اطلاعات روز: د هرات په شیعه میشتې سیمې جبریل کې سرچینې تاییدوي چې طالبانو هغه کس چې د محرم د مراسمو پر محدودیت یې اعتراض درلود وژلی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وژل شوى کس حبيب نومېده او د جبریل د سيد اباد سيمې اوسېدونکی و. یوې سرچینې وویل چې حبیب شاوخوا ۳۰ کلن او د دوو ماشومانو پلار و.
یوه سرچینه وايي، دغه سړی د افغان پوځ پخوانی سرتېری و او په دې وروستیو کې په رواني ناروغۍ اخته و. نورو سرچینو بیا په پخواني پوځ کې د دغه کس د غړیتوب په اړه بې خبري ښودلې.
په جبریل کې سرچینې د طالبانو لخوا د حبیب د وژل کیدو په اړه بیلابیلې څرګندونې کوي.
یوې سرچینې وویل، چې حبیب په خپل موټرسایکل کې د محرم د ماتم بیرغ لګولی و، چې په جبریل کې د طالبانو د «تور حمام» پوستې ځواکونو د هغه بیرغ څیرې کړی او په پایله کې د حبیب او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د سرچينې په وينا، د دې نښتې په ترڅ کې د طالبانو غړو په حبيب ډزې کړي او وژلی یې دی. سرچينې زياته کړه، چې دا پېښه د پنجشنبې په شپه (۲۱ د چنګاښ) رامنځته شوې.
د سیمې یو اوسیدونکی وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د جبریل د اوسیدونکو یوې ډلې پلان درلود چې پر محرم د طالبانو د بندیزونو پر ضد لاریون وکړي، خو د امنیتي ګواښ له امله له دې کار تېر شول.
خو د سرچينې په وينا، طالبانو د حبيب په ګډون د جبريل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي نيولي او بيا يې د سيمې د مشرانو په ضمانت خوشې کړي دي.
سرچينه زياتوي، چې حبيب هم د شپې مهال د طالبانو د «تور حمام» پوستې مخې ته اعتراض کوي او وايي، چې دغه ډله بايد د محرم پر مراسمو محدوديتونه وضع نه کړي او بيرغونه دې نه څیري کوي. د سرچينې د ادعا له مخې، طالبان پوهېدل چې حبيب په پخوانۍ اردو کې دى، نو د پوستې مخې ته يې پر هغه ډزې وکړې.
دغه سرچينه وايي، چې حبيب د تېر حکومت په پوځ کې و او د حکومت له ړنګېدو وروسته په عصبي ناروغۍ اخته شوی و.
بلخوا بیا د سيمې يو اوسېدونکي په اردو کې د حبيب له غړيتوب څخه ناخبري ښیي او وایي، چې هغه او څو نورو کسانو د شپې مهال د طالبانو پر پوسته بريد کړی او د طالبانو د ډزو په پايله کې وژل شوی دی.
د سرچينې په وينا، د طالبانو پوستې د ګذر د وکيل په همکارۍ د حبيب خپلوانو ته ويلي، چې هغه رواني ستونزه درلوده او ځان وژنه يې کړې ده.
د هرات سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د محرم په مراسمو کې محدودیتونه وضع کړي او د هرات په شیعه میشتو سیمو کې د دې بندیز نه د سرغړونې په خاطر ښاریان وهل شوي او نیول شوي دي.
د بیرغونو لګولو او د ماتم کوونکو ډله ډله ګرځیدل د محرم پر مراسمو د طالبانو یو له محدودیتونو څخه دي.
په هرات کې ځايي سرچينې وايي، چې تېره شپه (جمعه، ۲۲ د چنګاښ) طالبانو يو ځل بيا غوښتل چې په شیعه میشتې سیمې حاجي عباس کې د محرم د ماتم بيرغونه ښکته کړي، خو د ځايي خلکو له سخت غبرګون او لاريون سره مخ شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د حاجي عباس سیمه کې يوې ډلې ځوانانو طالبانو ته اجازه ورنه کړه چې د ماتم بيرغونو راټول کړي.
په ټولنيزو شبکو کې د حاجي عباس د سيمې د اوسېدونکو د غونډې او لاريون ويډيوګانې هم خپرې شوې دي. لاریون کوونکو د «لبیک یا حسین» شعارونه ورکول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د ګذر وکیلانو او د سيمه ييزو مشرانو په همکارۍ د لاريون د پراخېدو مخه نيولې.