Photo: Social Media

نیمروز کې د ناچاوده توکو چاودنې يو ماشوم وژلی

اطلاعات روز: نیمروز کې ځایي سرچینه وایي چې د دې ولایت د مرکز زرنج ښار په یوه لیرې پرته سیمه کې د ناچاوده توکو چاودنې یو ماشوم وژلی.

سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې پېښه نن (پنجشنبه، ۲۵ د لړم) هغه مهال رامنځته شوې چې کله ماشوم د هاوان د ناچاودې مرمۍ تر موندلو وروسته له هغې سره لوبې کولې.

سرچينې زياته کړې چې ماشوم ۱۵ کلن و.

په نیمروز کې طالب چارواکو د یادې پیښې په تړاو د اطلاعات روز پوښتنو ته ځواب ونه وايه.

د نیمروز ترڅنګ په ګڼو ولایتونو کې وخت ناوخته له تېرو جګړو په پاتې شوي توکي عامو خلګو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي.