پټې وژنې؛ کندهار کې د یو ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس وايي، چې د دې ولایت د ښار په نهمه حوزه کې د یوه ۳۱ کلن ځوان جسد موندل شوی دی.

طالب پولیس زیاتوي، چې دغه ځوان نظرمحمد نومیده او تېره ورځ (سې شنبه، ۱۶ د لړم) شاوخوا ۰۵:۳۰ بجې یې د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند «جادې» سیمه کې جسد موندل شوی دی.

دوی د نظرمحمد د مړینې په تړاو څه نه دي ویلي، خو څرګنده کړې یې ده چې هغه اصلي د ارغنداب ولسوالۍ د «شوین» کلي اوسیدونکی و او په پټه توګه وژل شوی دی.

طالب پولیسو همدار راز زیاته کړې، چې د نظر محمد جسد یې د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړی او د عدلي طب له څیړنو وروسته به یې پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.

تردې وړاندې هم کندهار کې د ګڼو کسانو جسدونه موندل شوي، چې د ډیریو یې د مړینې لامل او د کورنۍ غړي نه دي موندل شوي، چې بیا اړوندو ادارو خاورو ته سپارلي دي.