طالبانو د خپل حاکمیت په تېرو دریو کلونو کې د ښځو پر کار، زده کړو او عام ژوند په برخه کې ورځ تر بلې محدودیتونه زیات کړي، چې تازه یې د هلمند ولایت د ځینو ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې د محرم پرته د ښځینه ناروغانو پر درملنه بندیز لګولی، چې دې بندیز ناروغانې یا هم هغه بې سرپرسته میرمنې چې په کور کې نارینه نه لري د درملنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
مارجه، نادعلی، ناوه، سنګین، موسی کلا، باباجي او د هلمند نږدې ټولو ولسوالیو کې د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې روغتیایي مرکزونو ته په یو خبرداري کې ویلي، چې ښځینه ناروغانې یوازې هغه وخت روغتون کې د درملنې حق لري، چې له ځان سره یو نارینه محرم چې عمر یې له ۱۶ کلونو پورته وي ولري. د دې پریکړې له مخې، بله ښځه د محرم په توګه نه منل کېږي، چې دې کار د ښځو لپاره نورې روغتیایي ستونزې را پیدا کړي او په ځینو روغتیایي مرکزونو کې بیا امربالمعروف خپل کسان ګمارلي ترڅو د دې پریکړې پلي کیدل وڅاري.
د هلمند د باباجي ولسوالۍ اوسیدونکی حکمت الله هلمندی وایي، د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په دې ولسوالۍ کې ټولو روغتیایي مرکزونو ته خبر ورکړی او له خلکو یې په جدي توګه غوښتي چې ښځينه ناروغانې له محرم پرته نه شي کولای روغتون او یا نږدې روغتیایي مرکز ته لاړې شي.
د ده په وینا، د امرباالمعروف استازو دا هم ورته ویلي که یې څوک له پریکړې سرغړونه وکړي، نو سخته سزا به وګوري.
حکمت الله زیاتوي: «د امرباالمعروف ادارې کسان د باباجي ولسوالۍ ټولو روغتیایي کلینیکونو ته خبر ورکړی چې ښځينه ناروغانو ته چې محرم ورسره نه وي روغتون ته د داخلیدو ته اجازه ورنه کړل شي، که چیري کوم روغتون کې د محرم پرته ښځينه ناروغې ته درمل ورکړل شي، د روغتون د مسوولینو سره جدي چلند کیږي.»
د هلمند د ناوې ولسوالۍ یو اوسیدونکی نعمت الله بارک چې په کلي کې یو دولتي روغتیایي مرکز شتون لري، وايي د دوی کلي د کلي مشر ته ویل شوي چې پرته له محرم څخه روغتون ته د ښځو تګ منع شوی او هیڅوک باید د محرم څخه پرته خپله ښځه روغتون ته پرینږدي.
نوموړي وویل: «د ناوې ولسوالۍ د خلج کلینیک ته د امربالمعروف کسان راغلي وو اول یې ټولې هغه ښځينه ناروغانې د کلینیک څخه جواب کړې چې محرم یې نه درلود او بیا یې د کلینیک ډاکټرانو او مسوولینو ته وویل، چې پرته د محرم څخه تر دې ورسته هیڅ ښځينه ناروغه روغتون ته پرينږدي.»
د نعمت الله په وینا، د ناوې ولسوالۍ په خلج ( BHC) کلینیک کې هره ورځ د امرباالمعروف ادارې کار کوونکي ولاړ وي او روغتون ته له ورغلو ښځو د خپل محرم په اړه پوښتنه کوي.
په هلمند کې چې هره کورنۍ کې ګڼ کسان ګډ ژوند کوي، ښځي باید هره ورځ د ۲۰ تر ۳۰ کسانو ته ډوډۍ پخه او دیګ وکړي، د دې تر څنګ په کورنو کې د جامو مینځل او د حیوانانو روزنه هم ښځو ته ورترغاړې ده چې د زیات کار د فشار له کبله ښځي د ګڼو ناروغیو سره مخ کیږي، او د اقتصادي ستونزو له کبله د شخصي ډاکټر پرځای محلي روغتیایي کلینیکونو ته مراجعه کوي.
په دې ولایت کې د طالبانو د نوي بندیز له کبله زیاتې بې سرپرسته ښځينه ناروغانې چې له روغتونونو څخه د محرم د نشتوالي له امله شړل شوي، شکایت کوي چې په کورونو کې یې نارینه نشته چې د محرم په توګه ورسره ولاړ شي.
د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکې ۴۶ کلنه شفیقه چې د محرم نشتون له کبله له روغتون راشړل شوې، وایي خاوند یې ۶ کاله وړاندې د ماین په چاودنه کې وژل شوی او اوس یې نه اقتصاد پیاوړی دی چې شخصي ډاکټر ته ورشي او نه داسې کس کور کې لري چې د محرم په توګه ورسره روغتون ته ولاړ شي.
نوموړې زیاتوي، د کلي په روغتیایي مرکز کې د دې او د ماشومانو درملنه یې کیدله، خو دا چې مشر زوی یې ۶ کلن دی د محرم په توګه نه منل کېږي او د ناروغۍ له امله کړاو تیروي.
نوموړې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «زما میړه د ماین په چاودنه وژل شوی، کونډه یم، پنځه ماشومان راترغاړې دي چې مشر زوی مې د ۶ کالو دی، خسر او لیورونه مې په جوړ او ناجوړ سر نه راګرځوي مخکې به ښه وو چې زه یا کوچینان به مریضان شوو دغه نږدې د خلج کلینیک ته به ولاړم، دوا به یې راکړه اوس چې اولادونه هم راسره یي وایي، بالغه محرم درسره راوله زه څوک ور دمخه کړم، بل څوک زه نه لرم چې راسره ولاړ شي، دوی دې خدای خراب کړي چې زموږ ژوند یې را تریخ کړی.»
دغه راز هلمند کې یو شمیر نورې نارغانې وایي، د امربالمعروف یاد بندیز د مجردو، کونډو او هغو ښځينه ناروغانو ته ستونزې زیاتي کړي چې خاوند یا د کورنۍ نارینه غړي یې په نورو هیوادونو کې مزدوري کوي.
روزیه چې ۲۸ کاله عمر لري د باباجي لوی کلي BHC کلینیک ته د خپلي خور سره د دوا لپاره راغلې، خو له درملنې پرته له روغتیایي مرکز څخه شړل شوې. نوموړې زیاتوي پلار نه لري او ورور یې د مزدوري لپاره ایران ته تللی چې د سختو دردونو له کبله یې روغتیایي مرکز ته مراجعه کړې، خو د طالبانو امربالمعروف کسانو د کلینیک له دروازې راشړلې ده.
نوموړې اطلاعات روز ورځپانې ته په خپلو خبرو کې وویل: «زما ورور ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی دی، د دوو ورځو څخه مې په ملا او سر درد دی، د خپل خور سره زموږ په کلي کې نږدې کلینیک ته راغلم، خو طالبانو پرينښودلو چې محرم نه لرو، ورور خو د ایران څخه راغوښتلای نه شو، د شخصي ډاکټر توان موږ نه لرو چې هلته ولاړې شو، دغه یو کلینیک و هغه یې هم پر موږ بند کړ.»
د باباجي ولسوالۍ یوه بله اوسیدونکې نفیسه چې ۸ کاله وړاندې یې خاوند د طالبانو په لیکو کې وژل شوی او شپږ اولادونه یې پاتې دي، وایي د طالبانو یادې پریکړې اندیښمنه کړې اوحیرانه ده، چې له دې وروسته به د خپلو اولادونو درملنې ته محرم له کومه کړي.
نفیسه زیاتوي: «روغتون ته چې لاړ شو هلته راڅخه طالبان پوښتنه کوي، چې چا سره راغلې یې، ما ورته وویل کونډه یم، خاوند مې مړ شوی او شپږ اولادونه لرم چې مشرانې یې نجونې دي او هلکان مې کوچنیان دي، خو هغوی زما خبره نه اوریده راته ویې ویل چې نارینه محرم راوله او بیا دلته دوا واخله ډیره یې تهدید کړم او راته یې وویل، چې بیا له محرم پرته روغتونه ته رانشې.»
بلخوا هلمند کې د روغتون ښځينه ډاکټرانې او کارکوونکې هم د طالبانو یادې پریکړې اندیښمنې کړي او وایي، چې په دې ولایت کې د زیاتو کورنیو نارینه خپلې ښځې کلینیک یا ډاکټر ته نه بیایي او دا کار ورته شرم ښکاري.
د باباجي د یو روغتیایي مرکز یوې کارکونکې چې نه یې غوښتنل نوم یې یاد شي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «دلته نارینه په ښځو درانه کارونه کوي، خو چې کله ناروغه شي ډاکټر ته یې د شرم له کبله نه بیایي، اکثره ښځې چې کله ډیرې په تکلیف شي او دردونه یې مجبوره کړي، نو بیا خپله راشي یا یې مور یا خور ورسره راشي، خو هغه اوس د طالبانو له لوري د محرم په توګه نه منل ک.ږي، هره ورځ زیاتې ښځینه ناروغانې چې ډیرې شدیدې ناروغه وي پرته له درملنې په دیرې مایوسۍ بیرته جواب شي.»
نوموړې د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې پر میرمنو دې خپل بندیزونه پای ته ورسوي، ځکه چې د ناروغو میرمنو حالت د اندیښنې وړ دی او که درملنه یې ونه شي د مرګ سره به مخامخ شي.
تر دې وړاندې طالبانو په هلمند کې د روغتیایي مرکزونو په ښځينه کارکوونکو باندې د محرم درلودل او د تور حجاب اغوستل حتمي کړي وو، چې د محرم نه درلودلو له کبله زیات شمیر ښځينه کارکوونکو خپلې دندې پرېيښې وې.
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د یو کلینیک یوې ښځينه ډاکټرې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې ذکر شي اطلاعات روز ورځپانې ته وویل: «موږ په تېرو څو میاشتو کې له زیات فشار سره مخ یو، پخوا هم پر موږ دا فشار وو چې له محرم پرته کار ته حاضرې نه شو، او اوس دا پریکړه د ناروغانو د تداوي په برخه کې زموږ کارونه لا زیات محدود کړي دي، ډیرې ښځې نه شي کولای د محرم سره روغتون ته راشي، او موږ نه شو کولای چې د هغوی روغتیا ته رسیدګي وکړو.»
هڅه مو وکړه په دې اړه هلمند کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې چارواکو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشولو
ورته مهال هلمند کې د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې هم زموږ پوښتنې ځواک کړي، خو په دغه اداره کې یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې روغتیایي مرکزونو کې د محرم پرته د ښځو پر درملنه بندیز لګول شوی او همدارنګه شخصي معاینه خانو او ډاکټرانو ته هم ویل شوي چې د محرم پرته د ښځينه ناروغانو درملنه ونه کړي.
سرچینې زیاته کړه، چې یاد اقدام په ټولنه کې د «اخلاقي فساد» د مخنیوي په موخه شوی دی.