زبير د اوولس کلنۍ په تانده ځوانۍ کې د پلار له تکيه محروم شو او د پلار پر ځای د کورنۍ د پالنې مسووليت ور تر غاړې شو. د ۲۰۱۷ کال د می پر ۳۱مه د کابل زنبق څلورلارې کې يوې سترې چاودنې له زبیر څخه پلار واخيست [۱] او همدا راز دې چاودنې د شاوخوا دوو سوو نورو وژل شويو قربانيانو کورنۍ د تل لپاره له خپلو خوږو قريبانو بيلې کړې. د زبير په څېر په سلګونو کسان به ټول عمر له دې وير سره يو ځای ژوند کوي او د خپلو ابدي تلليو د وروستي ديدن داستانونه به اوروي او د هغوی په موسکو انځورونو به د زړه ټپونه مرهموي.
د افغانستان د ۴۵ کلنو جهادونو او انقلابونو کيسه په هر اړخ کې د زبير له کيسې سره توپير نه لري. هر چيرته د دې جهادونو په پايله کې يوه مور بوره شوې، يوې خور ورور بايللی او يو ماشوم د تل لپاره د خپل مور او پلار له مينې بې برخې شوی. د افغانانو د بوږنوونکي ژوند کيسه تر ډېره حده د ۱۹۷۹ ميلادي کال له هغې شپې راپيلېږي چې شوروي ځواکونو پر هيواد يرغل وکړ او په مقابل کې يې جهادي ډلو د لوېديځ، عربو او پاکستان په مرسته په هيواد کې د يوه نه ختمېدونکي «جهاد» اساس کېښود. دا جګړه ۴۵ کلنه شوه، خپل بنسټګر يې وخوړل، يا يې زاړه کړل او يا يې شتمن کړل، خو لاهم ختم نه دی او د خپل خشن او تاوتريخجن طبيعت له مخې د افغانانو پر ژوند بدمرغۍ ور زياتوي.
د همدې جهادونو او جګړو په ترڅ کې کابل په کنډواله بدل شو، شاوخوا ۶۰ زره اوسېدونکي يې د «جهادي اتلانو» ترمنځ د واک پر سر په سيالۍ کې داسې قرباني کړل شول چې د هيڅ رهبر پرې خاطر هم مانده نشو او هيڅکله يې وجدان دومره ټکان ونه خوړ چې حد اقل بښنه وغواړي او په دې لړ کې پر خپلو تېروتنو اعتراف وکړي مګر د دې پر ځای د خپلو هغو جهادونو په باټو تل د واک او شتمنۍ غوښتنه کوي چې قربانيان يې له لومړي سره او تر پايه عام او بې وزله خلک دي. د همدوی د جهادونو په برکت نن افغانستان په نړۍ کې تر سوريې وروسته ډېر کډوال لري او په ګاونډيو هيوادونو ايران او افغانستان کې خو د افغان کډوالو بدترين وضعيت په الفاظو کې نه شي بيانېدلای. په فردي او ټولنيزه کچه د هغه زيان کچه اندازه کېدلای نه شي چې د همدې جهادونو له کبله افغانانو او زموږ ټولنې ته اوښتی دی.
د تېرو شلو کلونو کيسه هم له کورنيو جګړو او تر هغه وخته د روسانو پر وړاندې د «جهاد» له ويرجنو داستانونو بېله نه ده. د تېرو شلو کلونو پر مهال د زنبق پر څلورلارې د چاودنې په څېر زياتې پېښې وشوې او له جنازو واخله تر ودونو، مسجدونو، محفلونو او بازارونو پورې هر څه د يوه افراطي تاړاک ښکار شول.
بده داده چې موږ له خپلې ۴۵ کلنې بدمرغۍ هغسې زده کړه نه ده کړې لکه چې بايد کړې مو وای، بلکې له بده مرغه لاهم د همدې وحشتونو او جنايتونو قربانيان هغو کسانو ته ناست وي او د ښې ورځې تمه ځینې کوي چې همدا وحشتونه يې رهبري کړي، جواز يې ورته ورکړی او توجيه کړي يې دي بلکې اوس عملا د همدې تياره ورځې په اوږدولو کې ښکېل دي. د تېرو شلو کلونو پر مهال هم په حکومت کې محترم هغه خلک وو چې د بشري حقونو بنسټونو پرې د بشري حقونو د جدي نقض لسګونه دوسيې درلودې مګر بيا هم نه يوازې چې نړيواله پاملرنه هغوی ته وه، بلکې په کورنۍ کچه هم ورته رجوع کېدله او د قومي او ولسي مشرانو په څېر چلند ورسره کېده، هغه چې بايد د خپلو جنايتونو په خاطر په عمري بند محکوم وای.
اوس هم کيسه متفاوته نه ده، همدا څو ورځې وړاندې د طالبانو يو د منځنۍ کچې کس اروپا ته په سفر تللی او هلته ورته په لسګونو کسان ناست دي او د طالبانو کليشهيي تبليغات د «الله اکبر» په چيغو بدرګه کوي. دا خلک چې ښايي ډېری به يې په هيواد کې د جهادونو له وېرې سيکولرې اروپا ته تښتېدلي وي، خو نن هلته د يو داسې چا هرکلی کوي او خبرې يې بدرګه کوي چې هغه د يوې داسې استبدادې-ترهګرې ډلې په استازيتوب خبرې کوي چې د همدوی د بيا واکمنېدو له کبله شاوخوا يونيم ميليون افغانان له هيواده تېښتې ته اړ شوي او ډېری يې د همدوی له وېري همدې اروپا ته تللي دي. مګر دا خلک د دې پر ځای چې له طالبانو د دوی د تېرو شلو کلونو د جنايتونو په اړه پوښتنه وکړي، په هيواد کې پر ښځو او لږکيو د روان ظلم په تړاو يې وپوښتي او د خلکو د بشري حقونو غوښتنه ترې وکړي، دوی ورته پروټوکول ورکوي!
جالبه ده د کومې ډلې د ټول ذهنيت اساس چې د هيواد له نيم ولس يعنې ښځو سره دښمني او نفرت وي، خلک له هغوی څرنګه د ښې ورځې تمه کوي؟ په اروپا کې طالب چارواکي ته راغونډو شويو، په اروپا کې هم پر ښځو د طالبانو بنديز عملي کړی و او دې غونډې ته يې هيڅ ښځه نه وه بللې چې حد اقل، خو يې له دې چارواکي پوښتنه کړې وای چې ستاسو د «اطاعت» بې معنا کيسې پر خپل ځای کښېږده، د ښځو د زده کړې او کار له حق څخه ولې منکر ياست؟ ولې د تېرو دوو کلونو پر مهال له عامه او ټولنيز ژوند څخه د ښځو د حذف په موخه په لسګونو فرمانونه ورکول کېږي؟ ولې دا د مبهم «اطاعت» په شعار چلېدونکی «اسلامي نظام» د ښځو پر وړاندې نفرت او تاوتريخوالی کوي او چارواکي يې له کم عمره نجونو سره په دويمو او درېيمو جبري نکاح ګانو وياړ کوي؟
لکه څرنګه چې د جهادي ډلو ماضي توره ده او د خپلو جهادونو پر مهال يې يوازې ملي شتمنۍ لوټلې او ملت يې بدې ورځې ته درولی دی، په همدومره کچه ورسره زموږ د شعور کچه هم ټيټه ده. موږ د دې پر ځای چې له ډلو او رهبرانو د خپلې بدې ورځې، د خپلو وينو د تويولو او شتمنيو د لوټل کېدو پوښتنه وکړو برعکس د ستاينې غونډې ورته نيسو يعنې مطلب دا چې ښه دې کړي چې پر موږ دې همدا بده ورځ راوستې او ښه دې کړي چې د خپل جهاد په برکت دې له هيواده شړلي او دربدره کړي يو.
دې جهادي ډلو د خپلو سپانسر شويو تبليغاتو او تقديس شويو شعارونو پر مټ عامه شعور هم يرغمل کړی دی او هغوی لاهم داسې انګېري چې د دوی قاتلين د دوی د بدې ورځې ناجي هم دي. په دې کې ښايي نور اقتصادي، سياسي او قومي لاملونه هم رول ولري، مګر زما په اند تر ټولو مهم اړخ پکې دادی چې دې ډلو او اشخاصو د تېرو لسيزو پر مهال د ملي شتمنيو د لوټلو او له سيمهييزو او نړيوالو استخباراتي کړيو سره د انډيواليو له لارې نه يوازې د تبليغاتو د مخته وړلو مالي سرچينې موندلې دي بلکې د عامه ذهنيت په يرغمل کولو هم پوهېدلي دي او همدا وجه ده چې په قومي، سياسي او ديني بېلابېلو بڼو او کچو کې ځان خلکو ته د يوازيني ناجي په توګه ښيي. دا چې خلک همدوی له زده کړو، پرمختګه، اقتصادي بساينې او علمه لېرې ساتلې دي، د همدوی د تبليغاتو تر اغېز لاندې راځي، خو په دې لړ کې يو شمېر وګړي شته چې د دې جهادي ډلو او اشخاصو د بدې ورځې له انحصاره په فزيکي توګه وتلي، خو دوی لاهم په فکري توګه د دې ډلې يرغمل شوي متأثرين دي او هغو ته چکچکې وهي چې پر دوی يې همدا توره ورځ راوستې او د همدوی د نسلي بربادۍ سيسټم چلوي.