«نامعلومو وسلوالو» کندهار کې دوه کسان وژلي

اطلاعات روز: په کندهار کې ځايي طالب چارواکي خبر ورکوي چې «نامعلومو» وسله والو د دې ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې دوه تنه په ډزو ويشتلي او وژلي دي.

د طالبانو د ځايي چارواکو په وينا، دا پېښه نن (شنبه، ۱۵ د تلې) غرمه مهال د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند «فيضک کلا» کې رامنځته شوې او دوه کسان پکې په ډزو وژل شوي دي.

د طالبانو امنيتي مسوولينو ويلي چې دا پېښه شخصي انګېزه لري او د مجرمينو په اړه يې خپلې پلټنې پيل کړې دي.

دوې ورځې وړاندې هم په کندهار کې يو د زيات عمر لرونکی کس د نامعلومو کسانو له لوري د ساتول په وسيله وژل شوی و، خو د ځايي طالب چارواکو په خبره چې د دې پېښې انګېزه هم شخصي وه او په تړاو يې پلټنې لا هم نه دې بشپړې شوې.