کندهار کې ماین چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې یو ټکټر د سړک غاړې پر یوه پخواني خښ شوي ماین برابر شوی، چې له امله یې ټکټر چلوونکی وژل شوی او یو ماشوم ټپي دی.

په دې ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، دا پېښه نن د (یکشنبه، ۲۳ د تلې) سهار شاوخوا ۰۹:۰۰ بجې د ارغنداب ولسوالۍ په «حسن بابا» سیمه کې رامنځته شوې ده.

دوی زیاتوي، د پېښې قربانيان يې کندهار ښار کې ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال کړي او خلکو ته يې سپارښتنه کړې، چې یادې سیمې ته دې تر هغې تګ-راتګ نه کوي ترڅو د ماینونو څخه پاکه شوې نه وي.

طالب چارواکي وایي، لاهم د ارغنداب ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د پخوانيو وختونو ناچاوده توکي پاتې دي او دوی یې د راټولولو هڅې پېل کړې دي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له جګړې څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنو له امله ډیر کله هیواد وال قرباني کېږي چې ډیری یې ماشومان وي.

تېره ورځ هم د کاپیسا ولایت په الاسای ولسوالۍ کې د یوې زړې سرګلولې د چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.