یائل برونپیوه، د فرانسې د ملي شورا مشرې، د افغان ښځو په اړه د طالبانو سیاست جنسیتي اپارتاید بللی او د دې وضعیت پر وړاندې یې پر مبارزې ټینګار کړی دی.
هغې د افغانستان د کانونو پخوانۍ وزیرې نرګس نهان سره تر لیدنې وروسته پر خپله اېکسپاڼه لیکلي دي:
«په افغانستان کې ښځې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه حذف کېږي، له خپلو حقونو بېبرخې ساتل کېږي او چوپتیا ته اړ ایستل کېږي. دې سیستماتیک سیاست ته یو نوم شته: جنسیتي اپارتاید. دا وضعیت د منلو وړ نه دی او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي.»
برونپیوه زیاته کړې چې له نرګس نهان سره یې د جنسیتي اپارتاید د بیړنۍ رسمي پېژندنې او پر وړاندې یې د عملي اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.
نرګس نهان هم پر خپله اېکسپاڼه د فرانسې د ملي شورا له مشرې څخه د افغان ښځو د هغې غوښتنې د ملاتړ له امله مننه کړې چې غواړي جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي او جرم وبلل شي.
هغې ویلي دي:
«موږ باید د دې واقعیت پېژندنه په عملي اقداماتو بدله کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې د ښځو پر وړاندې دا ستر ظلم په رسمي ډول ونومول شي، منع شي او عاملان یې ځواب ویلو ته اړ کړل شي.»
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال افغان نجونې او ښځې له زدهکړو او کار کولو څخه محرومې دي.
د ښځو حقونو فعالانې د طالبانو دغه سیاست جنسیتي اپارتاید بولي او غوښتنه کوي چې د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
نړیوالې جنایي محکمې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده، د دې ډلې د سترې محکمې د رئیس او د پوهنې او لوړو زدهکړو د وزیرانو د نیولو حکمونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځورونې او محدودیتونو له لارې د بشریت ضد جنایتونو په تور صادر کړي دي.
