کونړ او نورستان ولایتونو کې ځايي اوسېدونکي شکایت کوي، چې د دغو ولایتونو په مرکزونو او لېرې پرتو ولسوالیو کې په ازاد بازار کې بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل پلورل کېږي، چې طالبان یې د مخنیوي په برخه کې بې پروا دي.
دوی وايي، د بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو کارولو د خلکو روغتیا او ژوند له ګواښ سره مخ کړی او غوښتنه کوي، چې طالب چارواکي دې د یادو توکو د مخنیوي په موخه جدي اقدامات وکړي.
د کونړ او نورستان اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو د کنټرول په موخه دې لابراتوارونه ولګول شي، ترڅو په دې برخه کې د خلکو اندېښنې له منځه لاړې شي.
د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد ښار اوسېدونکی سمیع الحق وايي، په دغه ولایت کې د بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو، درملو او سینګار توکو پلور تر بل هر وخت زیات شوی، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.
دی نیوکه کوي، چې په دې برخه کې یې په ځلونو شکایتونه کړي، خو په خبره یې طالب چارواکو یې د مخنیوي لپاره هېڅ ډول ګام نه دی پورته کړی.
سمیع الحق له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «سعد اباد ښار په هر دوکان کې، هر درملتون کې خوراکي شیان، دوا، د سینګار شیان چې تاریخ یې تېر یا میاشت پاتې وي او یا یې کیفیت خراب وي ښه په جیګ نرخ خرڅېږي، هېڅوک یې د مخنیوي لپاره اقدامات نه کوي، څو ځلې مو شکایتونه وکړل، ټولنیزو رسنیو کې مو پوسټونه وکړل، چې اسعد اباد کې دا کارونه بېخي په زیاتېدو دي، خو طالبان یې په اړه هېڅ ځان نه پوهوي.»
د کونړ د لېرې پرتو ولسوالیو کې یو شمېر اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغه ولایت د مرکز سربېره په لېرې پرتو ولسوالیو کې هم د بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو، درملو او سینګار توکو پلور زیات شوی.
د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی صبغت الله د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د تاریخ تېره او بې کیفیته توکو او درملو د مخنیوي په موخه دې لابراتوارونه ولګوي، ترڅو په دې برخه کې د ولسي خلکو اندېښنې حل او روغتیا یې له ګواښ وژغورل شي.
هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «که طالبان غواړي، چې د خلکو صحت خراب نه شي، ورځ تر بلې امراض زیات نه شي اول باید د خوراکي توکو او درملو د کیفیت کنټرول لپاره لابراتوار ولګوي، چې د دې شیانو مخه ونیول شي او خلک له تشویش او صحي مشکلاتو خوندي پاتې شي.»
په همدې حال کې د نورستان د مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د وخت تېره او بې کیفیته خوراکي او سینګار توکو او درملو له زیاتوالي او پلور سر ټکوي.
دوی وايي، دې چارې د لسګونه زره خلکو روغتیا ګواښلې او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې په دې برخه کې د ژمنو د تازه کولو پرځای عملي ګامونه واخلي.
د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی احمد برکزاده له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له پارون څخه واما، کانیتوا او وانټ وایګل ته ډېر تګ راتګ کوم، چې هر وخت تللی یم او د خوراک یا مریضۍ لپاره مې خوراکي شیان یا دوا اخېستې یا یې تاریخ تېر دی او یا په کې له میاشت څخه کم وخت پاتې وي او کیفیت خو یې بېخي خراب وي، یو شی هم د استعمال وړ نه وي، زما غوښتنه دا ده، چې حکومت [طالبان] دې د بې کیفیته شیانو د مخنیوي لپاره په عمل لاس پورې کړي، یعنې لابراتوار دې ولګوي، چې مخنیوی یې وشي او د خلکو سرخوږی ختم شي.»
په ورته مهال کونړ او نورستان ولایتونو کې د طالبانو د خوړو او درملو ملي اداره وايي، په تېره میاشت کې یې په دغو ولایتونو کې یې د یو شمېر کمپایونونو له لارې د بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو د پلور مخنیوي ترڅنګ له هټۍ والو او درملتونونو څارنه کړې.
له کله راهیسې چې طالبانو پر ټول افغانستان نظامي ولکه ټینګه کړې، ورسره سم د زده کړو، امنیت، اقتصاد، بیا رغونې، کار روزګار، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې د خلکو شکایتونه زیات شوي او اندېښنې دا دي، که طالبان په ټولو برخو کې همدا ډول بې پروايي وکړي د افغانستان او هېوادوالو راتلوونکی به هم له ګڼو ننګونو سره مخ شي.