طالبان هيواد کې له دیني زده کړو فارغو کسانو ته د لیسانس او ماسټرۍ اسناد ورکوي

انځور: خوست کې د طالبانو د پوهنې ریاست

اطلاعات روز: په هيواد کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر هغو کسانو ته د عصري زده کړو د فراغت اسناد ورکول کېږي چې له ديني مدرسو څخه فارغ شوي وي.

دغو کسانو ته د اسنادو د ورکړې لپاره د طالبانو د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو سربېره د دغې ډلې د جهادي مدرسو اړوند ولايتي رياستونه ازموينه اخلي.

دغه ازموينه چې نن د هیواد د نورو ولايتونو ترڅنګ په خوست کې هم واخیستل شوه، طالب مسوولينو ويلي، هغه کسان چې لومړنۍ ديني زده کړې يې کړې وي د دولسم ټولګي، د کوچنۍ دورې فارغانو ته د لوړو زده کړو لیسانس او په مدرسو کې له لويې دورې فارغ شويو کسانو ته له برياليتوب وروسته د ماسټرۍ اسناد ورکول کيږي.

د خوست پوهنې رياست په يوې خبرپاڼه کې ويلي، د يادو اسنادو ترلاسه کولو لپاره له ۲۰۰۰ ډېرو کسانو ازموینه واخیستل شوه، چې له ډلې یې د عالميه دورې ۷۲۷، عالیه ۶۳۳ او او خامسه دورې ۶۸۹ کسانو ګډون کړی.

خوست کې د ديني مدرسو له فارغانو د ازموينې اخیستل. انځور: خوست کې د طالبانو د پوهنې ریاست

هيواد کې بيا له عصري زده کړو فارغ ځوانان دا د زده کړو بنسټ د کمزوري کېدو لامل يادوي او وايي، طالبانو هغه ځوانان چې کلونه يې په عصري زده کړو کې د اسنادو ترلاسه کولو لپاره هڅی کړي له هغو سره برابر کړل چې يوازې په يوې ازموينې سره اسناد ترلاسه کوي.

د لوګر ولايت يو ښوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي اطلاعات روز ته وويل، د ماسټري اسناد ترلاسه کول کومه اسانه موضوع نه ده، خو طالبان ورته دغه اسناد يوازې د يوې ازموينې په ورکولو سره ورکوي.

هغه وويل: «زه چې له دغې موضوع خبر شوم افسوس مې وکړ، ځکه يو چا چې هيڅ عصري زده کړې نه وي کړي څنګه ورته د ماسټرۍ اسناد ورکوي يا د پوهنتون لیسانس، نو دا خو ولاکه هيڅ معيار وي، هغه ځوانان به څه کوي چې ۱۶ يا ۲۰ کاله يې خواري او په ځان سختې تېرې کړې وي، مجبوره دي هيواد پرېږدي.»

په افغانستان د طالبانو له واکمېدو وروسته د دندې ترلاسه کولو لپاره زيات ارزښت په ديني زده کړو کې ترلاسه شويو اسنادو ته ورکول کېږي، چې له دې کبله ګڼ لوستي ځوانان بې روزګاره شوي، هيواد يې پرېيښی او زياته برخه لاهم د وتلو په هڅه کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه