هلمند کې د کم عمره نجونو ودونو کې زیاتوالی؛ کورنی تاوتریخوالی زیات او ښځې په رواني ناروغیو اخته شوي

که څه هم په هیواد کې د کم عمره نجونو ودول اوږده مخینه لري، خو د طالبانو بیا ځل حاکمیت سره هلمند کې د کم عمره نجونو په ودونو کې زیاتوالی راغلی، چې له امله یې کورنی تاوتریخوالی زیات او ښځې د رواني اړخه زیانمنې شوې دي.

هلمند کې د بُست دولتي روغتون د ۲۰۲۳ کال راپور ښیي چې یاد روغتون ته د دغه کال له پېله تر دې مهال دوه لکه ۲۶ زره او ۹۲۴ رواني ناروغانو مراجعه کړې، چې ډیری یې ښځې او د کورني تاوتریخوالي له امله په سختو رواني ناروغیو اخته شوې دي.

د دې روغتون یوه ډاکټر د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې په دې وروستیو کې د رواني ناروغانو شمیر ډیر شوی چې اکثریت یې کم عمر واده شوې نجونې دي.

 هغه په خپلو خبرو کې وویل: «د ورځې موږ تر سل زیات رواني ناروغان لرو، چې په دې کې اکثریت ښځینه ناروغان دي او اکثریت یې په کم عمر کې واده شوې دي، چې د کورنۍ فشارونو او د زیات کار د وجې په رواني ناروغیو اخته شوې دي.»

ناوړه دودونه، بې سوادي، اقتصادي ستونزې او پر ښځو د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي، چې په هلمند کې د کم عمره نجونو ودونه زیات او دې چارې د رواني ستونزو ترڅنګ ډیرې ټولنیزې ستونزې هم راولاړې کړې دي.

د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکې مریم چې په ۱۵ کلنۍ یوه ۴۵ کلن سړي ته په دویمه ښځه واده شوې او اوس د درې اولادونو مور ده، وايي کله چې طالبانو د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل، نو پلار یې په شل لکه کالدارې یوه قاچاقبر ته په نکاح کړه او ښوونځي ترې په لسم ټولګي کې پاتې شو.

نوموړې وویل: «هیله مې دا وده چې د مکتب څخه فارغه شم، پوهنتون ووایم، خو د کورنۍ لخوا په زور واده ته اړه شوم، داسې څوک نه وو چې غږ مې واوري او زما د جبري واده کولو مخه ونیسي ما نه غوښتل چې په دومره کم عمر کې واده شم او بن ولرم.»

مریم چې د خپل ژوند څخه کړیږي وایي، ژوند یې تریخ دی او په کم عمر کې د کور کارونه کول، د اولادونو ساتل او د بنې سره ژوند کول ورته سخت دي.

هلمند کې په کم عمر کې واده شوې نجونې وایي، چې د طالبانو له لوري د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کیدو له کبله زیاتې کم عمره نجونې د کورنیو لخوا جبري ودونو کولو ته مجبوره شوې دي.

د دغو نجونو له ډلې یوه یې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وایي چې د طالبانو بیا ځل راتګ پر مهال ۱۶ کلنه وه چې واده کولو ته اړه شوه او له واده وړاندې په ۱۱ یوولسم ټولګي کې اوله نمره وه، خو د وروستیو تحولاتو له کبله یې خواري له منځه لاړه او ټولې هیلې یې نیمګړې پاتي شوې.

دغه نجلۍ چې اوس ۱۸ کاله عمر لري او د یو ماشوم مور ده، وایي د کورنۍ جنجالونو او وهلو ټکولو له کبله د کور پریښودلو ته مجبوره شوې، خو د خپل پلار او مور د عزت ساتلو لپاره مجبوره ده چې دا بدې ورځې وزغمي.

نوموړې وویل: «د شپې تر ناوخته به مې درسونه ویل، د ځان لپاره مې ډیرې هیلې درلودې، خو د مکتبونو د تړل کیدو سره هر څه راباندې بند شول، پلار مې واده کولو ته مجبوره کړم، مکتب هیلې همداسې ناهیلې پاتې شوې، په کم عمر کې د خاوند، اولاد او د یوې غټي کورنۍ خیال ساتل سخت کار دی، که هر څومره مریضه اوسې د خسر د کورنۍ کار به کوې.»

هلمند کې د بُست ولایتي روغتون ته د هغو نجونو ورتګ زیات شوی چې په کم عمر کې واده شوي. دغه نجونې د خسر په کور کې د سخت تاوتریخوالي سره دي.

شګوفه د جبري واده یوه بله قرباني ده، هغه چې اوس په بُست ولایتي روغتون کې د ناروغۍ پر بستر کړیږي، مور یې وايي، ۱۶ کلنه لور یې د څو پیسو په بدل کې یو د پاخه عمر سړي ته واده کړه، چې اوس د خسر د کورنۍ له لوري وهل شوې او په روغتون کې بدې ورځې تیروي.

د نوموړې مور په ژړغونې غږ او له اوښکو په ډکو سترګو وویل، چې لور یې د خپل ښایښت له کبله پلار په ډیرو پیسو پلورلې چې د واده څخه د څو ورځو په تیریدو د خسر د کورنۍ د خدمت نه کولو له کبله وهل شوې او له کوره هم شړل شوې ده.

هغې په خپلو خبرو کې وویل: «د لور غم د مور سره ته دریږي، پلار خو یې پر سر پیسې واخلي بیا سر نه ورپسې ګرځوي، دا لور مې کوچنۍ وه، د څو پیسو لپاره یې پاخه سړي ته ور واده کړه، تر اوسه یې د واده دوې میاشتې نه کېږي چې سر یې مات شوی، اوس دا دی روغتون کې بستر ده د پوښتنې څوک یې نشته چې ولې یې وهلې ده.»

بلخوا ديني عالمان هم په کم عمر کې د نجونو ودول د شريعت خلاف کار بولي او وايي، د اسلامي اساساتو له مخې يوه پېغله حق لري چې د خپل خاوند په ټاکلو کې خپل نظر وړاندې کړي.

د ديني علومو یو عالم د نوم نه څرګندولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل: «اسلام بالغ هلک او نجلۍ ته د انتخاب شرعي حق ورکوي چې یو بل خوښ کړي.»

د هغه په وينا، د طالبانو په بيا راتګ سره په هلمند کې د نجونو او ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې محدوديتونه ډېر شوي چې دې چارې د کم‌ عمره نجونو  ودونه ډیر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې او امربالمعروف وزارتونو د کم عمره نجونو د واده کولو لپاره په څرګند ډول څه نه دي ویلي او نه یې په دې اړه کوم ځانګړي اصول وضعه کړي، خو څه موده وړاندې د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر بیا ویلي و چې د بلوغ نښو نښانو په ښکاره کېدو سره نجونې کولای شي واده وکړي.