اطلاعات روز: د لوګر ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولایت کې د محمد اکبر اتل په نوم يو ځوان د مرکز پل عالم اړوند غيرت اباد سيمه کې يوه ښوونيز مرکز لپاره ودانۍ جوړه کړه.
طالب مسوولین زیاتوي، د دغه ښوونیز مرکز ودانۍ تېره ورځ (شنبه، ۲۰ د لړم) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې ورسره سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو ښه چاپیریال برابر شوی دی.
د پوهنې رياست مسوولين زياتوي، چې دغه ودانۍ د منګل احمدزي په نوم د ښوونيز مرکز لپاره په دوه نيم جريبه ځمکه کې د ۲.۴ میلیونه په لګښت جوړه شوې چې شپږ درسي خونې، مجهز کمپيوټر ليب، چوکۍ او نور اړين وسايل لري.
د مسوولينو په خبره چې په دغه مرکز کې د ۸ ښوونځيو شاوخوا ۸۰۰ زده کوونکو ته د وړيا زده کړو تر څنګ قرطاسيه، درسي کتابونه او ژمنۍ البسه هم ورکول کيږي.