ځایي سرچینې خبر ورکوي چې په کندهار ولایت کې یوې ځوانې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان زندۍ کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
یوې سرچینې، چې نه غواړي هویت یې څرګند شي، ویلي چې دا پېښه نن (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه) تر غرمې مخکې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کلچاباد سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، دغې ۲۳ کلنې ښځې پنځه میاشتې وړاندې د کورني تاوتریخوالي له امله د خپل مېړه کور پرېښی او د پلار کور ته تللې وه، خو نن یې ځان زندۍ کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې وژل شوې ښځه او مېړه یې د ارزګان ولایت اصلي اوسېدونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په سوېلي حوزه کې ښځې له ګڼو ټولنیزو ستونزو او کورني تاوتریخوالي سره مخ دي او ځینې ځوانې ښځې د کورني تاوتریخوالي قرباني کېږي.
په کندهار کې یوې ۲۳ کلنې ښځې ځان زندۍ کړی دی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
