Photo: Social Media

د نجونو د زده کړو لپاره نوې تګلاره؛ طالبان د ښوونځیو نجونې له مدرسو فارغوي

طالبانو پر افغانستان تر ولکې ټینګولو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو منع کړې او له هغه یو کال وروسته (۲۰۲۲ کال ډسمبر) یې ښځې او نجونې له پوهنتونونو را وګرځولې، چې دې چارې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره درلودل او لاهم نیوکې کېږي، چې دغه ډله د زده کړو مخالفه او نه غواړي چې افغان نجونې لوړې زده کړې وکړي.

دا مهال طالب مشران هڅه کوي، چې د یوې بدیلې لار په توګه افغان نجونو ته په مدرسو کې د دیني زده کړو ترڅنګ د عصري زده کړو زمینه برابره کړي او د هیواد دننه د رضایت ترلاسه کولو ترڅنګ نړیوالو سره د تعامل زمینه برابره کړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هیواد کې د دینې مدرسو شمیر ۱۹ زرو ته رسیږي او دا شمیر ورځ تر بلې په ډیریدو دی چې د هلکانو ترڅنګ اوس په ډیری سیمو کې نجونې هم دیني زده کړې کوي.

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د طالبانو راتلونکې پالیسي دا ده چې د مدرسو له لارې نجونو ته د دولسم ټولګي اسناد ورکړي او هغوی فارغې کړي.

یوې سرچینې وویل، چې طالبانو د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دیني مدرسو تر نوم لاندې له اووم ټولګي څخه تر دولسم پورې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې چې هغوی ته دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم تدریس کېږي او تر فراغت وروسته به طبي برخو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د ګنجینې بنیامین خصوصي لېسې او مدرسې بنسټ اېښودونکې مرسل دلدار وایي، چې د مدرسو نجونو ته دا یو چانس چې د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې وکړي او کوم اسناد چې ترلاسه کوي د اعتبار وړ او راتونکي کې په کانکور ازموینه کې ګډون کولای شي.

نوموړې وویل: «دا د نجونو لپاره یو چانس دی، ځکه هغه اسناد چې ترلاسه کوي، کولای شي پخپله خوښه پوهنتونونو او پوهنځيو په ځانګړې توګه طبي برخو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. زموږ په مدرسه کې له لسم ټولګي څخه زده کوونکې جذبېږي او وروسته یولسم او دولسم ټولګي څخه بیا فارغېږي، طالبان زیاتره هغه مدرسې بندوي چې صرف د مدرسې په نوم فعالیت کوي.»

کابل کې یو ښوونځی چې نجونو ته په کې دیني زده کړې هم ورکول کېږي. انځور: استول شوی

په کابل کې د یوې بلې مدرسې ښوونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، د دوی په مدرسه کې له شپږم ټولګي څخه تر لسم پورې نجونې عصري او دیني علوم زده کړې کوي.

هغې وویل: «له شپږم نه تر لسم پورې نجونې مدرسې ته راځي چې تعلیمي نصاب کې مو عصري او دیني علوم تدریس کېږي، خو پوهنې وزارت سره یواځې دیني علوم راجستر دي او عصري علوم یې راجستر نه دي.»

په همدې حال کې هغه نجونې چې د طالبانو له خوا ښوونځیو ته له ورتګ منع شوي وایي، اوس مجبوره دي مدرسې ته ولاړې شي او خپلې زده کړې بشپړې کړي.

سومیه چې د یوې مدرسې په لسم ټولګي کې ده وایي، په دغه مدرسه کې د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم یا د ښوونځي نصاب هم تدریس کېږي او مدرسې ورسره ژمنه کړې چې له فارغیدو وروسته به دوی ته د دولسم ټولګي اسناد یا شهادتنامې ورکول کېږي.

نوموړی وویل: «دا چې په کور کې بې کاره ناستې وو، اوس خوشاله یوو چې له دې لارې درس ووایو، استادانو مو ليسانس او ماسټري کړې او ټول یې ښځینه دي، موږ په دې شرط مدرسې ته راغلي یوو، چې موږ ته باید د دولسم صنف اسناد راکړي او د مدرسې مسوولانو موږ ته ویلي، چې مدرسه پوهنې وزارت کې ثبت او راجسټر ده، خپل جواز یې هم موږ ته ښودلی او ویلي یې دي چې اسناد یې د اعتبار وړ دي او کولای شو کانکور کې هم ګډون وکړو.»

کابل کې د یوې بلې دیني مدرسې زده کوونکې باصره بیا وایي، په مدرسه کې عصري علوم کم، خو دیني درسونه ورته زیات تدریس کېږي.

هغې وویل: «طالبانو تغییرات راوستي، موږ تر ډېره دیني درسونه وایو، ډېر کم د پوهنې نصاب تدریس کېږي، موږ ته یې ویلي چې د دولسم اسناد ورکوو، خو ستاسو په اسنادو کې به (فارغ دارالعلوم) لیکل کېږي او د اعتبار وړ دي. طالبان هم راځي مدرسې ته، که چېرې مدرسې د طالبانو له سترګو پټې وی هغوی به نه راتلل او زموږ د استادانو او درسونو په اړه به یې پوښتنه نه کوله او موږ ته به یې ډاډ نه راکوه.»

په بامیانو ولایت کې د «زینبیه» په نوم ښځو او نجونو ته یوه دیني مدرسه جوړه شوې. انځور: خواله رسنۍ

دغه‌ راز په ننګرهار کې هم د یوې دیني مدرسې زده کوونکې چې تېر کال فارغه شوې او نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، اسنادو کې یې څوارلسم‌ پاس لیکل شوي او د ننګرهار د پوهنې ریاست تایید او ټاپه کړي دي.

هغې په خپلو خبرو کې داسې وویل: «موږ هم عصري علوم ویلي او هم دیني، خو زیات په کې دیني وو، ما غوښتل خپل مکتب پای ته ورسوم او یو سند مې لاس کې وي ځکه غواړم کار وکړم، خو چې اسناد دې په لاس کې نه وي هېڅ ځای کې دې څوک کار کې نه نیسي.»

بلخوا د پوهنې برخې فعالان په دې باور دي چې د افغانستان ځوان نسل په بېلابېلو برخو کې عصري علومو ته اړتیا لري او زیاتوي، کومې مدرسې چې نن سبا په افغانستان کې فعالیت کوي په ښه وضعیت کې نه دي او د دغو مدرسو وضعیت خطرناک بولي.

ټولنپوه او د پوهنتون استاد احمد رشید صدیقي وایي، د افغانستان اوسنۍ مدرسې له افراطیت څخه ډکې دي او د ټولنې په ګټه نه دي.

د هغه په وینا، د مدرسو مسوولین او د پوهنې وزارت باید لومړی دا تضمین کړي چې په دغو مدرسو کې څه شی تدریس کوي او له کومو افکارو سره تدریس کېږي.

ښاغلي صدیقي وویل: «هغه مضامین چې په مدرسو کې تدریس کېږي د ټولنې په ګټه نه دي او نه هم د ټولنې اړتیاوې پوره کولای شي، ځکه مدرسې له افراطیت څخه ډکې دي، له مدرسو څخه هغه تعریف چې موږ یې لرو له نن سبا مدرسو څخه ډېر زیات توپیر لري، که چېرې دا مدرسې د پخوا یعنې هغو مدرسو لکه ابن سینا، فارابي او ابو ریحان البیروني په شان عالمان فارغ کړي وي، له شک پرته کیفیت یې تر ښوونځیو هم لوړ دی، خو نن سبا باید دا تضمین شي چې دوی څه شی تدریس کوي؟ له کومو افکارو سره تدریس کېږي، که دا هر څه واضح شي ستونزه نه لري او ښه ده چې د نجونو تعلیمي دوره پای ته ورسېږي.»

هغه وایي، مدرسې هېڅکله د ښوونځیو معیار سره برابرې نه دي او نه هم ګټورې تمامیدلی شي، ځکه د نجونو غوښتنه اړینه ده چې ایا هغوی مدرسو سره لېوالتیا لري او یا هم د دې لپاره چې له کوره او رواني ناروغیو څخه ځان وژغوري د مدرسې تګ ته زړه ښه کوي.

هغه وویل: «که چېرې طالبان غواړي نجونې د مدرسې له طریقه فارغې کړي او هغوی ته اسناد ورکړي، دا لاره ترکستان ته روانه ده، یعنې هېڅ ګټه نه لري.»

د «نجم المومنین» په نوم مدرسې څخه د نجونو فراغت غونډه. انځور: خواله رسنۍ

کله چې طالبان واک ته پر راستنېدو باوري شول د نجونو پر زده کړو د بندیز ترڅنګ یې د ښوونځیو د درسي نصاب د بیاکتنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړه او دې کمېټې له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې د ښوونځیو ټول مضمامين وارزول او د دې ډلې د تفکر پر اساس یې هر هغه څه چې د دوی د فکر په تول برابر نه وو د شریعت پر خلاف بللو سره له نصاب لېرې کړل.

که څه هم دې ډلې تل ویلي چې د ښونځیو د پېل لپاره د خپل مشر حکم او له اسلامي شریعت سره سم د یوې کړنلارې جوړېدو ته په تمه دي، خو له نږدې دریو کلونو وروسته هم په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې، ځینې طالب مشران هم په خپلو منځو کې د نجونو زده کړو پر بندیز سخت اختلاف لري.

د سرچینې په وینا، په افغانستان کې شاوخوا ۹۸ سلنه علما په دې نظر دي چې د ښځو پر ثانوي او لوړو زده کړو لګول شوی بندیز باید لېرې شي.

دغه راز په تېرو دریو کلونو کې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په ځلونو د طالبانو پر حکومت غږ کړی، چې د افغان نجونو پر زده کړو بندیز لېرې کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدر بار تل نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې مدرسې په هېڅ ډول د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو بدیل نه شی کېدای، خو طالب چارواکو دا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او تل ټینګار کوي، چې پر ثانوي او لوړو زده کړو لګېدلی بندیز موقتي دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د د طالبانو پوهنې وزارت نظر هم واخلو، خو هغوی ځواب ویلو ته حاضر نشول.