فرانسه: له طالبانو سره تخنیکي خبرې اترې په هېڅ ډول د دغه رژیم د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د افغان بې‌اسناده کډوالو د بېرته ایستلو په اړه د دغه هېواد تخنیکي خبرې اترې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفاورو ویلي: «فرانسه طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې کار هېڅ اراده هم نه لري. دا تخنیکي خبرې اترې په هېڅ ډول د دغه رژیم د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.»

هغه زیاته کړې، د ځینو فرانسوي رسنیو د راپورونو خلاف، نن د طالبانو هېڅ پلاوی په پاریس کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې حضور نه لري.

د فرانسې خبري اژانس د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د یوه فرانسوي ډیپلوماټیکې سرچینې په حواله د لومړي ځل لپاره راپور ورکړی و، چې فرانسې د افغانانو د ایستلو د بهیر د «اسانتیا» لپاره له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز هم د دوشنبې په ورځ دا موضوع تایید کړې ده.

فرانسه په رسمي توګه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له دغه حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري.

خو فرانسه د اروپايي ټولنې له شاوخوا ۲۰ غړو هېوادونو سره یوځای شوې، چې جرمني، بلجیم او سویډن هم پکې شامل دي. دغه هېوادونه هڅه کوي د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې د محکمو له لوري مجرم پېژندل شوي، چټک کړي.

د جون په میاشت کې په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ غونډه هم د بشري حقونو د څو بنسټونو او د اروپا د پارلمان د یو شمېر کیڼ اړخو استازو له نیوکو سره مخ شوې وه.

په دې خبرو کې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه او د کډوالو د ایستلو د بهیر پر چټکتیا بحث شوی و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې وه او هېواد ته یې د کډوالو د جبري ستنولو د درولو غوښتنه کړې وه.

طالبانو د افغانستان د وګړو پر حقونو او ازادیو سخت محدودیتونه لګولي دي. دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې د بشریت ضد جنایتونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو په تور، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده، د دغې ډلې د سترې محکمې د رییس او د پوهنې او لوړو زده‌کړو د وزیرانو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته