اطلاعات روز: په لوګر ولايت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز او اړونده ولسواليو کې یې د هغو سوالګرو راټولولو کمپاين پېل کړی چې په لويو لارو او ښارونو کې سوال کوي.
دوی زياته کړې چې ياد اقدام يې له تېرې ورځې (شنبه، ۱۵ د تلې) راهيسې پېل کړی او پرمهال يې لسګونه هغه ښځينه او نارينه سوالګر راټول کړي چې د کابل – ګردېز او ځينو نورو لارو کې سوال کوي.
لوګر کې د طالبانو د پوليسو وياند احمد الله انس وايي، د سوالګرو له راټولو يې موخه د اړمنو او مستحقو کورنيو پېژندل او ورسره د حکومت له لوري مرسته کول په پام کې نیول شوي دي.
هغه وايي: «مونږ د سوالګرو راټولولو کمپاين پېل کړ، چې په دې کې مو تر دې دمه تر ۵۰ سوالګر راټول کړي او کوم چې مونږ معلومات وکړل زياتره يې له نورو ولايتونو راغلي دي او لويو لارو کې سوال کوي.»
په همدې حال کې بيا د لوګر اوسېدونکي هم دا اقدام ستايي او زياتوي چې ډیری وخت د غلا او نورو پېښو کې هم دا ډول خلک ښکېل وي او ګډوډي رامنځته کوي.
د لوګر يو تن اوسېدونکی بلال داسې وویل: «دلته چې په لويو لارو کې څوک سوال کوي دوی اصلا کرايه راوړل کېږي او په منظم ډول په لارو کې ځای پر ځای کېږي چې دوی کې ۹۰ فيصده يې مجبوره نه وي، خو نور خلک پرې پيسې راټولوي.»
د لوګر سربېره له دې وړاندې په خوست، پکتيکا او د هيواد په ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې هم د سوالګرو راټولوب کمپاينونه شوي، خو خلک يې حل لاره بې روزګاره ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول بولي.
