په کونړ او نورستان کې د طالبانو له جبري عشر ټولونې د کروندګرو شکايت

کونړ او نورستان ولایتونو کې یو شمېر کروندګر شکایت کوي، چې سږ کال یې فصلونه ورښتونو خراب او سیلابونو وړي، خو طالبان ترې د تېر کال په پرتله هم په زیاته اندازه عشر غواړي، چې دوی یې د ورکړې توان نه لري.

ځايي کروندګر وايي، ورستیو طبیعي افتونو سخت ځپلي او نه یوازې دا چې طالبانو ورسره همکاري نه ده کړې، بلکې په زور ترې عشر او زکات اخلي او که څوک یې غوښتنه ونه مني حتی وهل ډبول هم ورکوي.

کونړ او نورستان کې د طالبانو د کرنې ریاستونو بیا په دې تړاو له اطلاعات روز ورځپاڼې سره له خبرو کولو ډډه کړې.

د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی میرویس چې په پنځه جریبه ځمکه یې غنم کرلي وو وايي، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله حاصلات خراب او له خپل جېب باقي دي.

دی وايي، له یوه لوري یې فصل خراب دی، له بل لوري ترې د طالبانو د کرنې ریاست تر چتر لاندې د عشر او زکات ډله د لسو منو پر سر یو من غنم اخېستي، چې دې کار لا له تاوان سره مخ کړی.

نوموړي وویل: «زه خپله ځمکه نه لرم، چې فصل په کې وکرم په درېیمه مې د بل چا پنځه جریبه ځمکه کې غنم کرلي، د طالبانو عشر او زکات والا راغلل، په زور یې رانه عشر واخېست، د لسو منو پر سر یې د بادار له برخې هم یوه واخېسته، بیا یې زما له برخې هم له لسو یوه برخه واخېسته، زما فصل سږ کال سخت خراب و، سیلابونو او بارانونو وهلی و، خو دوی رحم ونه کړ او په زور یې رانه عشر واخېست، یو خو هسې هم له جېب باقي وم، اوس له بدو بدتر شوم.»

د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې حاصل ته د غنمو رسېدلی فصل، چې ورښتونونو او سیلابونو زیانمن کړی او کروندګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي. انځور استول شوی

د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي محمد عمر چې په یو جریب ځمکه یې د غنمو کر کړی وو وايي، نه یوازې دا چې د کروندګرو په نوم د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته دوی ته نه ده رسېدلې، بلکې د حاصلاتو پر وخت د طالبانو له ځورونې هم خوندي نه وو.

دی شکایت کوي، چې طالبانو ترې د ټوپک او کوتک په زور عشر اخېستی او هغه ته یې د ګټې وټې هېڅ نه دي پرېیښي.

دی په خپلو خبرو کې زیاتوي: «ولسوالۍ نه د طالبانو د عشر او زکات کسان راغلل له ما یې د لسو منو پر سر دوه منه غنم اخېستل ما ورته وویل، چې سږ کال خو بې وخته بارانونه شوي، غنمو مې مرض کړی وو او بله دا چې تاسې راسره د تخم او سرې کومک هم نه دی کړی، نو په کوم بنیاد رانه عشر اخلئ، ویل یې دویمه خبره مه کوه، دوو کسانو راباندې په کوتکونو ګوزارونه وکړل او یو را باندې د ټوپک په کُنداغ ګوزار وکړ، بیا یې په خپله غنم واخېستل او لاړل.»

د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې حاصل رسیدلی د غنمو فصل. انځور: استول شوی

له دې سره هم مهاله نورستان کې کروندګر هم شکایت کوي، چې طالبان ترې نه یوازې د غنمو عشر غواړي، بلکې په کروندو کې د کرل شویو سبزیجاتو عشر هم غواړي.

د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت الله وايي، د طالبانو په نظام کې ورته هېڅ کار نه دی پیدا شوی او یوازې ورته د بزګرۍ کار روزګار پاتې، خو په دې کې یې هم طالبان نه پرېږدي او هره ورځ ورته مختلف فرمایشونه ورکوي، چې دوی یې حتی له ژوند زړه توري کړي.

نوموړي وویل: «زما نور هېڅ کار کسب نشته، دا درېیم کال دی، چې غنم، جوار او ترکاري کرم، خو په دې کې مې طالبان نه پرېږدي، پرون راپسې عشر والا راغلي وو، چې عشر راکړه، ما ترې انکار وکړ؛ بیا یې راته وویل، چې دوه ورځې وخت لرې، چې په خپلو لاسونو به یې ولسوالۍ ته راوړې، که نه حال به دې بد او زندان کې به دې واچوو، په لحاظ د خدای هېڅوک د پوښتنې نشته، د غنمو او جوارو عشر خو اخلي، اوس د نیم پټي ترکارۍ عشر هم اخلي، قسم په خدای چې نور راته له دې ژونده مرګ ښه دی.»

په کونړ او نورستان ولایتونو کې د عشر او زکات اړوند د بزګرانو د ستونزو او شکایتونو په تړاو مو غوښتل چې د یادو ولایتونو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو د رییسانو نظر هم واخلو، خو زموږ پرلپسې اړیکې او پیغامونه یې بې ځوابه پرېښودل او په دې تړاو یې له خبرو کولو ډډه وکړه.

کونړ او نورستان ولایتونو کې بزګران داسې مهال د طالبانو له لوري په زور د عشر او زکات له اخېستو شکایتونه کوي، چې څه باندې دوه لسیزې وړاندې هم د دغې ډلې ټول رژیم له بزګرانو د عشر په ټولولو ولاړ وو او خلک یې له ژورو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي وو.