د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی دی.
کندهار کې د طالبانو پوليس وایي، پر دغه کس نن (چهارشنبه، ۱۷ د لړم) د ميوند ولسوالۍ اړوند «اختري» کلې کې ماین چاودنه کړې ده.
د پولیسو په وینا، وژل کس صدیق الله نومیده او په خپل کلي کې ناڅاپه په یوه پخواني ماین برابر او وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان په ماينونو او چاودېدونکو موادو يو تر ټولو ککړ هيواد دی او هره مياشت په دې هيواد کې تر ۶۰ تنه زيات چې ډېری يې ماشومان دي معلول او يا وژل کېږي.