طالبان: پاکستان د سوله‌ییزې لارې خپلولو ته چمتو نه دی

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دې ډلې له پاکستان سره د ترینګلتیا د سوله‌ییز حل لپاره هڅې کړې دي، خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې. نوموړي ویلي، پاکستان د سوله‌ییزې لارې خپلولو ته چمتو نه دی.

مجاهد له حریت راډیو سره په مرکه کې، چې طالبانو ته نږدې رسنۍ ده، ویلي چې د ده په وینا، د طالبانو حکومت د ترینګلتیا پیل کوونکی نه دی، بلکې دفاعي دریځ یې خپل کړی دی.

د طالبانو ویاند زیاته کړې چې دې ډلې د ترینګلتیا د سوله‌ییز حل لپاره خپلې وروستۍ هڅې کړې دي.

هغه د ځینو هېوادونو منځګړیتوب او له پاکستان سره د طالب چارواکو د پیغامونو تبادلې ته په اشارې ویلي چې تر اوسه «د پایلې ته رسېدو روښانه لار نه ده موندل شوې».

مجاهد زیاته کړې چې پاکستان پر خپلو ناکامو سیاستونو ټینګار کوي او د سوله‌ییزې لارې خپلولو ته چمتو نه دی.

نوموړي ویلي چې طالبان د ستونزې رامنځته کوونکي نه دي او د موضوع سوله‌ییز حل غواړي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف د پاکستان د ناامنۍ او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د پاکستاني وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پر سر دی.

پاکستان وايي، دغه ډلې په افغانستان کې حضور لري او له افغان خاورې خپل بریدونه پلانوي. اسلام‌اباد څو ځله له طالبانو غوښتي چې د دغو ډلو پر ضد اقدام وکړي؛ خو طالبان په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو ډلو حضور ردوي او د پاکستان ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بولي.

د پاکستان پوځ څو ځله په افغانستان کې پر هغو ځایونو هوايي بریدونه کړي چې د ترهګرو ډلو پټنځایونه یې بولي. خو طالبان او ملګري ملتونه وايي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي قرباني کېږي.

طالبانو د دغو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي. د تېر کال راهیسې د دواړو لورو ترمنځ څو ځله نښتې شوې دي.

له پاکستان سره د طالبانو د ترینګلتیا له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې تړل شوې او سوداګري یې ځنډېدلې ده.

د ترکیې او قطر له منځګړیتوب سره سره، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري او وخت ناوخت د دواړو لورو ځواکونه له یو بل سره نښته کوي.

څه موده وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي وو چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد د خبرو اترو پرمختګ د دې ډلې له چارواکو غواړي چې په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد مشخص او د تایید وړ عملي اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړې وه چې د پاکستان یوازینۍ غوښتنه د داسې یوه میکانېزم رامنځته کول دي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د ترهګریزو فعالیتونو بشپړ بندېدل تضمین کړي او د تایید وړ وي.

د نوموړي په وینا، «د طالبانو رژیم یو ګام مخکې او بل ګام شاته اخلي».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته