ننګرهار کې «ناپیژانده» وسله والو د پخواني نظام د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، چې «ناپېژانده» وسله والو د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پخواني جمهوري نظام د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان په ډزو وژلی دی.

یوې باوري سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې یاد قوماندان تېره شپه (جمعه، ۲۱ د تلې) د خوږیاڼو ولسوالۍ په «مملې» سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې وژل شوی قومندان راضي نومېده او د پخواني جمهوري نظام پرمهال یې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

سرچینې د یاد قومندان د وژل کېدو د لامل په تړاو څه ونه ویل.

تراوسه ننګرهار کې ځايي طالبانو د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم کوم کس یا ډلې د دغه پخواني قوماندان د وژل کېدو مسوولیت منلی دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ننګرهار کې د پخواني جمهوري نظام ګڼ نظامیان د طالبانو او نامعلومه وسله والو له لوري نیول شوي، بندیان شوي، شکنجه شوي او حتی وژل شوي، چې په دې وروستیو کې دغه لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او دغلته یې عام خلک اندیښمن کړي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه