طالبان: په يوه ورځ کې له ايران او پاکستان څخه نږدې څلور زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي

اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په یوه ورځ له ایران او پاکستان څخه درې زره او ۸۸۴ کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دې وزارت د اعلاميې له مخې، تېره ورځ (دوشنبه، ۴ د چنګاښ) درې زره او ۳۹۹ کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.

دې وزارت ويلي، چې دا کډوال د هرات ولايت د اسلام کلا او د نيمروز د پل ابریشم له لارې هيواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په يوه بله اعلاميه کې ويلي، چې ۴۸۵ نور کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه راشړل شوي او د تورخم له لارې هيواد ته راغلي دي.

دې وزارت ويلي، چې د دې کډوالو ترمنځ اړمن خلک تشخيص شوي او د کډوالۍ د نړيوال سازمان له لوري ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د روان لمريز کال پر مهال له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو او شړلو لړۍ دوام موندلی دی.

د روان ميلادي کال تر لومړيو پورې له دې دواړو هيوادونو تر يو ميليون زيات افغان کډوال خپل هيواد  ته راشړل شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه