ننګرهار کې په درې جلا پېښو کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې په دغه ولایت کې د درېو جلا پېښو له امله دوه کسان مړه او د یوې ماشومې او یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، درې واړه پېښې تېره ورځ (شنبه، ۲۷ د لړم) په کوټ، حصارک او کوز کونړ ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د زابلي په خبره، چې لومړۍ پېښه د کوټ ولسوالۍ په «تریلي» سیمه کې د یوې مېرمنې او یوه کس ترمنځ د «نا مشروع اړیکو» له امله شوې، چې ګوجر نومي کس یې په تور پر خپلې اېنګور او یو بل کس چې اصلي د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی دی ډزې کړي، چې په پایله کې یې اینګور مړه او کس ټپي شوی دی.

زابلی زیاتوي، چې د یادې پېښې قاتل له سیمې تښتېدلی، خو د طالبانو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.

نوموړی دغه راز وایي، چې دویمه پېښه د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ په جبارخان قلعه سیمه کې رامنځته شوې، چې د زهیرالله په نوم یو کس د تفنګچې په واسطه ځان وژنه کړې.

زابلي، د یادې پېښې د لامل په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو ویاند زیاتوي، چې درېيمه پېښه د کوز کونړ ولسوالۍ په «نوجو» سیمه کې شوې، چې د صبغت الله په نوم د یوه کس په کور کې یوې ناچاودې مرمۍ چاودنه کړې، چې له امله یې خپله صبغت الله، د هغه مېرمن او لور یې ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په تړاو یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د چاودیدونکو توکو له امله په کې هره میاشت نږدې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوړي.