سوله

سوله نه راځي

لیکوال: سخیداد هاتف

ژباړه: بهادرخان رحماني

سړی دا خوښوي واري چې سوله راځي. خو سوله نه راځي. افغانستان کې سوله هغه مهال یوې نږدې هیلې ته اوړي او په رښتینې شونتیا بدلیږي چې لږ تر لږه په اوسنۍ شخړه کې څو مهم اړخونه په رښتیا سره پرېکړه وکړي چې سوله راځي. خو لا هېڅ اړخ داسې پرېکړه نه ده نیولې:

د افغانستان وګړي

روان رواج دا دی چې خلک یوازې د قربانۍ په رول کې وینو. وایو «خلک له جګړې ستړي شوي.» خو حقیقت دا دی چې موږ دوه ډوله خلک نه لرو. داسې نه ده چې د افغانستان خلک په دوو ډلو وېشل شوې وي: یو همدا خلک چې وینو او نور هغه خلک چې کوم ځای کې پټ دي او هېڅکله د پردې له شا نه راوځي. د افغانستان ټول خلک همدا دي چې وینو یې. نور خلک په کار کې نه دي. دا خلک چې وینو، همدا موږ خپله، له جنګه ستړي شوي یو، خو له هغه فکر او کلتور او باورونو او اړوندونو چې د جنګ اور روښانه ساتي، ستړي شوي نه یو. د افغانستان خلکو ترمنځ څو تنه داسې وینئ چې پر مذهبي تعصب اخته نه وي، نژادپاله او قومپاله نه وي، ډله ییزو ورانکارو اړوندونو پورې تړلی نه وي او په فرهنګي وهمونو او د علم او روښانفکرۍ ضد بې بنسټه باورونو پسې اخیستی نه وي. نه شو کولی سوله وغواړو او په ورته وخت کې د جنګ پاروونکو او نفرت اچوونکو باورونو ته ژمن هم و اوسو.

امریکا

امریکا لپاره په افغانستان کې سوله هېڅ تلپاتې ارزښت نه لري. افغانستان کې سوله د امریکا لپاره تر هغې مهم کیدی شي چې څوک له افغانستانه په سیمه او نړۍ کې د امریکا ګټې وګواښي. دا سوله ډیموکراسۍ او جمهوریت سره هېڅ ډول مهم تړلي څه نه لري او کیدای شي چې طالبانو سره د اسلامي امارت اډانه کې هم لاس ته راشي. دمګړۍ د طالبانو او د طالبانو هم بڼو په ګډون ټولې ترهګرې ډلې په دې پوه شوي چې د امریکا له کار سره کار و نه لري او خپل تمرکز د اسلامي امارت په راژوندي کولو ورټول کړي. امریکا نوره په افغانستان کې له مېشتو ترهګرو سره په نښته کې نه ده. همدا چې دا غوښتنه حاصله شوې، نور د امریکا لپاره چندان مهمه نه ده، چې افغانستان کې جګړه څومره دوام پیدا کوي. په دې حساب، امریکا له دې وروسته چې ډاډه شي چې ګټې یې د افغانستان له خاورې نه ګواښل کیږي، افغانستان ته د سولې راوستو ډېر فکر نه لري. امریکا ته دا مهمه نه ده چې افغانستان کې سوله د جمهوریت یا د اسلامي امارت تر چتر لاندې راشي او یا هېڅ را نه شي. مهمه دا دي چې ترهګر د خپلې وسلې میله له امریکا وګرځوي.

پاکستان

پاکستان افغانستان کې یوازې یو ډول سوله د منلو ګڼي او هغه دا سوله ده چې افغانستان پر نورو ځواکونو د طالبانو بشپړه غلبه لاس ته راشي. څو تر هغې وخته پاکستان وکولی شي چې افغانستان کې د جنګ شعلې همداسې وساتي.

ایران

د ایران سترګو کې، هره ډله چې وکولی شي د امریکا ګټو او په نړۍ او سیمه کې یې ځای ته زیان ورسوي، د ایران ملګری دی. همدې لپاره، د نړۍ ترهګرو ډلو سره د ایران اسلامي جمهوریت اړیکې ژر خلاصیدلی نه شي (نه دا چې په دې برخه کې د امریکا لاس پاک دی). د طالبانو او د ایران دولت همکاري یانې افغانستان کې د جګړې دوام.

عربستان

سعودي عربستان سیمې او نړۍ ته د اسلام په نوم د ترهګرو لوی صادروونکی دی. افغانستان تر اوسه د دې توکو یو تر ټولو پرانیستی او ګټور بازار دی. افغانستان کې د عربستان ملاتړې مذهبي مرکزونه یوازې یو ټیپ خلک روزي: ترهګر. په کال کې زرګونه ماشومان او نوي ځوانان په دې مرکز کې د جګړې ډګر او تاوتریخوالي ته تیاریږي او د ورانولو او وینې تویولو او ترور څرخ ژوندی ساتي.  

طالبان

طالبانو په سولې پسې نه دي. طالبانو لپاره د سولې خبرې اترې یوازې د تسلیم غوښتنې او ماتې غوښتنې یوازې یوه متفاوته لاره ده. هغوی به د مقابل اړخ له تسلیمۍ او ماتې پرته نور هېڅ څه ته هم تن کښېنږدي. که خبرې کوي د دې لپاره دي چې غواړي د افغانستان حکومت په کمې بیه سره له قدرته وغورځوي. هغه څه چې له نږدې دوو لسیزو تجربو پوهېږو، موږ ته وایي چې د طالبانو نظامي او سیاسي بریا هم، داسې چې د واک معادلات په بشپړ ډول یو اړخیزه جوړ کړي او جګړه پای ته ورسوي، د احتمال وړ نه ده. ان د طالبانو بشپړه بریا او له واکه د نورو په منډه کول به د سولې په مانا نه وي. د طالباني حکومت لاره یا طریقه، جنګي او تاوتریخوالی دی.

مرکزي حکومت

مرکزي حکومت یا د طالبانو په وینا د کابل اداره، هم سوله نه غواړي. ولسمشر اشرف غني او هم ډلي یې غواړي چې اوسنی جوړښت او ان د اوسني حکومت اصلي مهرې وساتي او طالبان د دې جوړښت او دې مهرو په منلو دولت سره سیاسي تعامل وکړي. روښانه ده چې دا ډول دریځ که په بل هرڅه واوړي، د سولې په راتګ به وانه وړي. په ځانګړي ډول همدا حکومت حاضر نه دی چې د نظامي فشار له لارې هم اوسنی جنګي حالت په خپلې ګټې واړوي.

له دې اړخه چې قضیو ته ورګورو، وینو چې د افغانستان سیاست کې د اصلي لوبغاړو دریځ ډېر د جګړې پراخوالي او دوام لپاره برابر دي، نه د سولې راوړلو لپاره.