کندهار کې ماین چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: د کندهار  ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د یو پخواني ماین په چاودنه کې یو کس وژل شوی او بل ټيي دی.

په دې ولايت کې د طالبانو پوليس وایي، دا پېښه نن (سې شنبه، ۳۰ د لړم) د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند «سرکي منډي» سيمه کې رامنځته شوې ده.

پولیس زیاتوي، دغو کسانو د خپل کباړ په دوکان کې یو ناچاودی ماین ټکولی چې په همدې ترڅ کې یې چاودنه کړې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

دوی وویل، په دې چاودنه کې يو تن وژل شوی او بل سخت ژوبل دی، چې ټپي د ښې درملنې په موخه د کندهار میرویس حوزوي روغتون انتقال شوی او ډاکټرانو یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.

له دې وړاندې هم کندهار کې ورته پېښې رامنځته شوي چې په‌ کې ګڼ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار اوسېدونکي بیا د ماين پاکۍ له موسېساتو غوښتنه کوي، چې د دوی په سیمو کې دې پخواني ناچاودي توکي شنډ او په دې برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.