هلمند کې د پټو او ښکاره غلاوو زیاتوالی؛ خلک د امنیت په ټینګښت کې طالبان پاتې بولي

د هلمند اوسیدونکي د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې د وسله والو غلاوو له زیاتوالي شکایت کوي او وایي، چې غله د طالبانو له جامې په استفادې په لویو لارو کې خلک لوټوي.

د دې ولایت اوسیدونکي طالب چارواکي د وسله والو غلو په نیولو کې پاتې بولي او وایي، چې د طالبانو په حاکمیدو سره له یوې خوا د بې کارۍ او فقر کچه لوړه شوې او له بلې خوا ورسره د غلاوو ګراف هم لوړ شوی دی.

بي بي خدیجه چې کور یې د لښکرګاه ښار د تور ټانګ په سیمه کې د طالبانو د پوستې په څو کیلومترۍ پروت دی د شپې په ۸:۳۰ بجو د کور په دروازې کښې فریادونه کوي او له خلکو غواړي چې د غلو په نیولو کې ورسره مرسته وکړي. 

له دغې میرمنې له کوره چې غلو هرڅه وړي وایي: «نارینه مو تراویحو تللي وو چې غله په کور راننوتل، موږ ویل طالبان دي تلاشي به کوي چې د کور صندقونه یې مات کړل پیسي او د کور ټوله هستي او نیسي یې را څخه واخیستله او پر موټرسایکل وتښتیدل.»

هلمند کې د ټولنیز رسنیو فعال او د دې پیښې شاهد سردار محمد شریفي پر فیسبوک په خپله پاڼه په دې ولایت کې د غلاوو زیاتوالی د زغم وړ نه بولي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې دغلته ته دې د غلاوو مخه ونیسي.

عبدالباقي چې په لښکرګاه ښار کې ډاکټر دی وايي، څو ورځې وړاندې ترې غلو موټرسایکل وړی او په اړه یې اړوند مسوول طالبانو ته شکایت کړی، خو په خبره یې چې تر اوسه یې موټر سایکل نه دی پیدا شوی.

نوموړي وویل: «خپل ماشومانو ته مې د اختر لپاره کالي رانیول، د دوکان مخته مې موټرسایکل ودروه، چې راغلم موټرسایکل قلفان مات شوي وو او موټرسایکل مې غلا شوی و، نږدې طالبانو پوستې ته مې شکایت کړی هغوی د پیدا کولو ژمنه کړې، خو تر اوسه مې موټرسایکل نه دی پیدا شوی.»

د لښکرګاه ښاریان وایي، غله د دوی لارې نیسي او هرڅه ترې اخلي. انځور: خواله رسنۍ

دغه راز د هلمند پوهنتون محصل عبدالرحمن چې اصلي د کونړ ولایت اوسیدونکی دی وایي، غلو ترې لښکرګاه ښار کې مبایل او کمپیوټر په زور اخیستي او تښتیدلي دي.

نوموړی زیاتوي: «د طالبانو په راتګ موږ هیله درلوده چې غلاوې به کمي شي، خو اوس د پخوا په پرتله غلاوې زیاتې شوي، پلار مې میاشت مخکې د کونړ څخه کمپیوتر را استولی و، ماښام اطاق ته په لار وم چې پر موټر سایکل سپرو غلو راڅخه واخیستل.»

دغه محصل په دې ولایت کې د غلاوو د زیاتوالي لامل د بې کارۍ زیاتوالی او اقتصادي ستونزې یادوي. 

د لښکرګاه ښار تر څنګ د هلمند ولایت د ولسوالیو اوسیدونکي هم شکایت کوي، چې په دې ولایت کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله خلک بې کاره شوي او د اقتصادي ستونزو له امله یې غلاوو ته مخه کړې.

د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالغفور وایي، د خپلو کښتونو د خړوبولو لپاره یې سولري هندارې رانیولې وې، خو اونۍ وړاندې دشپې مهال غلو وړي او اوس د خپلو کښتونو د اوبه کولو لپاره حیران دی چې څه وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې د غلته د کوکنارو پر کښت بندیز سره بې کاري زیاته شوې او خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، نو ځکه یو شمیر کسانو غلاوو ته لاس اچولی دی.

دغه راز خلک شکایت کوي، چې د هلمند لېرې پرتو ولسوالیو ته پر عځیدلو لویو لارو د طالبانو په جامه کې وسله وال غله زیات شوي او وخت ناوخت لارې شکوي.

دوی زیاتوي، چې د طالبانو لپاره د ځانګړي لباس نشتون دوی ته د غلو او طالبانو پيژندنه ستونزمنه کړې.

د هلمند د خانشین ولسوالۍ اوسیدونکی محمد اکرم وایي، چې اونۍ وړاندې د لښکرګاه څخه خپلې ولسوالۍ ته پر لاره ترې د طالبانو په جامه کې راوتلو غلو موټرسایکل او د مزدورۍ لس زره افغانۍ اخیستي او منځ لاره کې خالي لاس پاتې شوی دی.

نوموړي وویل: «اکثره وخت طالبان په شخصي کالیو کې د تلاشۍ لپاره پر لاره ولاړ وي، غله هم په شخصي کالو کې ګرځي، ما د طالبانو فکر پرې وکړ ورته ودریدم، خبر نه وم چې غله دي، په جیب کي مې د یوې میاشتې د مزدورۍ پیسې وې او د مزدورۍ موټرسایکل یې راڅخه واخیسته، خو شکر چې ژوندی یې پریښودم، اوس اختر ته نه کالي لرو نه بل مناسبات پر ځای کولای شو.»

د لښکرګاه یو تن کاروباري چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې طالبان د غلاوو په مخنیوي ناکام وبلل او ویې ویل چې دغې ډلې تر دې مهاله د غلاوو مخه نه ده نیولې.

د ده په وینا، چې د طالبانو پوستو ته نږدې په څو کیلومترۍ کې د خلکو څخه موټرسایکلونه غلا کېږي، د لاسونو څخه مبایلونه وړل کېږي، خو په خبره یې چې طالبانو یې په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

هلمند کې غلو یوازې د غلا په کولو بسنه نه کړې بلکې د غلا پر مهال یې دغلته یو شمیر کسان هم وژلي دي.

د تېر کال د کب په دویمه د دې ولایت په نوزاد کې غلو یو موټر چلونکی وژلی او موټر یې ترې وړی و، چې بیا جسد یوې څاه کې پیدا شوی و. همدارنګه په خانشین کې بیا غلو د یو موټر سایکل لپاره یو ځوان وژلی و.

هلمند کې د طالبانو له لوري نیول شوي غله

بل لور ته هلمند کي د طالبانو امنیتي مسوولین د خلکو شکایتونه مني، خو وايي چې د تېر یو کال په جریان کې په دې ولایت کې ۱۲۳۴ بېلابېلې پیښې ثبت شوي، چې له جملې یې ۱۱۰۸ تنه یوازې د غلا په تور او ۱۲۶ تنه یې د قتل په تور نیول شوي دي.

په همدې حال کې بیا د لښکرګاه ښاریان وایي، که څه هم طالبانو دغلته زیات شمیر کسان د غلا په تور نیولي، خو پر ځای د دې چې د غلاوو ګراف کم شي، ورځ تر بلې یې کچه زیاتیږي، چې دوی لامل فقر او بې کاري بولي.