ننګرهار کې ١٩ زره پاکټه بې کیفیته درمل بېرته پاکستان ته وګرځول شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مسوولین وایي، له پاکستانه را وارد شوي  ۱۹ زره پاکټه بې کیفیته درمل بیرته دغه هیواد ته ګرځول شوي.

د یادې ادارې لپاره د طالبانو امر ډاکټر اول ګل خادم وایي، چې یاد درمل یې تیره ورځ ناوخته (یکشنبه، ١٥ د سلواغې) په تورخم ګمرک کې نیولي او بیرته یې پاکستان ته ورګرځولي دي.

نوموړی زیاتوي په دې برخه کې یې مبارزه ګړندۍ کړې او په خورا جدیت د بې کیفیته درملو او نورو توکو د واردولو د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي دي.

خادم له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کوي، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، که نه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

له دې وړاندې د طالبانو اړونده ادارو له ایران څخه هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی هم کړی دی.