بې پولې ډاکټران: د هرات په زلزله کې د مړو شمېر دوه زرو ۴۴۵ تنو ته رسیدلی

اطلاعات روز: د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر دوه زرو ۴۴۵ او د ټپيانو شمېر دوه زرو ۴۴۰ ته رسېدلی دی.

دغې ټولنې نن (سې شنبه، ۱۸ د تلې) له غرمې وروسته پر خپله ایکس پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، چې د دغې زلزلې د تلفاتو د شمېر تاییدول لاهم ننګونکي دي او ښايي دا شمېر تغییر وکړي.

نن سهار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په دې زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر یو زرو ۲۹۴ او د ټپیانو شمېر یو زرو ۶۸۸ تنه اعلان کړ.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په خپل راپور کې ویلي، چې د دغه سازمان ټیمونو د هرات په ولایتي روغتون کې د ۵۴۰ کسانو درملنه کړې ده.

دغه ټولنې ویلي، چې پرون یې د هرات له ښاره بهر زلزله ځپلو سیمو ته د لومړنیو مرستو د ارزونې لپاره یو ټیم استولی دی.

د دغه ټولنې د راپور له مخې، پرون په زلزله کې ۳۴۰ ټپیان د هرات له ولایتي روغتون څخه رخصت شول، خو دوی نه غوښتل له دې روغتونه ووځي، ځکه چې د استوګنې لپاره کور نه درلوده.

بې پولې ډاکټرانو ویلي، چې په روغتونونو کې دا مهال تر ټولو بیړنۍ اړتیا د هغو خلکو لپاره د سرپناه موندل دي چې هرڅه یې له لاسه ورکړي دي.

د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې د دغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ په ګډون یو شمېر نورې ولسوالۍ او ګاونډي ولایتونه ولړزول.

دغه زلزله له ګڼو ټکانونو سره مله وه، چې له امله یې مرګ ژوبله زیاته شوه.  تراوسه د ۱۰ څخه د زیاتو زلزلو راپور ورکړل شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د زلزلې له امله اوښتو تلفاتو او زیانونو ته په اشارې سره ویلي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستو اړتیا ډېره زیاته ده.