کله چې طالبانو د پخواني حکومت پر وړاندې جګړه کوله، دوی په لږو کسانو او امکاناتو سره یوه ډېره مؤثره تبلیغاتي جګړه پیل کړې وه. اوس د طالبانو تبلیغاتي څانګې د تبليغاتي جګړې هغه تجربه په لویه پیمانه او په مؤثرو بڼو د ایډیولوژیکو تبلیغاتو، د خلکو د استخدام او د تاوتریخوالي د ترویج لپاره کاروي. د دې تبلیغاتي کمپاین یو مهم پلټفارم ټیکټاک دی.
ټیکټاک تر ایکس (پخوانی ټویټر) او یوټیوب وروسته د طالبانو لپاره، په ځانګړي ډول د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې لپاره یوه نوې تبلیغاتي جبهه ګرځېدلې ده. د افغانستان د حکومت تر نسکورېدو وروسته، د ټیکټاک استعمال د خلکو، په ځانګړي ډول په اروپا او امریکا کې د مېشتو مهاجرو ترمنځ زیات شوی او دې چارې طالبانو ته زمینه برابره کړې چې د دې خلکو د استخدامولو لپاره اقدام وکړي.
د طالبانو او د دوی د تبلیغاتي فعالانو سلګونه حسابونه د طالبانو د حکومت په ملاتړ او د انفجار او انتحار شالید د مینځلو لپاره بېلابېل محتویات خپروي. څرنګه چې ټیکټاک د طالبانو پر اړوندو تبلیغاتي او تاوتریخجنو محتویاتو کوم جدي محدودیت نه دی لګولی، له همدې کبله دې پلیټفارم طالبانو ته پراخ فرصتونه برابر کړي چې دیني افراطیت ته پر تمایل لرونکو افرادو اغېز ولري. کله چې د ټیکټاک په پلټنه کې «د افغانستان اسلامي امارت»، «استشهادي لښکر» او نورې اړوندې کلمې ولیکل شي، د طالبانو مهم تبلیغاتي محتویات ترلاسه کېږي. ډېری حسابونه چې په ټیکټاک کې د طالبانو ملاتړ کوي، مستعار دي او کوم هویت نه لري.
ټیکټاک ساده ابزارونه لري او بېلابېل افیکټونه لري او د کاروونکو لپاره یې د غږیزو او ویډیویي محتویاتو تولید اسانه کړی دی. له همدې امله، د طالبانو او د دوی د پلویانو ډېرې ویدیوګانې پر ټیک ټاک په داسې توګه خپرېږي چې تر شا یوه ویډیو او یو متناسب غږ لري.
خالد بصیر له طالبانو سره تړاو لرونکی حساب دی چې تر ۳۴ زره زیات ډېرو تعقیبوونکي او تر ۳۶۱ زره ډېر لایکونه لري او د انتحاري بریدګرو او د طالبانو لوړ پوړو چارواکو لکه د کورنیو چارو د وزیر او د حقاني شبکې د مشر سراجالدین حقاني او د دفاع د وزیر او د طالبانو د بنسټګر ملا عمر د زوی ملا یعقوب ویدیوګانې خپروي. دې حساب د بدرالدین حقاني ویډیوګانې هم خپرې کړې دي چې د طالبانو تر منځ «د استهشادیانو په سالار» مشهور دی او د سراجالدین حقاني ورور و. دی د ۱۳۹۱ کال پر مهال د امریکا بېپیلوټه الوتکې د پاکستان په وزیرستان کې وواژه. د دې حساب/اکاونټ ویدیوګانې ډېر زیات لیدونکي لري او طالبان او پلویان یې په ملاتړ تبصرې کوي.
بسمالله سادات د ټیکټاک یو بل کاروونکی دی، شاوخوا اوه زره تعقیبوونکي او ۱۰۳ زره لایکونه لري او د طالبانو له ترانو سره تبلیغاتي محتویات خپروي. د طالبانو اړوند دغه حساب ته په کتلو سره ښکاري چې د سراجالدین حقاني، ملا عبدالغني برادر او د طالبانو نورو چارواکو او د دې ډلې د ځواکونو عکسونه خپروي.
«سلامي کانال» یو له هغو نامعلومو حسابونو څخه دی چې په طالبانو پسې تړاو لري او تر نهه زره او ۹۰۰ ډېر تعقیبوونکي او تر ۵۱ زره ډېر لایکونو لري. دا حساب اکثراً د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د دې ډلې د دفاع د وزیز ملا یعقوب ویناوې خپروي. له دې ویډیوګانو څخه ځينې يې تر ۱۳۱ زرو پورې کتل شوې دي.
خواجه نظیر یو بل حساب دی چې په طالبانو پورې تړاو لري، تر ۱۹۶ زرو ډېر تعقیبوونکي او تر درې میلیونه ډېر لایکونه لري او د طالبانو د مشر په ګډون د طالبانو د چارواکو ویدیوګانې خپروي.
د پخوانیو پوځیانو استخدام
په طالبانو کې یو باخبره سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې حقاني شبکې په اروپا او امریکا کې مېشتو پخوانیو افغان پوځیانو ته د قناعت ورکولو لپاره د ټیکټاک له لارې تبلیغاتي فعالیت پېل کړی دی.
ټیکټاک د هغو پلیټفارمونو له جملې څخه دی چې په اروپا او امریکا کې مېشت ډېری پخواني افغان پوځیان یې خوښوي او حقاني شبکه له همدې لارې له ځینو دغو پوځیانو سره اړیکه نیولې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د «خوست محافظتي قطعې» ځینې پخواني غړي د حقاني شبکې په تضمین او د ټیکټاک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
«د خوست محافظتي قطعه» د افغانستان د ځانګړو ځواکونو برخه وه چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) لخوا د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره روزل شوې وه او د همدغې ادارې تر نظارت لاندې یې فعالیت کاوه.
د خوست محافظتي قطعې یو پخواني غړي چې اوس مهال په امریکا کې مېشت دی، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د افغانستان د لیدو پرېکړه یې کړې او طالبان ورته خطر نه دي او په کابل هوايي ډګر کې یې د دغې قطعې د پخوانیو غړو هرکلی شوی دی.
هغه څو میاشتې مخکې د امریکا د دايمي میشتیدنې کارډ (ګرین کارډ) ترلاسه کړی دی.
هغه زیاته کړه: «طالبان له موږ سره کار نه لري او موږ ته خوشاله دي ځکه چې په امریکا کې پیسې ګټو او دا پیسې افغانستان ته لېږو. زه چې کله د افغانستان ویدیوګانې په ټیکټاک کې ګورم، شوق مې کېږي چې هغه ځای ته سفر وکړم.»
طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو پورې د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د تلویزیون خپرونې منع کړې وې او د دوی تبلیغاتي وسیله راډیو «صدای شریعت» او یو څو ورځپاڼې او مجلې وې، تر دې چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په حمله کې یې حکومت راوپرځول شو. د جګړې له پراخېدو سره طالبانو د پخواني حکومت او د هغه د لویدیځو متحدینو پر وړاندې د ټولنیزو شبکو فیسبوک، ایکس، یوټیوب او واتساپ مسینجر کارولو ته مخه کړه.
د افغانستان د تېر حکومت تر نسکورېدو مخکې پر ایکس کې د طالبانو او د دوی د پلویانو شتون ډېر جوت و، خو وروسته د طالبانو منتقدین هم په دې پلټفارم کې راڅرګند شول ترڅو د طالبانو او د دوی د پلویانو پر وړاندې غبرګونونه وښيي. داسې ښکاري چې د طالبانو د مخالفینو د پراخو غبرګونونو له امله دې ډلې په ځانګړي ډول حقاني شبکې خپل پام ټیکټاک ته اړولی دی.
طالبانو او حقاني شبکې د دوی له انتحاري ځواکونو سره اړوند عکسونه او ویدیوګانې او د دوی د عملیاتو ځینې برخې پر ټیکټاک خپرې کړې دي. دغه محتویات ډېر لیدونکي لري او د ټیکټاک له خوا نه دي حذف شوي.
د پخواني حکومت د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی او د امنیتي مطالعاتو څېړونکی بسم الله تابان په ټیکټاک کې د محتویاتو څارنه او فلټر کول د نورو ټولنیزو شبکو په پرتله کم بولي او باور لري چې د همدې څارنې د نشتوالي له امله طالبان او حقاني شبکه له ټیکټاک څخه د تاوتریخوالي د ترویج، تروریزم ته د جلب او جذب لپاره کار اخلي.
هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «طالبان ټیکټاک یو داسې پلټفارم په توګه ګڼي چې تر ایکس لږ محدودیت او ډېر اجرایي قابلیت لري. [بل خوا] په بهر کې مېشت افغان ځوانان له ټیکټاک سره ډېره لیوالتیا لري. ډېری ځوانان له ویډیوګانو او خلاقانه محتویاتو سره علاقه لري؛ طالبان هم له ټیکټاک څخه د نوي نسل د جذب لپاره د یوې قومندانۍ په توګه کار اخلي او هڅه کوي چې هغه محتویات چې په فېسبوک، انسټاګرام او ایکس کې یې نشي خپرولای، پر ټیکټاک يې خپاره کړي.»
د ده په وینا، د لنډو محتویاتو تولید، اسانه ایډیټ او په پراخه کچه انتشار پر ټیکټاک د طالبانو تبلیغاتي ظرفیت لوړ کړی دی؛ «ټیکټاک د محتویاتو د ویروسي خپرولو وړتیا لري مطلب دا چې مشهورو محتویاتو ته اجازه ورکوي چې په چټکۍ سره د کاروونکو ترمنځ لاس په لاس شي. دا طالبانو او حقاني شبکې ته اجازه ورکوي چې خپل تبلیغاتي پروګرامونه په ډېره چټکۍ او تر ټولو په ټیټ لګښت تر لوی شمېر مخاطبینو ورسوي.»
ښاغلی تابان پر ټیکټاک د طالبانو او د دوی د پلویانو نامعلومو او بې هویته اکاونټونو ته اشاره کوي چې له امله یې طالبان کولای شي خپل تبلیغاتي فعالیتونه په داسې ډول پراخ کړي چې خپروونکی یې هم ونه پېژندل شي؛ «د ټیکټاک د کاروونکو نسبي ګمنامي د نورو پلټفارمونو په پرتله ډېره ده. ټیکټاک کاروونکو ته دا وړتیا ورکوي چې له ناپېژندل شویو پروفایلونو سره فعالیت وکړي او په اسانۍ سره محتویات خپاره کړي. دا چاره د طالبانو او د حقاني شبکې په څېر ډلو لپاره چې غواړي خپل هویت او فعالیتونه پټ وساتي، ډېره په زړه پورې ده.»
که څه هم طالبان ټیکټاک ته ډېر پام کوي، خو د افغانستان د ملي راډیو او تلویزیون، باختر خبري اژانس، ورځپاڼو او نورو ویبسایټونو له وړتیا څخه هم د خپلو تبلیغاتي محتویاتو د خپرولو لپاره کار اخلي. هغوی پر ایکس او یوټیوب هم په پراخه پیمانه شته دي او په فارسي، پښتو، انګلیسي، عربي او اردو ژبو محتویات تولید او خپروي.