شهاب الدين دلاور: د پوهنتونونو فلج کیدو سره ټولنه ښه راتلوونکی نه لري

اطلاعات روز: د طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور وايي، چې د پوهنتونونو په فلج کېدو سره يوه ټولنه ښه راتلونکی نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن (شنبه، ۲۲ د تلې) پکتيا کې د افغانستان اقتصادي پرمختيا په جوړ شوي کنفرانس کې وکړې او زياته یې کړه، چې کوم هيواد او ټولنه کې عصري علوم نه وي هغه ټولنه پرمختګ نه شي کولی.

هغه دغه راز د عصري علومو په معیاري کیدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د کورنيو چارو چارسمبالي وزیر بيا وویل، چې واک ته يې د خپل نظام په رسېدو کې چې څومره ستړې کړي، د ابادۍ لپاره يې هم هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

نوموړي له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې د فلسطين او اسرائيلو په کورنيو چارو کې د نظام په نماينده ګي له لاس وهنې ډډه وکړي.

په ياد کنفرانس کې بيا د پوهنې سرپرست حبيب الله اغا تحصيلي او تعليمي نصاب له هره اړخه اسلامي وباله.

د کانونو او پيټروليم سرپرست په داسې حال کې د تحصيلي او تعليمي مرکزونو په معياري کېدو ټينګار کوي، چې له تېرو نږدې دوه کلونو راهيسې د هيواد نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو بې برخې دي او لاهم نه ده څرګنده شوې چې کله به د يادو مرکزونو دروازې د دوی پرمخ خلاصې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه