کونړ کې بڼوال: طالبان راسره مرستې نه کوي، خو عشر راڅخه په زور ټولوي

کونړ کې یو شمېر بڼوال شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري له بڼوالو سره د بڼوالۍ په برخه کې مرستې نه کېږي، خو کله چې یې باغونه حاصل ته ورسېږي بیا یې طالبان سرته ولاړ وي او عشر ترې په زور ټولوي.

ځايي بڼوال وايي، چې د طالبانو زیات عشر ټولونې دوی اړ کړي چې د خپلو بڼونو د حاصلاتو اصلي بیې د دغې ډلې د عشر ټولونې له مسوولینو پټې کړي، ځکه چې هغوی بیا په سلو کې لس سلنه برخه له دوی څخه ټولوي او دې چارې یې ګټه وټه له منځه وړې.

دوی نیوکه کوي، چې د بڼوالۍ په برخه کې ورسره هېڅ راز مرسته نه کېږي، خو طالبان ترې په زور عشر ټولوي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکي محمد نظر چې په خپله دوه جریبه ځمکه یې د لیمو بڼ جوړ کړی او هر کال دوه فصله مېوه ورکوي، خو د طالبانو له لوري له لوړ عشر او زکات اخېستو شکایت کوي.

دی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې ښه ورځ نه ده لیدلې او د هر فصل په رسېدو یې د طالبانو د عشر او زکات ډله بڼ ته ورځي او په زور ترې په زیاته کچه عشر اخلي، چې دې چارې یې ګټه وټه له منځه وړې.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما پنځلس کلونه کېږي، چې د باغدارۍ کار کې مصروف یم، په دوه جریبه ځمکه مې د لیمو باغ جوړ کړی، خو چې د طالبانو حکومت راغلی، هره ورځ یو نه یو فرمایش راځي، چې کله د خپلو باغونو حاصل خرڅ کړو په سبا راځي او د هرو لس زره افغانیو پر سر رانه زر افغانۍ عشر اخلي، چې دا مونږ ته په تاوان دی، زمونږ یوازې همدا ګټه ده او دا هم رانه طالبان اخلي.»

د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د یوه بڼوال د لیمو بڼ چې حاصلات یې په رسېدو او خرڅلاو ته نږدې شوي.

بڼوالان د خپلو بڼونو د حاصلاتو او عوایدو د اصلي بیو د پټولو لامل د طالبانو له لوري د زیات عشر او زکات اخېستل یادوي.

دوی وايي، که د خپلو حاصلاتو اصلي بیې ښکاره کړي، نو طالبان ترې په لوړه اندازه عشر اخلي، چې نه یوازې دوی ګټه نه شي کولی، بلکې له تاوان سره هم مخ کېږي.

د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ بل اوسېدونکی سید عظیم چې په خپله یو نیم جریب ځمکه د ناکو بڼ جوړ کړی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما د خپل باغ د ناکو حاصلات په نسبي ډول په لوړه بیه خرڅ کړي، خو د طالبانو له وېرې مې یې نرخ اتیا زره افغانۍ ښودلی، ځکه بیا یې رانه عشر او زکات زیات اخېسته، په سلو کې یې رانه لس فیصده پیسې اخېستې، ځکه دا مونږ ته ګټه نه کوي، حتی خپل مصرف هم نه پوره کوي، زمونږ همدا لس فیصده ګټه ده، هغه هم رانه طالبان اخلي.»

د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ناکو یو بڼ چې حاصل یې پخېدو ته نږدې شوی.

بڼوال شکایت کوي، چې د دوی په نوم راغلې کرنیزې مرستې دوی ته نه رسېږي، خو طالبان ترې په لوړه کچه عشر اخلي.

دوی وايي، یا دې ترې عشر کم واخېستل شي او یادې ورته د دوی په نوم راغلې مرستې په شفاف ډول ورسول شي.

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ یو تن بڼوال محمد حکیم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «مونږ ته نه سرې راکول کېږي، نه تخمونه، نه د باغونو لپاره دوا، خو هر وخت راځي او لسو کې یوه برخه عشر رانه اخلي، مونږ سره باید د سرې، تخمونو، وسایلو او دوا کومک وشي، ترڅو له تاوان بچ او مناسبه ګټه وکولای شو.»

موږ هڅه وکړه، چې کونړ کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د عشر او زکات برخې نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو له عشر او زکات ډلې شکایتونه ډېر شوي، چې د ټوپک په زور له خلکو عشر او زکات اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه