اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ اړوند د مفتي نعیم الله په نوم د یوه ښوونځي د ښوونکي یوه کوچنۍ لور په مرموز ډول وژل شوې ده.
یوې سرچینې د نوم نه یادلو په شرط وویل، چې دغه نجلۍ تېره پنج شنبه له خپل کور څخه تښتول شوې وه او تېره ورځ (جمعه، ۱۲ د لړم) له غرمې وروسته یې د کامې ولسوالۍ په «آهنګرانو» سیمه کې جسد موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د یادې نجلۍ جسد په داسې حال کې موندل شوی، چې لاسونه یې مات، سترګې ترې ویستل شوي او په خولې کې ورته خټې اچول شوې وې.
سرچینې د یادې پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.
تراوسه ننګرهار کې د طالبانو پولیسو هم رسنیو ته په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.
له کله را هیسې، چې طالبانو د دویم ځل لپاره پر افغانستان ولکه ټینګه کړې په ننګرهار کې د مرموزو او هدفي وژنو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی، چې خلک طالبان په دغه برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي، خو طالبان وايي، چې د خلکو د امنیت خوندیتوب لپاره یې هڅې دوام لري.