوږدو کې د يو شمير واړه پلونو او پلچکونو د ویجاړیدو خبره هم کوي چې د تېر حکومت او طالبانو د جګړو پرمهال ويجاړ شوي. دی زیاتوي چې ډیری وخت په ژمي کې د ورښتونو او خرابو پلچکونو له امله د دوی لاره د مرکز سره تړلي وي.
محمدالله وویل: «اوس خلکو د لویې لارې ترڅنګ ځانته فرعي لارې جوړې کړي، ګرد زیات دی د خلکو نفس تنګیږي، په ساعتونو ساعتونو وخت نيسي چې کله موږ مرکز ته لښګرګاه ته ځو موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې دغه لاره راته ورغوي.»
سنګین چې د هلمند شمال ته پرته ولسوالۍ ده یوه له جګړې ځپلو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي، خلک یې وایي، چې د سړک د خرابوالي له امله تر لښکرګاه ښار پورې درې ساعتونو کې رسیږي او د یوه کس پر سر ۲۰۰۰ پاکستانۍ کالدارې کرایه ورکوي.
د سيمې يو اوسيدونکی محمد بلال وایي، چې څو ورځې وړاندې یې د خپل یوه ناروغ د انتقال لپاره ۱۶زره کالدارې یوه ډریور ته د کرایي په توګه ورکړی ترڅو د مرکز لښکرګاه روغتون ته ورسیږي.
نوموړی زياتوي، چې د دوی د ولسوالۍ ډیری اوسيدونکي د لاري د خرابوالي له امله د مرکز لښکرګاه پر ځای د موسی کلا ولسوالۍ له لارې کندهار ولايت ته ځي.
بلال وویل: «زموږ د ولسوالۍ لاره ډيره زياته خراب ده يو څو ورځې ترمخه موږ په کور کې يو ناروغ درلوده په ۱۶۰۰۰ کالدارې مو موټر ونيوه ډير زيات مزل مو وکړ وروسته لښکرګاه ته ورسيدلو موږ د مسوولينو څخه غوښتنه کوو چې زموږ لارې ته دې پاملرنه وکړي.»
دغه راز د واشېر والسوالۍ يو قومي مشرحاجي محمدخان بیا وایي، چې په تير جمهوري نظام کې دوی يادې ولسوالۍ ته د غځيدلي سړک د رغيدو لپاره زياتي هلي ځلي کړي، خو په وینا يې چې يوازې د کاغذ پر مخ ورسره ژمنې شوي او د لارې درغولو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.
نوموړی زیاتوي، د طالبانو په تيره دوه کلنه واکمنۍ کې هم د دوی د سيمې اوسيدونکي د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو ریاست ته خپلې ستونزې وړاندې کړي چې ياد رياست هم د تېر په څير يوازې ورسره ژمنې کړي او تراوسه هيڅ عملي اقدام نه دی شوی.
د هغه په خبره، د ناروغانو او نورو ستونزو سربېره یې میوې او نور حاصلات پر وخت تر لښکرګاه ښار پورې نه رسي او د لارې د خرابوالي له امله یې حاصلات خرابېږي، چې بیا اړ دي په کمه بیه یې وپلوري.
هغه موټر چلوونکي چې د هلمند د مرکز لښکرګاه او واشېر ترمنځ تګ-راتګ کوي وایي، چې ټوله دوه ساعته لاره ده، خو د سړک د خرابوالي له امله تر ۵ ساعتونو مزل کوي.
بلخوا بیا په هلمند ولايت کې د طالبانو د ټولګټو چارو رياست سرپرست ملامحمدګل د خلکو د یادو ستونزو په ځواک کې وایي، چې دوی په لومړی قدم کې د نورو ولايتونو سر پرتې لويې لارې رغوي او ورسته بیا د ولسواليو لارو ته پلان جوړوي.
نوموړی زیاتوي، دوی هڅه کوي ترڅو د هلمند-هرات، هلمند-کندهار سړکونه په اساسي ډول جوړکړي.
هغه زياته کړه: «د هلمند ولايت ټولې ولسواليو لارې موږ په ياداشت کې نيولي دي کومه بوديجه اوس ورته نه لرو موږ اوليت عمومي شهراوو ته ورکوو وروسته بیا د ولسواليو دلويو لارو د رغيدو لپاره پلان جوړوو.»
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په ډېری ولایتونو او ولسوالیو کې لویې لارې د تېرو جګړو له کبله ویجاړې شوي او یا هم له پېله نه دي جوړې شوي او اوسېدونکي یې اوس غوښتنه کوي چې د دوی سړکونه دې جوړ شي ترڅو تګ-راتګ ورته اسان او له ستونزو خلاص شي.