د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې دوه نفتکشونه په تنگې هرمز کې له سمندري ماینونو سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، سپاه پاسداران ویلي چې دوه «سرغړونکي» بېړۍ، چې یوه یې د تنگې هرمز په ختیځه برخه او بله یې د همدې تنګي په منځ کې د غیرمجازې لارې د تېرېدو هڅه کوله، له ماینونو سره لګېدلې او د تنگې هرمز په اوبو کې درول شوې دي.
سپاه پاسداران ادعا کړې چې دغو دوو نفتکشونو خپل ټول مخابراتي، لارموندنې او پېژندنې سیسټمونه بند کړي وو او هڅه یې کوله چې د امریکا د پوځ په ملاتړ د تنگې هرمز له غیرمجازې لارې ووځي.
سپاه زیاته کړې چې د ایران د اووګونو غوښتنو تر پوره کېدو پورې به په تنگې هرمز کې هېڅ بدلون رانه شي.
دغه ځواک ویلي: «د سنتکام د تېري کوونکو ځواکونو هڅې چې نفتکشونه د تنګي له غیرمجازې او له ماینونو ډکې سیمې څخه تېرېدو ته اړ کړي، له پرلهپسې او شرموونکو ماتو پرته به بله پایله ونه لري.»
امریکايي چارواکو، د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون، ټینګار کړی چې د هرمز تنګی پرانیستی دی او ایران پر دې سمندري لاره کنټرول نه لري.
خو د امریکا او اسرائیل لهخوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې د بېړیو تګ راتګ او د تېلو لېږد د دې تنګي له لارې له خنډونو سره مخ شوي دي. دې وضعیت په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.
ایران وایي چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یې اووهمادهییز پلان نه دی وړاندې کړی؛ هغه پلان چې د راپور له مخې امریکا نه دی منلی.
