په نظامي ځواک سمبال امر بالمعروف

خالد محمدي

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير او د طالبانو مشر ملا هبت الله ته نږدې څيرې خالد حنفي هڅه کړې چې دې وزارت ته د نظامي ځواک په ور زياتولو او د هغه د وسله والو افرادو د صلاحيت په زياتولو سره دا وزارت د طالبانو د مشر د سياستونو پلي کولو لپاره په يوه موثر اجرايوي ځواک بدل کړي. سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې اوس مهال خالد حنفي په کابل کې د کورنیو چارو تر وزير او د حقاني شبکې تر مشر سراج الدين حقاني او د دفاع تر وزير ملا يعقوب وروسته درېيم ځواکمن کس دی.

خالد حنفي چې د طالبانو په منځنيو رقابتونو کې د ملا هبت الله په فراکسيون کې دی، د طالبانو د مشر خپلوان دی او د دې ډلې يوه سختدريځې څيره ده او د وګړو د ازاديو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په محدودولو کې يې زياتې هڅې کړې دي. د تېر کال د ليندۍ مياشتې پر مهال د متحده ايالاتو ماليې وزارت هغه د خپلو بنديزونو په نوملړ کې شامل کړ. دې وزارت ويلي و چې خالد حنفي د ښځو په ځپلو او پر هغوی په محدوديت لګولو سره بشري حقونه نقض کړي دي او له همدې کبله يې شتمني کنګل کېږي او امريکا ته نه شي داخلیدلی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسلکي، نظامي او د شکایاتو د اورېدلو معینیتونه لري. د دې وزارت په نظامي معينيت کې د دعوت او منکراتو د ختمولو، د دعوتي برنامو د تطبيق او منکراتو د ختمولو ریاستونه او همدا راز عملياتي او د اطلاعاتو د همغږۍ رياست شامل دي. 

خالد حنفي په پنجشېر ولایت کې د وینا پر مهال. انځور: خواله رسنۍ

د اطلاعات روز موندنې ښيي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کابل په کچه يو زر او ۵۰۰ ځواکونه، په بلخ کې ۵۰۰ او په نورو ولایتونو کې هم نظامي تشکيل لري. دا ځواکونه نظامي جامې نه اغوندي او کله ناکله په شخصي جامو کې عمليات کوي. 

د طالبانو امر بالمعروف وزارت د نظامي تشکيل په رامنځته کولو سره د طالبانو لومړۍ دورې ته چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې وه، ورته شوی دی. هغه مهال هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونه په وسلو سمبال و او ښځې او سړي به يې په لارو او کوڅو کې وهل او په ښارونو کې د خلکو ترمنځ د «وېري او ډار» لامل و. خو د طالبانو په دې دوره کې چې کوم څه متفاوت ښکاري، هغه د پخواني امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړښت ته د ډېرې مجهزې نظامي قطعې ور زياتول دي. 

يوې سرچينې اطلاعات روز ته ويلي، چې که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظامي ځواکونه د دې ډلې د کورنيو او دفاع وزارتونو او استخباراتو تر ریاست لاندې نه دي، خو د طالبانو له مشر سره د خالد حنفي د نږدې اړيکو له کبله مياشتنی معاش ترلاسه کوي. 

دې سرچينې زياته کړې، چې امر بالمعروف د دې ډلې په ترفيعاتو کې شاملېږي او د نظامي ترفیع لپاره د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نظامي قطعې له اقداماتو سره جوړ نه دی؛ خو له ملا هبت الله اخوندزاده او خالد حنفي سره د تاوتريخوالي د زياتېدو له امله يې هڅه نه ده کړې چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ترفیعاتو مخه ونيسي. 

د دې سرچينې د معلوماتو له مخې، خالد حنفي يوازې د طالبانو مشر ته ځواب وايي؛ «په ځينو برخو کې له استخباراتو امر بالمعروف وزارت ته معلومات رسېږي او د دې وزارت نظاميان عملیات اجرا کوي. ځينې وختونه د امر بالمعروف نظامیان د عملیاتو ترسره کولو په موخه استخبارتو ته راپور ورکوي؛ خو استخبارات د امر بالمعروف وزارت په امر کار نه کوي.» 

کابل ښار کې د امربالمعروف ځواکونه. انځور: بي بي سي

يوې بلې سرچينې ويلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظاميانو د طالبانو د دفاع او داخلې وزارتونو او استخباراتو د ریاست په روزنځایونو کې نظامي زده کړې نه دې کړي، خو له پخواني حکومت او د هغه له لوېديځو متحدينو سره د تېرو جګړو پر مهال يې په جګړو کې ګډون کړی دی. 

سرچينې ويلي: «د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظامي ځواکونه له خلکو سره په سم چلند کولو نه پوهېږي؛ دوی کورونو او ودونو ته ځي او پلټنه او څار کوي.» 

سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت د دې ډلې د کورنیو چارو د وزارت او استخباراتو ریاست په څېر په هره حوزه او امنيتي بنسټ کې استازی لري او له دې لارې غواړي چې د هبت الله اخوندزاده او خالد حنفي اوامر پلي کړي. 

په کابل ښار کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزير سراج الدين حقاني او د دې ډلې د دفاع له وزیر ملا یعقوب سره تړلي ګڼ شمېر ځواکونه شته دي. کوم ځواکونه چې په مستقيمه توګه ملا هبت الله ته وفادار په کابل کې ډېر حضور نه لري. د ځينو سرچينو په وينا چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، په کابل کې د ملا هبت الله فرمانونه په بشپړه توګه نه تطبيقېږي او خالد حنفي د دې موضوع په اړه اندېښمن دی. 

د ملا هبت الله زوی ته منسوب انځورونه چې د طالبانو د ځانمرګي ځواک غړی و. انځور: اطلاعات روز

د مرکز د ساتنې هڅې 

د طالبانو د کورنیو چارو د وزير سراج الدين حقاني، دفاع وزير ملا يعقوب او د طالبانو د رییس الوزرا د اداري مرستيال عبدالسلام حنفي په ګډون چې د طالبانو د کابينې څو غړو اشارتا د ملا هبت الله له لوري د واک پر انحصار نيوکې وکړې، نو تر دې وروسته خالد حنفي خپل ولايتي سفرونه زيات کړل. د تېر يوه کال پر مهال ده لږ تر لږه لسو ولایتونو ته سفر کړی دی او په خپلو ويناوو کې يې له خلکو او ځايي طالب چارواکو غوښتي چې د ملا هبت الله په مشرۍ د «اسلامي امارت» ملاتړ دې وکړي. 

د تېر کال په غبرګولي مياشت کې غور ته د خپل سفر پر مهال خالد حنفي د ملا هبت الله په ستاینه کې وويل، چې نوموړی د ځانمرګو بریدګرو د پلار پر ځای دی او له خلکو يې وغوښتل چې ملاتړ يې وکړي. ده وويل: «شيخ هبت الله چې د حکومت مشر دی يو متقي، محدث، مفسر، مجاهد او د استشهادیانو قبله ګاه دی.» 

د ملا هبت الله زوی عبدالرحمان خالد د طالبانو د ځانمرګي ځواک برخه و. په طالبانو کې دننه سرچينې وايي، چې عبدالرحمان خالد د ۱۳۴۷ قمري په شوال مياشت (۱۳۹۵ چنګاښ) کې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد پر مهال ووژل شو.