د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا په برید کې د قشم ټاپو یوه استوګنیزه سیمه په نښه شوې او د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
فارس د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون له قوله لیکلي چې دا برید نن سهار (پنجشنبه، ۸ د زمري) د قشم ښار د «چاهتنګو» په سیمه کې شوی دی.
د راپور له مخې، په دغه برید کې پلار، مور او یو دوه کلن ماشوم وژل شوي، او د همدې کورنۍ دوه نور ماشومان، چې اووه او نهه کلن دي، ټپیان شوي دي.
خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې نن سهار یې د ایران د سپاه پاسداران اړوند پر لسګونو «پوځي هدفونو» بریدونه کړي دي.
ایراني رسنیو همداراز د کیش او ابوموسی په ټاپوګانو او د اهواز، آبادان، شادګان، اروندکنار، کازرون او نورآباد فارس په ښارونو کې د ګڼو چاودنو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
