د کابل – ننګرهار پر لویه لار د پخواني حکومت څارنوال او د هغه خور په مرموز ډول وژل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي چې «ناپېژانده کسانو» د پخواني حکومت یو څارنوال او د هغه خور د کابل – ننګرهار پر لویه لار لومړی مسموم کړي او بیا يې په مرموز ډول وژلي دي.

سرچینه زياتوي، دا څارنوال نقي محمد تقي نومېده او وړمه ورځ (دوشنبه، ۲۹ د لړم) د ده او خور جسدونه يې ځايي طالبانو د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په «دامان سیمه» کې موندلي.

سرچینه وايي، د یاد څارنوال او د هغه د خور پر بدن د شکنجې نښې لیدل هم لیدل شوې دي.

د سرچینې په وينا، دا پخوانی دولتي څارنوال څو ورځې وړاندې د یوې ټېلېفوني اړیکې په واسطه ننګرهار ته غوښتل شوی و او تر دې وروسته د کابل – جلال آباد پر لویه لار نادرکه شوی.

ښاغلي تقي په تېر حکومت کې د کابل د ختیځ زون په څارنوالۍ او د استیناف څارنوالۍ د جنايي څېړنو په ریاست کې دنده درلوده.

تر اوسه د دې څارنوال د وژنې انګېزه او عاملین معلوم نه دي او نه هم د ننګرهار ځایي طالبانو په دې تړاو رسنیو ته څه ویلي.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې هم د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د یوې کوچنۍ نجلۍ جسد چې په مرموز ډول وژل شوې وه موندل شوی و، مګر تر اوسه یې د وژنې انګېزه او عاملین نه دي معلوم شوي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د هېواد د نورو ولایتونو په څېر ننګرهار کې هم د مرموزو وژنو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې چې خلک یې اندېښمن کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه