کندهار کې د یو پخواني ماین چاودنه کې یو ۱۸ کلن ځوان ووژل شو

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یو پخواني ماین د چاودنې پر مهال یو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی دی.

يولیسو وویل، دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه،۱۲ د لیندۍ) د میوند ولسوالۍ د کلا ښامیر سیمې اړوند «شېرابا» کلي کې رامنځته شوې.

دوی د ماین چاودنې څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې چاودنه د یادې سیمې په یو خالي کور کې شوې او پر مهال د محمد ادریس په نوم یو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی او نور چاته زیان نه دی رسیدلی.

د هیواد په ګڼو سیمو کې وخت ناوخت د پخوانیو جګړو څخه پاتې ناچاودي توکي د ځوانانو، ښځو او تر ډیره د ماشومانو ژوند اخلي.

خلک د طالبانو له حکومت او د ماین پاکۍ له موسېساتو غوښتنه کوي چې د دوی سیمې دې د ناچاودو توکو او ماینونو څخه پاکې کړي.