طالبان۳؛ ملا هبت الله څرنګه خپل واک پراخوي؟

امیر بهنام

ملا هبت الله د طالبانو ترمنځ په پېل کې د یوه «ديني عالم» په توګه معنوي حیثیت درلود، خو کله چې د دې ډلې مشر شو ویې ښودله چې د واک د پراختیا لپاره د دې ډلې په خپلمنځیو سیالیو کې هم له بېلابېلو تګلارو او ابزارو کار اخلي، ترڅو د واک انحصار وساتي. پر افغانستان د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پرمهال د طالبانو مشر نه یوازې د نړیوالې ټولنې د غوښتنو پر وړاندې بې پروا و چې د دې ډلې په تګلارو کې یې د اصلاحاتو غوښتنه کوله، بلکې اوس په دې ډله کې ځواکمن افراد هم د طالبانو د مشر پر وړاندې د مخالف او متفاوت فکر په بیانولو کې احتیاط کوي. ملا هبت الله د واک د ټینګښت په موخه خپلو پیروانو ته له یوې خوا ځان د یوازینۍ ځواکمنې ديني مرجع په توګه ور پېژندلی دی او له بله اړخه یې په پرلپسې توګه هڅه کړې چې له حساسو نظامي او امنيتي مقامونو هغه ځواکونه او اشخاص لېرې کړي چې ده ته خاص وفادار نه دي او په دې توګه په دې ډله کې دننه د خپل واک د انحصار پر وړاندې د جدي رقابتونو خطر راکموي. ملا هبت الله تر ملا محمد عمر او ملا اختر محمد وروسته د طالبانو درېیم مشر دی. هبت الله د ۱۳۹۵ کال پرمهال د طالبانو د دویم مشر ملا اختر محمد منصور تر مرګ وروسته د دې ډلې د مشر په توګه وټاکل شو.

د طالبانو سياسي تشکیلات

په سياسي او رسنیزو ادبیاتو کې د طالبانو حکومت د دیفاکتو په نوم یادېږي. دا اصطلاح د هغه حکومت لپاره کارول کېږي چې په عملي توګه د هیواد واګې په لاس کې لري، خو په رسمي او قانوني توګه د یوه رسمي دولت په توګه نه وي پېژندل شوی. د تېرو دریو کلونو پرمهال طالبانو د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره ولس ته هیڅ ډول مراجعه نه ده کړې. همدا راز، د تېرو دریو کلونو په تېرېدو سره هیڅ هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه پېژندنه د دې خنډ نه ده شوې چې د طالبانو مشر د طالبانو ترمنځ د واک د داخلي شخړې د یو طرفه کولو له هڅو لاس واخلي. طالبان خپل حکومت «سرپرست حکومت» بولي او دا سرپرست حکومت ټولې ادارې او پخواني دولتي سازمانونه اداره کوي او د دوی له تعبیر سره د سم شریعت د عملي کولو لپاره یې هم په امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د اسلامي ارشاد په ریاستونو کې اړوند بنسټونه جوړ کړي دي.

د طالبانو د اوسني حکومت په جوړښت او د ملا هبت الله په رهبرۍ کې ګڼ موقفونه رامنځته شوي دي؛ خو په دولتي تشکیلاتو کې دا ټول مقامونه په تدریج سره د ملا هبت الله د مطلق واک تر سيوري لاندې راغلي. د طالبانو په سرپرست حکومت کې یوه کابینه شته چې په رأس کې یې «رییس الوزرا» دی. رییس الوزرا یا هم لومړی وزیر درې مرستیالان لري: سياسي مرستیال، اقتصادي مرستیال او اداري مرستیال. په دې لړ کې د وزارتونو او خپلواکو ادارو په ګډون ټولې ۳۲ ادارې فعالیت کوي. طالبان خپل وزیران د «سرپرست وزیر» په عنوان سره یادوي. د طالبانو تر واک لاندې ۳۲ دولتي سازمانونو کې ۲۶ وزارتونه او اته خپلواکې ادارې دي.

د ریاست الوزرا دندې

 د طالبانو د حکومت په رأس کې “رییس‌الوزرا” دی او دا مقام له «لومړي وزیر» سره برابر ګڼل کېدای شي. ریاست‌الوزرا په ارګ کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ده، موقعیت لري. د دې ادارې د عمومي دفتر په تشریحاتو کې راغلي چې د یاد دفتر دنده د ملي، سیاسي او عمومي پروګرامونو تنظیم، له خلکو سره اړیکې نیول او د امیرالمؤمنین او رییس‌الوزرا د احکامو، لارښوونو او فرمانونو تعقیب او تطبیق کول دي.

رییس الوزرا ملا حسن اخوند دی. دی په قومي توګه له بابر قوم څخه دی او د طالبانو د غورځنګ له لومړیو غړو څخه دی. ده د طالبانو د لومړي دور په واکمنۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. یوې باخبره سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ملا حسن اخوند له زیات عمر سره-سره په سرطان ناروغۍ هم اخته دی او له همدې امله د ملا هبت الله د ځایناستي په توګه مهم رقیب نه ګڼل کېږي.

انځور: @ARG_1880

ریاست‌الوزرا درې مرستیالۍ لري: اقتصادي مرستیالي، سیاسي مرستیالي او اداري مرستیالي.

اقتصادي مرستیالي

ملا عبدالغني برادر د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دی. د هغه د ژوندلیک پر بنسټ چې د دې ادارې پر رسمي ویبپاڼه خپور شوی، نوموړی په ۱۹۶۳ کال کې زېږېدلی، د درانیو د پوپلزو له قوم څخه دی او اصلاً د کندهار ولایت دی. هغه په ۱۹۸۰ کال کې د شوروي ځواکونو پر ضد جګړه کې د مولوي یونس خالص د اسلامي حزب په لیکو کې له ملا عمر سره یوځای جنګېدلی و. وروسته له دې، هغه د طالبانو د تحریک له بنسټګرو څخه و او د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال یې د نیمروز او هرات د والي په توګه دنده ترسره کوله. د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو کې ملا برادر د دفاع وزارت مرستیال و. له ۲۰۰۱ کال وروسته، هغه د ملا عمر مرستیال شو، خو په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ کې ونیول شو او زندان ته ولېږدول شو. په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د فشار له امله (د زلمي خلیلزاد په غوښتنه) خوشي شو او دوحې ته لاړ. په دوحه کې هغه د طالبانو د سیاسي دفتر مشر و چې له امریکا سره د مذاکراتو مسوولیت یې درلود. ملا برادر په ۲۰۲۰ کال کې له خلیلزاد سره د دوحې تړون لاسلیک کړ، هغه تړون چې له امله یې امریکا او د هغې متحدین له افغانستان څخه ووتل او په پایله کې یې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه نېټه د اشرف غني تر تښتېدو وروسته، طالبان پر کابل واکمن شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د جوړېدو پر مهال، ملا هبت‌الله د ملا برادر لپاره د اقتصادي مرستیالۍ مقام ځانګړی کړ. د دې مرستیالۍ تر چتر لاندې د کابینې اقتصادي برخې فعالیت کوي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالي درې کمیسیونونه لري: اقتصادي کمیسیون، د ملي تدارکاتو کمیسیون او حوادثو ته د رسیدګۍ کمیسیون. همدا راز په دې مرستیالۍ کې دوې کمیټې شته چې د بین الوزارتي پانګونې او د اقتصادي کمیسیون تخنيکي کمیټه بلل کېږي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په توګه د اقتصادي کمیسیون مشري د ملا عبدالغني برادر اصلي دنده ده. دی د ټولو ادارو او اقتصادي بنسټونو تر منځ د همغږۍ مسوول دی او د دې کمیسیون په غونډو کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د عایداتو پر راټولونې، د معدني موادو د بیو پر ټاکلو، د پرمختیايي پروژو پر ارزونې او ایجاد بحث کېږي.

د ملي تدارکاتو کمیسیون د ملا هبت الله په فرمان سره را منځ ته شو او رییس یې ملا عبدالغني برادر وټاکل شو. د دې کمیسیون د رامنځ ته کېدو موخه «د روڼتیا تضمین، د اغېزناکو خدماتو وړاندې کول، تدارکاتي ستونزو ته لار موندل او د تدارکاتي فعالیتونو سازماندهي کول» ګڼل شوي دي. د پخواني حکومت (د اشرف غني حکومت) د ملي تدارکاتو د اداې په څېر د دولتي قراردادونو او پروژو ارزونه د دې کمیسیون اصلي کارونه دي.

پېښو ته د رسیدنې کمیسیون د ادارو تر منځ د همغږۍ مسوولیت لري او پېښو ته د رسیدنې او مرستې رسونې مسوولیت لري. برادر چې د دې کمیسیون په رأس کې دی، د مرګونو سیلابونو پر مهال یې ځپل شویو خلګو ته د مرستو د رسونې بهیر څاره.

د بین الوزارتي پانګونې کمیټه د ملا هبت الله په فرمان سره رامنځ ته شوې او هدف یې دا ښوول شوی چې داخلي او بهرنۍ پانګونه را جذب کړي او دا هم د اقتصادي مرستیالۍ تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د اقتصادي کمیسیون تخنيکي کمیټه د دې کمیسیون تخنيکي اداره ده چې له اقتصادي کمیسیون سره اړوند د دارلانشا چارې مخته وړي.

عبدالغني برادر چې له لیکلو سره ډېر بلد نه دی، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دی او د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د ټولو پرمختيايي، اقتصادي او بشري مرستو د ادارو په رأس کې د اقتصادي، ملي تدارکاتو او له پېښو سره د مبارزې د کمیسونونو مشري کوي.

انځور: @FDPM_AFG

سیاسي مرستیالي

د تلې میاشتې پرمهال ملا هبت الله په یوه فرمان سره د کابینې ځينې غړي وټاکل. په دې فرمان سره د طالبانو په حکومتي تشکیلاتو کې سياسي مرستیالي هم ور زیاته شوه. د دې فرمان له مخې مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په توګه وټاکل شو.

مولوي عبدالکبیر د ۱۹۶۳ کال پرمهال په پکتیکا ولایت کې زېږېدلی او د کرلاڼیانو له ځدراڼ قوم څخه دی. په افغانستان کې کرلاڼیان او غلجیان یو ډول ګڼل کېږي. عبدالکبیر د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال د ننګرهار د والي، د وزیرانو شورا د دویم مرستیال او د سرپرست لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې. په ۲۰۰۱ کې د طالبانو تر سقوط وروسته د مشرقي زون قومندان و او کله چې پېښور شورا د کویټې له شورا سره په رقابت کې جوړه شوه، نو د هغې مشري یې کوله. د دوحې د مذاکراتو تر پیلېدو وروسته مولوي عبدالکبیر د طالبانو د سياسي دفتر او د مذاکره کوونکي پلاوي د غړي په توګه د دوحې په بهیر کې شامل و. واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته نوموړی د ریاست الوزرا د درېیم مرستیال (سياسي مرستیال) په توګه وټاکل شو. کله چې ملا حسن اخوند د یوې میاشتې لپاره په کندهار کې و، د سرپرست رییس الوزرا په توګه یې هم دنده مخکې وړه، خو کله چې ملا حسن اخوند بیرته راوګرځېد، نو بیرته د سیاسي مرستیالۍ دندې ته ستون شو.

انځور: @ARG_1880

اداري مرستیالي

مولوي عبدالسلام حنفي د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال دی. هغه په ۱۹۶۹ کال کې د جوزجان ولایت د درزاب په ولسوالۍ کې زېږېدلی او ازبک توکمه دی. حنفي د طالبانو د غورځنګ له پیله د دې تحریک غړی و او د طالبانو د د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال هغه د معارف وزارت مرستیال او د کابل پوهنتون استاد و. د ۲۰۰۱ کال پرمهال د طالبانو تر سقوط وروسته یې په جوزجان کې د طالبانو د خيالي والي په توګه هم دنده ترسره کړې. مولوي حنفي په قطر کې د دې ډلې د مذاکره کوونکي پلاوي غړی و او پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ملا هبت الله له لوري د ریاست الوزرا اداري مرستیال وټاکل شو.

د اداري مرستیالۍ د کاري تګلاې په اړه دقیق وضاحت نشته. په کابل کې یوې سرچینې ویلي چې د افرادو لیرې کول او ټاکل د چارو د ادارې او پر لوړو دندو د خلګو د ګومارنې چارې د کندهار له خوا (د ملا هبت الله دفتر) ترسره کېږي او دا مرستیالي پکې اغېزناک رول نه لري. ښاغلی حنفي په عمل کې هم د ریاست الوزرا د دویم مرستیال په توګه د دې ډلې په سیاسي غونډو کې ویناوې کوي او په ځینو مواردو کې له بهرنیو پلاوو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له استازو سره ګوري.

انځور: @ARG_1880

کابینه

د طالبانو په کابینه کې ۲۶ وزارتونه او نورې خپلواک ریاستونه دي، لکه د استخباراتو عمومي ریاست، د افغانې سرې میاشتې ریاست، د چارو ادارې ریاست، د احصاییې ملي اداره او مرکزي بانک. د کابینې غړي د طالبانو په رسمي ادبیاتو کې د «سرپرست وزیر» په توګه یادېږي او هر سرپرست وزیر د ملا هبت الله په رسمي حکم سره ټاکل کېږي. د تېرو دریو کلونو پرمهال د طالبانو د کابینې په غړو کې پام وړ تغییرات راغلي دي البته موږ دا تغییرات د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ تر میاشتې پورې په یوه مخکيني خپاره شوي راپور کې مستند کړي وو.

شمېرهوزارتنوم
۱د طالبانو مشرملا هبت الله اخوندزاده
۲رییس الوزراملا حسن اخوند
۳د سترې محکمې رییسشیخ عبدالحکیم حقاني
۴سیاسي مرستیالملا عبدالکبیر
۵اقتصادي مرستیالملا عبدالغني برادر
۶اداري مرستیالمولوي عبدالسلام حنفي
۷دفاع وزارتملا یعقوب مجاهد
۸کورنیو چارو وزارتسراج الدین حقاني
۹بهرنیو چارو وزارتامیر خان متقي
۱۰مالیې وزارتملا ناصر اخوند
۱۱پوهنې وزارتمولوي حبیب الله اغا
۱۲اطلاعاتو او کلتور وزارتملا خیر الله خیرخواه
۱۳اقتصاد وزارتقاري دین محمد حنیف
۱۴عدلیې وزارتعبدالحکیم شرعي
۱۵د سرحدونو، قومونو او قبیالو چارو زارتملا نور الله نوري
۱۶د کلیو د پراختیا وزارتملا محمد یونس خالص
۱۷د کار او ټولنیزو چارو وزارتعبدالمنان عمري
۱۸د معادنو او پیترولیم وزارتملا هدایت الله بدري
۱۹د اوبو او انرژۍ وزارتعبداللطیف منصور
۲۰د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارتحمیدالله اخوندزاده
۲۱د لوړو زده کړو وزارتندا محمد ندیم
۲۲د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارتمولوي نجیب الله حقاني
۲۳د کډوالو او راستنېدونکو وزارتخلیل الرحمان حقاني
۲۴د استخباراتو عمومي ریاستعبدالحق وثیق
۲۵د مرکزي بانک ریاستنور احمد اغا
۲۶د عامې روغتیا وزارتنور جلال جلالي
۲۷د سوداګرۍ او صنایعو وزارتنور الدین عزیزي
۲۸د احصاییې او معلوماتو ملي ادارهډاکټر فقیر محمد زیار
۲۹د اټومي انرژۍ ریاستزاهدالله زاهد
۳۰د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارتمولوي عطاء الله عمري
۳۱له پېښو سره د مبارزې وزارتنور الدين ترابي
۳۲د پاسپورټ عمومي ریاستمولوي عبدالکریم حسیب
۳۳د کار او ټولنیزو چارو وزارتمحمد عیسی ثاني
۳۴د ښار جوړونې وزارتمولوي حمدالله نعماني
۳۵د ارشاد، حج او اوقافو وزارتنور محمد ثاقب
۳۶د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارتخالد حنفي
۳۷د شهیدانو او معلولینو وزارتعبدالمجید اخوند
۳۸د سرې میاشتې ټولنهشیخ شهاب الدین دلاور

د بیعت ځواک

د رهبر انتخاب چې په امیرالمؤمنین او یا هم په ځینو متونو کې په امام سره یادېږي، د طالبانو په ډله کې واضحه تګلاره نه لري. د طالبانو د رسمي ادبیاتو پر اساس، د دې ډلې غړي د طالبانو له رهبر سره په بیعت کولو مکلف دی. بیعت یو کلاسیک اسلامي مفهوم دی چې د مسلمانانو له لوري د مسلمان واکمن د امامت، خلافت او یا هم د واکمنۍ منلو لپاره کارېږي.

د اسلامي فلسفې څېړونکی علي امیري وايي، چې د طالبانو د قاضی القضات (د سترې محکمې مشر) شیخ عبدالحکیم حقاني له لوري لیکل شوی کتاب «الاماره ونظامها» چې ملا هبت الله هم پرې سریزه لیکلې، د رهبر د انتخاب پنځه لارې ښودلې دي لکه امارت بالاستخلاف، امارت بالتوافق، امارت بالغلبة، مستقیم بیعت او یا هم د حل و عقد میکانیزم دی. د اطلاعات روز له موندنو سره سم، ملا هبت الله د طالبانو ترمنځ د یوې سیالۍ په ترڅ کې د ترسره شوي توافق له امله د طالبانو مشر ټاکل شوی دی. دی د ملا اختر محمد منصور دویم مرستیال و، خو د منصور تر مرګ وروسته چې رقابت د اصلي او پیاوړو کسانو لکه سراج الدین حقاني، ملا یعقوب، هدایت الله بدري او تر یوه حده د عبدالحکیم حقاني ترمنځ و، د طالبانو د امیر په توګه ټاکل شو. دا مسله روښانه ده چې د ځایناستي پر سر اختلاف او سخت رقابت طالبانو ته د نږدې پاکستاني علماوو لکه مولانا سمیع الحق په منځګړیتوب سره حل شوی دی، خو په دې اړه کوم سند نشته چې د سمیع الحق په څېر نورو غیر افغان اشخاصو او ډلو د طالبانو مشرۍ ته د ملا هبت الله په رسولو کې رول درلود او کنه. مګر یوې سرچینې اطلاعات روز ته منلې چې چې د طالبانو مشرۍ ته د ملا هبت الله په رسولو کې ملا هدایت الله بدري لاس درلود ځکه چې هبت الله د نورو نوماندانو پر خلاف مالي او نظامي ځواک نه درلود او د دې سرچینې په وینا «یوازې ديني عالم» و. له سختو اختلافونو او رقابتونو سره-سره چې کله ملا هبت الله د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو، د طالبانو ټولو غړو او حتا د القاعدې مشر (ایمن الظواهري) ورسره بیعت وکړ.

د علي اميري په وینا، بیعت په اسلامي سنتو کې تاريخي مخینه لري او حتا «تر اسلام وړاندې یې شالید موندل کېږي.» د اسلامي فلسفې د دې څېړونکې په وینا، بیعت تر اسلام وړاندې عربو کې هم و او په اسلام کې هم د رهبر، خلیفه یا امام د ټاکلو لپاره د یوه میکانیزم په توګه شته دی. دی زیاتوي: بیعت له بیع لفظ څخه اخیستل شوی چې معنا یې پېر او پلور دی. يعني هغه تړون چې د واکمن او رعیت تر منځ کېږي. خلګو به په ډلییزه توګه له امام یا خلیفه سره بیعت کاوه او په حکمت یې پوهېدل. ښاغلی اميري په دې اړه چې بیعت یوه تړون ته اشاره وه، لکه ابن خلدن چې هم وايي چې خلافت په استبداد بدل شوی دی، هدف یې دادی چې خلیفه تړون ته ژمن نه دی پاتې او یا پرې عمل نه کوي.

د ښاغلي امیري په اند، د مسلمانانو تر منځ له ضعیف امام یا خلیفه سره بیعت کول هم مخینه لري؛ «د اسلام په لومړي سر کې ابوبکر ځکه د خلیفه په توګه وټاکل شو چې کم ځواک یې درلود.»

د «الاماره و نظامها» د کتاب پر اساس چې علي امیري یې د طالبانو مانیفیسټ بولي، عالم باید د شریعت عالم وي او کله چې ورسره بیعت وشي نو اطاعت کول یې واجب دي او دا تړون بیا نه فسخ کېږي. د دې کتاب له مخې، بیعت یوازې په درو حالتونو کې فسخ کېږي؛ یو دا چې امیر په خپله ځان عزل کړي، دویم دا چې دومره کمزوری شي چې چارو ته رسيدګي نشي کولای او درېیم دا چې لویي ګناوې (لکه د دیني مناسکو پرېښووول لکه لمونځ او …) وکړي. علي امیري وايي چې د دې کتاب له مخې «امیرالمؤمنین که فسق او فساد هم وکړي او قتل او تیروتنې هم وکړي، بیا یې هم له هغو کسانو اطاعت کول نه سلبېږي چې له ده سره یې بیعت کړی دی.» د ښاغلي اميري له وضاحت سره سم او همدا راز د «الاماره ونظامها» د کتاب له مخې، «هیڅوک نشي کولای چې خپل بیعت له امیر (ملا هبت الله) سره فسخ کړي او که چا ورسره بیعت فسخ کړ نو سخت مجازات او ان اعدام ورکول کېدای شي.»

د امیرالمؤمنین (اسلامي واکمن) په توګه له ملا هبت الله سره د عامو خلکو بیعت او د هغوی توافق شرط نه دی، ځکه چې په دې اړه د طالبانو صراحت او ټینګار «امارت بالغلبه» دی. اميري وايي: «په «الامارة ونظامها» کتاب کې بیا-بیا پر غلبه ټینګار شوی او یاد شوی دی. د ښاغلي امیري په وینا، «دا ټینګار او صراحت ښيي چې طالبان د غلبې (زور) له لارې واک تر لاسه کول مشروع او مهم بولي او زما په اند عمومي وضعیت ته په کتلو سره دا خبره شوې ده.» مطلب دا چې طالبان د زور له لارې واکمن شوي دي او په اخیر کې پر خلګو د ملا هبت الله امارت هم پر خلګو تحمیل شوی او له امیر سره د بیعت په معنا کې تعریف کېږي. اميري وايي: «له دې اړخه امارت د توافق یا غلبې له کبله اعتبار لري.»

په دې توګه د طالبانو او په خپله د ملا هبت الله په اند د طالبانو غړو او د افغانستان خلګو له ده سره بیعت کړی دی او دا بیعت د فسخ کېدو وړ نه دی او دايمي دی.

له بله اړخه، د طالبانو د امیر مسوولیتونه د شریعت نفاذ او د ګناه مخنیوی دی او له همدې کبله هبت الله په ټولو حکومتي او غیر حکومتي چارو کې عام او تام صلاحیت لري. امیري وايي چې د طالبانو په حکومت کې (د دې ډلې مانیفیسټ ته پام، فرمانونه او هغه سنت چې مخینه لري) بیوروکراسي عملا بې معنا ده او «امیر هم عام و تام اجرايوي، تقنيني او قضايي صلاحیت لري.»

د تېر یوه کال پر مهال په عملي توګه وینو چې ملا هبت الله همداسې کوي.

ملا هبت الله د تېر یوه کال پر مهال د دې ډلې چارواکي له وزارتونو، ریاستونو، ولایتونو، امنیه قومندانیو او حتا ولسوالیو څخه ګوښه کړي او بیرته ټاکلي دي. دا ښيي چې د افرادو ټاکل او ګوښه کول، د کابینې د غړو او اړوندو ادارو د مسوولینو ټاکل، د والیانو، امنیه قومندانانو، په ولایتونو کې د ځايي چارواکو او ولسوالانو ټاکنه د طالبانو د مشر صلاحیت دی.

په حکومتي ادارو کې د افرادو له ګوښه کولو او ټاکلو پرته هبت الله د زده کړییز نصاب، د خلګو د عاداتو، رواجونو او د افرادو د ژوند د جزییاتو او همدا راز د خلګو لپاره د ژوند د ډول په ټاکلو کې خپل ځان مسوول بولي، حدود ورته ټاکي او غواړي چې د ده اراده باید عملي شي ځکه چې دی د امیرالمؤمنین په مقام کې ځان د ګناوو د مخنيوي مسوول ګڼي.

د اسلامي فلسفې څېړونکی علي اميري د طالبانو د مشر له لوري د څلوېښتو فرمانونو تر ارزونې وروسته چې د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې چاپ شوي، دې پایلې ته رسېدلی دی چې ملا هبت الله د مسوولینو له ټاکلو او ګوښه کولو سره-سره حتا «د خلګو په ډېرو وړو جزییاتو لکه د سر د وېښتانو د جوړولو په ډول کې هم مداخله کوي او په دې اړه یې مفصل فرمان ورکړی دی.» دی زیاتوي: «د سر د وېښتانو پر لنډولو یې ټینګار کړی دی او تر کومه چې زما یادېږي، د (سر د وېښتانو پرې کول) یې پر درو برخو لمه، جمه او شمه وېشلي دي.»

همدا راز یې په هغه فرمان کې چې د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شوی، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د زده کړییز نصاب د ډول په اړه یې مفصل فرمان ورکړی دی. امیري وايي: «دی چې په عامو او خاصو چارو کې ځان ته څومره پراخ واک ورکوي، دا درک له دې څخه کولای شئ چې په صحیحو مخارجو کې د حروفو د ادا کولو د اړتیا په تړاو یې هم فرمان ورکړی دی.» دی پسې وايي: په دې فرمان کې راغلي چې پر مسلمان واجبه ده چې ټول حروف په اصلي مخارجو کې تلفظ کړي.

د طالبانو د رهبر د امر منل

د طالبانو له چلنده داسې ښکاري چې د حکومت په جوړښت کې د ادارو رامنځته کول او لغوه کول د ملا هبت الله صلاحیت او اختیار دی. دی کولای شي چې د یوه فرمان په ورکړې سره یوه نوې اداره رامنځته او یا هم پخوانۍ یوه لغوه کړي. په دې اړه هیڅ  اداري پروسه او بهیر او کوم حقوقي میکانیزم نشته. د بېلګې په توګه ملا هبت الله د فرمان په ورکولو سره ریاست الوزرا، اداري، اقتصادي او سیاسي مرستیالۍ رامنځته کړل او د هرې ادارې صلاحیتونه او مسوولیتونه یې هم وټاکل. د وروستي یوه کال پرمهال د ملا هبت الله دفتر ځينې هغه ادارې لغوه کړې دي چې د طالبانو د حکومت په جوړښت کې نه ځاییدلې لکه د پلټنې عالي اداره یا هم د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او همدا راز یې ځينې نورې نوې ادارې جوړې کړې هم دي.

د ده یو تر ټولو مهم اقدام «د احکامو او فرامینو د څار او تعقیب لوی ریاست» دی. ملا هبت الله په یوه حکم سره لویه څارنوالي لغوه کړه او هغه یې د «فرمانونو او احکامو د څارنې او تعقیبب په لوی ریاست» سره بدله کړه. له دې فرمان او د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له وینا سره سم، دا ریاست «په خصوصي او دولتي ادارو کې د طالبانو د مشر د احکامو او فرامینو د اجرا د څرنګوالي» څارنه کوي. په دې توګه لویه څارنوالي چې په کابل، ولایتونو او ولسوالیو کې پراخ تشکیلات لري، له خپل ټول ظرفیت سره د ملا هبت الله د احکامو د تطبیق د څرنګوالي معلومولو په اداره بدلېږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت (پخوانی دولت) د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر اساس څارنوالۍ «په محکمه کې د تورن پر خلاف د دعوې د اقامه کولو» دنده درلوده. په دې توګه څارنوال د «مدعی العموم» په توګه د تورن پر خلاف د قضیې د اقامه کولو او د قضیې د ارزونې صلاحیت درلود او د یوې اساسي عادلانه محکمې په لړ کې د هغه رول مهم ګڼل کېږي خو د طالبانو مشر د دې ادارې او د هغې د قانوني صلاحیتونو په ختمولو سره دا اداره د طالبانو د مشر د احکامو او فرامینو د تعقیب په ادارې بدله کړې او په دې توګه د طالبانو پر سرپرست حکومت د داخلي نظارت یوه مرجع ده.

د دې پرېکړي له مخې، د حقوقي او جزايي قضیو د اقامه کولو، څېړنې او څارنې مسوولیت محکمو او د طالبانو د استخباراتو ادارې ته ورکړل شوی دی. تر دې وروسته د قضیې د څیړنې، ارزونې او د دعوې د اقامه کولو مسوولیت د مدعی العموم په توګه په خپله محکمې او د طالبانو د استخباراتو اداره لري او دا نوې رامنځ ته شوې اداره د پخواني دولت په تشکیلاتو کې د خپل حیثیت يعني د «لوی ریاست» د عنوان په ساتلو سره د طالبانو د مشر د احکامو د تعقیب مسووله ده.

طالبانو تر دې وړاندې د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې پر فعالیت هم بندیز لګولی دی.

ملا هبت الله د ۱۴۰۱ کال د لړم میاشتې پر مهال د ښاروالیو عمومي ریاست منحل کړ. دا اداره نوې را منځ ته شوې وه. طالبانو تر واکمنېدو وروسته «د محلي اورګانونو خپلواکه اداره» د «ښاروالیو په عمومي ریاست» بدله کړه. په دې تغییر سره یې ماموریت محدود شو او دا نوی رامنځته شوی ریاست له کابل ښاروالۍ پرته د ښاروالیو تر منځ د همغږۍ مسوول و خو هبت الله د دې ادارې په لغو کولو سره امر وکړ چې د بودیجې په ګډون د دې ادارې امکانات او شتمنۍ دې د ریاست الوزرا اداره امور ته انتقال شي.

د محلي ارګانونو خپلواکه اداره د پخوانیو حکومتونو پرمهال مهم او با صلاحیته سازمان و. دا اداره د ۱۳۸۶ کال پر مهال د حامد کرزي په امر سره د محلي حکومتولۍ د پراختیا په موخه جوړه شوې وه او لږ تر لږه اووه زره کارمندان یې درلودل. د دې خپلواکې ادارې امکانات اداره امور ته سپارل شوي دي.

د ۱۴۰۳ کال د غويي میاشتې پر ۲۵مه نېټه او د ملا هبت الله په فرمان سره په یوه بل اقدام کې د پخوانیو دولتونو پرمهال اته خپلواکې ادارې له نورو ادارو سره یو ځای شوې دي.

د دې فرمان له مخې:

۱. د تفتیش عالي اداره د فرمانونو او احکامو د څارنې او تعقیب په ریاست کې د مرستیالۍ په توګه مدغمه شوه؛

۲. طبي عالي شورا په عامې روغتیا وزارت کې د عمومي ریاست په توګه مدغمه شوه؛

۳. د درملو ملي اداره په روغتیا وزارت کې د مرستیالۍ په توګه مدغمه شوه؛

۴. د اوسپینې د پټلۍ اداره په فواید عامې وزارت کې د مرستیالۍ په توګه مدغمه شوه؛

۵. د نورم له ملي ادارې څخه د مرکزي او ولایتي تېلو او ګازو ازمایښتځایونه بېل او د ګمرکاتو له ادارې سره یو ځای شول؛

۶. د نورم او سټینډرډ له ادارې د خوراکي موادو ولايتي او مرکزي ازمایښتځایونه بېل او په عامې روغتیا وزارت کې مدغم شول؛

۷. د حرفوي زده کړو ادارې د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې مدغم شوې دي؛

۸. اولمپیک کمیټه د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره یو ځای شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پرېکړي علت په موازي ادارو کې د سرچینو د ضایع کېدو مخنیوی او د داسې ادارو کمول ښودلي دي.

ملا هبت الله تېر کال له پاکستانه د کډوالو د جبري ستنیدنې تر زیاتېدو وروسته یو فرمان ورکړ او پر اساس یې د «راستنېدونکو د چارو کمیسیون» جوړ شو. دا کمیسیون د ریاست الوزرا تر نظارت لاندې جوړ شوی چې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو وضعیت ته رسیدګي وکړي.

د عمومي سیاستونو تعیین

د طالبانو مشر د سږکال په وري میاشت کې فرمان ورکړ او له امله یې ټولې ادارې مکلفې کړل شوې چې د کارمندانو له معاش څخه دې د هغوی د تقاعد میاشتنی سهم نه کموي؛ په همدې اقدام سره د تقاعد نظام هم ختم کړل شو.

د پخوانیو قوانینو له مخې، د تقاعد عمر ۶۰ کاله او یا هم په دولت کې ۴۰ کاله خدمت کول ټاکل شوی دی. د پخواني دولت د مالیې وزارت له شمېرو سره سم، تر ۱۵۰ زره زیات متقاعد مامورین شته دي. مالیې وزارت تېر کال تر سل زره زیاتو متقاعدو مامورینو ته د تقاعد د حقوقو ادا کولو په موخه تر څلور میلیاردو زیاتې افغانۍ ځانګړې کړې، خو د طالبانو د مشر د نه تصمیم له کبله توزیع نه شوې. د طالبانو د مشر په دې تصمیم سره هغه په زرګونو کسان د تقاعد له پیسو ترلاسه کولو بې برخې شول چې په پخوانیو دولتونو کې یې خدمت کړی دی.

د طالبانو مشر د سږکال په زمري میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ. دا یو هغه سختدریځی قانون دی چې دې ډلې د خلګو د عمومي او خصوصي ژوند د تنظیمولو په موخه تدوین کړی دی. دې قانون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون اختیارات او صلاحیتونه زیات کړي دي، د محتسبینو حیثیت یې هم لوړ کړی او دا اداره یې د طالبانو د حکومت په یوه اصلي رکن بدله کړې ده. د دې یوه تر ټولو د زیات بحث وړ برخه د طالبانو له انده د ښځو حقونه او مسوولیتونه دي. د اطلاعات روز د راپور له مخې، د دې قانون دیارلسمه ماده چې اته بندونه لري «د ښځو له حجاب سره اړوندو احکامو» ته ځانګړې ده.

د دې مادې په لومړي بند کې ویل شوي چې «د ښځې د ټول بدن پټول لازمي دي»، په دویم بند کې ویل شوي چې «له فتنې د وېرې په خاطر د ښځې د مخ پټول ضروري دي» او په درېیم بند کې یې ویل شوي چې «د ښځو غږ (په ټولۍ کې د سندرو، نعتونو او قرأت ویل) عورت دي».

د دې قانون د دیارلسمې مادې په څلورم بند کې ویل شوي چې «د ښځو لباس به نازک، لنډ او چسپ نه وي»، په پنځم بند کې ویل شوي چې «مسلمانې ښځې مکلفې دي چې خپل مخ او لاسونه له نامحرمو نارینه‌وو پټ کړي» او په شپږم بند کې یې ویل شوي چې «له کافرو او فاسقو ښځو څخه د مسلمانو او صالحو ښځو ستر د فتنې له وېري واجب دی».

د دې مادې په اووم بند کې «د ښځو مخ او بدن ته د بالغو پردیو نارینه‌وو کتل او پردیو نارینه‌وو ته د ښځو کتل» حرام ګڼل شوي او په اتم بند کې یې ویل شوي چې «هر کله یوه بالغه ښځه د اړتیا لپاره له کوره وزي، مکلفه ده چې خپل غږ، مخ او بدن ستر/پټ کړي».

دا سند چې ۱۱۴ پاڼې او ۳۵ مادې لري، لومړی رسمي سند دی چې طالبانو واک ته بیا ځلې تر رسېدو وروسته هغه تدوین، توشیح او خپور کړی دی.

د اطلاعات روز ورځپاڼې له موندنو سره سم، د طالبانو مشر په دې وزارت کې د نظامي واحد له جوړولو سره موافقه کړې او له همدې اله د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ځانګړي نظامي ځواکونه لري. له دې موندنو سره سم، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نظامي قطعې افراد هره میاشت معاش اخلي او د رتبې د تر لاسه کولو او ترفیع په موخه هم د دې ډلې کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کوي. په کابل کې د دې نظامي واحد د ځواکونو شمېر تر یو زر او ۵۰۰ زیات دی، البته دقیق شمېر یې معلوم نه دی.

هبت الله د هیواد په کلي او جزي مسایلو کې د فرمانونو له ورکړې سره-سره په هغو غونډو کې هم ګډون کوي چې په کندهار ولایت کې او د ملا هبت الله د دفتر له لوري جوړېږي او په دې غونډو کې د دې ډلې پر سیاسي دریځونو خبرې کوي او په مستقیمه توګه د طالبانو د حکومت په تړاو خپلې غوښتنې او افکار مطرح کوي. د بېلګي په توګه، د روان کال د زمري میاشتې پر مهال هبت الله د «د دفاع وزارت د لوړ رتبه او عالي رتبه مسوولینو په اصلاحي غونډه» کې وینا کړې او د امنیت په تأمین کې یې د طالبانو «ستاینه» کړې او ویلي یې دي: «لوی مسوولیت لرئ او هغه د اسلامي نظام ساتنه او استحکام دی او احتیاط کوئ چې په قدرت سره مغرور نشئ او د اطاعت په وړاندې هم د بې روحه جسدونو په توګه پاتې شئ. د مشرانو په فرامینو او اوامرو کې تأویل مه کوئ او استقامت کوئ، همدا ستاسو لپاره جهاد دی.»

ملا هبت الله د وروستي یوه کال پر مهال پر دې مسایلو چې اطاعت کوئ او اختلاف مه کوئ ډېر ټینګار کوي او په خپلو پیغامونو کې همدې ته ځانګړی پام کوي.

د طالبانو مشر د سږ کال په غبرګولي میاشت کې هغه دوکانداران او کسبکاران چې په کال کې تر دوو میلیون افغانیو کم عاید لري، له مالیې ورکولو معاف کړل. د دې فرمان له مخې، هغه دوکانداران او کسبکاران چې په یوه کال کې یې ټول عاید تر دوو میلیون افغانیو زیات دی، باید په کلنۍ توګه په ثابت ډول سره ۰.۳ میلیون مالیه ورکړي. د طالبانو د حکومت د اداري مرستیال له خبرو سره سم، د ملا هبت الله له لوري دا تصمیم د خلګو د غوښتنې پر اساس نیول شوی دی.

ملا هبت الله د سږ کال په غبرګولي میاشت کې په ادارو کې د ښځینه کارمندانو د معاش کمولو په اړه هم فرمان ورکړی دی. د دې فرمان له مخې، د ټولو ښځینه کارمندانو میاشتنی معاش پنځه زره افغانۍ ټاکل شوی دی. په دې فرمان کې ویل شوي: «په حکومتي ادارو کې ټولې ښځینه کارمندانې چې د پخواني دولت له لوري ګومارل شوې دي او اوس هم د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) له لوري معاش اخلي، د هغوی ټولو حقونه په بودجوي او غیر بودجوي واحدونو کې پنځه زره افغانۍ ټاکل شوی دی او ټول معاشونه باید یو ډول وي.»

د ملا هبت الله دا فرمان دومره نادر و چې د طالبانو ځيني ادارې یې په عملي کولو کې له خنډ سره مخ وې. د بېلګي په توګه، پر روغتیايي ښځینه کارمندانو د دې فرمان پلي کول لا هم روښانه نه دي.

همدا راز ملا هبت الله د دې ډلې ټول چارواکي او رهبران له څرګندونو په ځانګړې توګه په هغو سیاسي مسایلو کې چې د طالبانو دریځ پکې مبهم وي، منع کړي دي. هغه فرمان چې سږ کال په وږي میاشت کې د ده له دفتر څخه خپور شوی دی، پکې ویل شوي چې له مرکزي ویاند او د وزارتو او د دې ډلې تر کنټرول لاندې ادارو له ویاندویانو پرته بل هیڅوک حق نه لري چې د طالبانو له لوري اعلامیې ورکړي او یا هم څرګندونې وکړي. په دې فرمان کې ویل شوي چې ویاندویان هم باید د مطالبو تر خپرولو وړاندې د اړوندو ادارو له مسوولینو اجازه واخلي.

هبت الله اخوندزاده په دې فرمان کې د طالبانو ویاندویان د هغو سیاسي مسایلو په اړه چې د دې ډلې دریځ پکې روښانه نه وي له څرګندونو کولو منع کړي او ویلي یې دې چې دوی په داسې مواردو کې یوازې کولای شي هغه اعلامیه خپره کړي چې د دوی د دفتر له لوري صادره شوې. ده د طالبانو ویاندویان مکلف کړي چې رسنیو ته دې یوازې د طالبانو د موخو، پالیسیو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي او اعلامیې دې خپرې کړي.

کېدلای شي دا دستور د طالبانو د ټولو سیاسي چارواکو پر عمومي نظر د ممنوعیت په معنا وي او همدا راز د طالبانو د چارواکو علني څرګندونو ته به حد او حدود ټاکي او په دې سره به هڅه کوي چې د سياسي تصامیمو د اعلان لپاره د باور وړ مرجع وټاکي.

د طالبانو مشر د افغانستان له ۳۴ والیانو سره په غونډه کې چې په کندهار کې جوړه شوې وه، هغوی ته وویل: «اسلامي نظام ټینګ کړئ، د شریعت قانون پلی کړئ او الهي احکام را ژوندي کړئ. هیچاته اجازه مه ورکوئ چې په ولایتونو کې غیر شرعي کارونه وکړي. د خلګو عقیدوي او فکري اصلاح ته پاملرنه وکړئ.»

د شریعت پر پلي کولو او د خلګو د عقیدو پر اصلاح کولو د ده بیا – بیا ټینګار د نوموړي په ډېری ویناوو کې لیدل کېږي او تقریبا د وروستي یوه کال پر مهال د ده د ټولو ویناوو او پیغامونو مشترکه نقطه ده.

د چارواکو مستقیمه ټاکنه او ګوښه کول / د سرپرست حکومت کنټرول

د تېر یوه کال پر مهال د طالبانو تر ۶۰ زیات چارواکي ګوښه او یا ټاکل شوي دي. دا ټاکنه او ګوښه کېدنه د ملا هبت الله د مستقیم فرمان له لارې کېږي. تر اوسه د دې تصمیم نیونې د څرنګوالي او بهیر په اړه هیڅ وضاحت نه دی ورکړل شوی. موږ هیڅ داسې مورد نه دی موندلی چې یو څوک د کابینې او یا ریاست الوزرا د وړاندیز او یا بل کوم مشخص میکانیزم له مخې ګوښه او ټاکل شوی وي. کوم څه چې روښانه دي، هغه دادي چې د وروستي یوه کال پرمهال ملا هبت الله له ولسوال څخه نیولې تر وزیر پورې افراد په مستقیم فرمان سره ټاکلي دي. د افغانستان د چارو یو ماهر خبریال وايي، چې «هر سهار د طالبانو د غړو لومړنی کار دا وي چې د ذبیح الله مجاهد ایکس حساب ګوري، تر څو پوه شي چې لاهم پر دنده دي او که ګوښه شوي دي.»

د فرمانونو ارزونه ښيي چې ملا هبت الله ډېر کم د عزل یا ګوښه کېدو فرمانونه ورکړي دي، یعنې اکثریت یې له یوې دندې بلې ته تبدیلېدل وي. که په ساده ټکو ووایو په دې برخه کې اکثریت فرمانونه دا وي چې چارواکي له یوې دندې بلې ته تبدیلېږي. په دې لړ کې ځينو چارواکو ته لوړې دندې ورکول کېږي او ځيني نور هم له خپلو دندو راکښته کېږي. په دې کې شک نشته چې د دندې لوړېدل ملا هبت الله او یا هم په کندهار کې د ده نژدې حلقې ته د نژدې کېدلو په معنا دي. د دې ارزونو له مخې، د تېر یوه کال پر مهال د طالبانو مشر د طالبانو د حکومت د ۶۰ چارواکو د ځای پر ځای کولو په اړه فرمانونه ورکړي دي.

ملا هبت الله د سږ کال په غبرګولي میاشت کې ملا هدایت الله بدري د شیخ شهاب الدین دلاور پرځای د کانونو او پټرولیم د وزارت د وزیر په توګه ټاکلی دی. بدري تر دې وړاندې د مرکزي بانک رییس و او لکه څرنګه چې د اطلاعات روز په یوه پخواني راپور کې ویل شوي چې نوموړی د طالبانو د پخواني مشر اختر محمد منصور پر مهال د دې ډلې بانفوذ او ځواکمن کس و او تر دې وروسته – په ځانګړې توګه واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته – بدري په لومړي سر کې د مالیې وزیر و او او وروسته یې رتبه ټیټه کړای شوه او د مرکزي بانک د رییس په توګه وټاکل شو. شیخ شهاب الدین دلارو چې د طالبانو یو پخوانی مشر (د طالبانو د لومړي نسل غړی)، له امریکا سره د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړی او د معادنو او پیترولیم وزارت وزیر و، د افغان سرې میاشتې د رییس په توګه وټاکل شو. دا دنده د شیخ دلاور په څېر یوه کس ته د رتبې د ټیټېدلو معنا ورکوي.

انځور: @MoMPAfghanistan

د اطلاعات روز موندنې ښيي چې په لومړي ځل له دندې څخه د ګوښه کېدو بر خلاف د نوموړي د دندې لوړېدل باید له حاجي بشر نورزي سره د نوموړي په شته اړیکو کې وپلټو. بدري په قوم اسحاقزی دی، هغه قوم چې په هلمند کې د نشيي توکو په قاچاق کې غوښنه ونډه لري، له همدې کبله نوموړی په ۱۹۹۶ کې د طالبانو د حکومت د شروع له وختونو څخه له نورزي سره اړیکه او شناخت درلود.

هدایت الله بدري او بشر نورزی.انځور: خواله رسنۍ

زموږ موندنې ښيي چې نورزي له زندانه تر خوشي کېدو او افغانستان ته تر راستنېدو وروسته د «معدنو کسب و کار» ته پاملرنه کړې ده. یوې باخبره سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې ده چې نورزي هڅه کړې تر څو هدایت الله بدري د معادنو او پیترولیم وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شي. له دې سره-سره، د هدایت الله بدري د ولايتي سفرونو او په کابل کې یې د رسمي لیدنو ارزونه ښيي چې په ډېری سفرونو او ځينو ناستو کې بشر نورزی هم ورسره وي.

د سږ کال په غبرګولي میاشت کې هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان په ورکولو سره قلندر عباد د عامې روغتیا له وزارت څخه لیرې کړ او د هغه پر ځای یې نور جلال جلالي وټاکه. په دې فرمان کې ښاغلي عباد ته بله هیڅ دنده هم نه وه ورکړل شوې او دا د ګوښه کولو او بیرته ټاکلو په لړۍ کې نادره پېښه ګڼل کېدلای شي. نور جلال جلالي د کونړ د شیګل ولسوالۍ دی او تر دې وړاندې یې د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه کار کاوه.

نور الدین ترابي چې د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال د عدلیې وزیر و، په دې وروستیو کلونو کې یې د افغان سرې میاشتې د مرستیال په توګه دنده کوله او اوس نوموړی له پېښو سره د مبارزې د وزارت سرپرست ټاکل شوی دی. له پېښو سره د مبارزې وزارت د طالبانو یوه له هغو ګوته په شمېر ادارو څخه ده چې په افغانستان کې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره همکاري  لري او له همدې کبله دا اداره یوه مهمه او د طالبانو د پام وړ اداره ګڼل کېدلای شي.

محمد عیسی ثاني دویم کس دی چې د وروستي یوه کال پرمهال د ملا هبت الله په فرمان سره تر وزارت پورې رسېدلی دی. ثاني تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال و او تر دې وړاندې یې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست، د دې وزارت د مرستیال او وروسته یې د برېښنا شرکت د اجرايوي رییس په توګه دنده مخته وړه. د مولوي عیسی ثاني په تړاو جالبه نکته داده چې نوموړي د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت پر مهال د اوبو او برېښنا او کانونو د وزیر په توګه کار کړی و او له ۲۰۰۷ کال راهیسې هم په دې ډله کې د کانونو د استخراج د مسوول په توګه فعال و.

له دې څو وزارتونو پرته، د طالبانو د مشر عمده فرمانونه تر ډېره حده د وزارتونو د مرستیالانو او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو د ګوښه کولو او بیرته ټاکلو په اړه دي.

شمېرهنومپخوانۍ دندهبله دندهنیټه 
۱بخت الرحمان شرافتد اورګاډي د پټلۍ ادارې رییسد عامې روغتیا وزارت مالي او اداری مرستیال۴ د تلې ۴۰۳ 
2محمداسحق صاحب زادهد عامې روغتیا وزارت مالی او اداری مرستیالد اورګاډي د پټلۍ ادارې رییس  
3نثاراحمد نصرتد کندوز واليد کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مرستیال  
4محمدخان دعوتد ۲۰۵ البدر قول اردو قومنداند کندوز والي  
5حیات الله مبارکد ګرشک ولسوال (هلمند)د غور والي  
6احمدشاه دین دوستد غور واليد ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان  
7عبدالولی اتقانید کرنې او مالدارۍ وزارت د بشري منابعو رییسد جوزجان امنیه قومندان  
8عبدالسلام حسینید موسی قلعه ولسوال (هلمند)د کاپیسا امنیه قومندان  
9نورآقا حیدرد بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر  د غور امنیه قومندان  
10حفیظ الله پهلواند جوزجان امنیه قومنداند بادغیس امنیه قومندان  
11عزیزالله مصطفید ننګرهار د معارف رییسد بادغیس ولایت مرستیال  
12محمدعثماند کاپیسا امنیه قومنداند کرنې او مالدارۍ وزارت د بشري منابعو رییس  
13رحمت الحق فضیلد بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالد مرکزي دارالافتا غړی  
14عبدالباری عمرد خوړو او درملو مرستیال (عامې روغتیا وزارت)د برېښنا شرکت رییس۲۷ د زمري ۴۰۳ 
15محمدحنیف همزهد برېښنا شرکت رییسد مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ مالي او اداري مرستیال  
16حمدالله زاهدد اوبو او انرژۍ وزارت مرستیالد عامې روغتیا د خوړو او درملو مرستیال  
17حسام الدین صابرید چارو ادارې د تشکیلاتو د کادر، اصلاحاتو او بیا کتنې رییسد معادنو او پیترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال  
18محمدنعیم آغاد اوسپینې د پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیالد ننګرهار د درې د کرنې د دولتي شرکت رییس  
19عبدالولی صدیقید چارو ادارې مالي او اداري مرستیالد اریانا هوايي شرکت رییس  
20محمدهمایون جهادیارد لغمان ولایت مرستیال  
21ملا نوراحمد آغاد مرکزي بانک لومړی مرستیالد مرکزي بانک رییس۱۳ غبرګولی۴۰۳              
22شهاب الدین دلاورد معادنو او پیترولیم وزیرد سرې میاشتې رییس  
23هدایت الله بدرید مرکزي بانک رییسد معادنو او پیترولیم وزیر  
24مطیع الحق خالصد سرې میاشتې رییسد چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس  
25نورالدین ترابید سرې میاشتې اداري مرستیالله پېښو سره د مبارزې ادارې سرپرست  
26حافظ عزیزالرحماند چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییسله پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مرستیال  
27قدرت الله جمالد صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیالد اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال  
28سعید الدین سعیدد اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیالد چاپېریال ساتنې د ادارې مالي او اداري مرستیال  
29احمدالله زاهدد استخباراتو د ریاست له اقتصادي فساد سره د مبارزې د ریاست سرپرستد صنعت او سوداګرۍ مرستیال  
30مولوی نور جلال جلالید کورنیو چارو وزارت اداري مرستیالد عامې روغتیا وزارت سرپرست۸ غبرګولی ۴۰۳ 
31ملا رحمت الله نجیبد استخباراتو اداري مرستیالد کورنیو چارو وزارت مرستیال  
32ملا عبدالاحد فضلید سمنګان واليد فاریاب والي  
33ملا محمدشعیب رسالتد فاریاب واليد سمنګان والي  
34حاجی محمدصادق انقلابید ګرشک ولسوالد کندهار ولایت مرستیال  
35مولوی حیات الله مبارکد کندهار ولایت مرستیالد ګرشک ولسوال  
36مولوی غوث الدین رهبرد فاریاب د یو شمېری د پیاده لوا قومنداند فراه والي۱۵ مرغومی ۴۰۲ 
37حاجی عبدالرزاق راشدد هرات ښاروالد بلخ ولایت امنیه قومندان  
38ملا عبدالظاهر مدثرد بلخ امنیه قومنداند نیمروز امنیه قومندان  
39محمد امان عبیدد دایکندي واليد کابل والي۶ لیندۍ ۴۰۲ 
40محمدقاسم خالدد کابل واليد نیمروز والي  
41نجیب الله رفیعد نیمروز واليد دایکندي والي  
42محمدشریف حلیمید میدان وردګ امنیه قومنداند پکتیکا امنیه قومندان  
43عبدالقیوم هلالد پکتیکا امنیه قومنداند میدان وردګ امنیه قومندان  
44عبدالعلی قدرت اللهد لوګر واليد پروان والي۷ د وږي ۴۰۲ 
45ضیاءالرحمان مدنید تخار واليد لوګر والي  
46عبیدالله امین زادهد پروان واليد تخار والي  
    10محلي چارواکي هم ټاکل شوي دي
۴۷محمد ناصر آخوندد عوایدو او ګمرکاتو مرستیالد مالیې وزارت سرپرست۸ غبرګولي ۴۰۲ 
48عبدالقاهر ادریسد اوبو او انرژۍ وزارت مرستیالد عوایدو او ګمرکاتو مرستیال  
49عبدالقدیر احمدد مرکزي بانک مرستیالد مالیې وزارت د مالي چارو مرستیال 


د عایداتي سرچینو کنټرول

ملا هبت الله د عايداتي سرچینو د انحصاري کنټرول په تړاو خپله لېوالیتا هیڅکله هم نه ده پټه کړې. حد اقل یوې باخبره سرچینې موږ ته منلې چې مالیې وزارت په بشپړه توګه د ملا هبت الله په انحصار کې دی او «مالي راپورونه په منظمه توګه کندهار ته لېږل کېږي». هبت الله په تازه توګه د دې وزارت د ګمرکاتو عمومي رییس د ګمرکاتو د مرستیال په توګه ټاکلی دی. د دې وزارت سرپرست ملا ناصر اخوند هم د ملا هبت الله د باور وړ کس دی. د دې وزارت د عايداتي سرچینو له کنټرول سره-سره د بودیجې د سند توشیح او تاید هم د ملا هبت الله واک دی او دې ډلې سږکال د بودیجې ټول شمېر هم نه دی اعلان کړی.

له مالیې وزارت پرته، د وروستیو څو میاشتو پرمهال په یو شمېر دولتي ادارو کې ترسره شوې ټاکنې ښيي چې ملا هبت الله د دې ډلې د حکومت پر عايداتي برخو د کنټرول د پراخولو په هڅه کې دی. د شیخ شهاب الدین دلاور ګوښه کول له دې مواردو څخه یو دی چې په دې وروستیو کې د نوموړي د فساد او په کانونو او پټرولیم وزارت کې د خپلو خپلوانو د مقررولو خبرونه یې خپاره شوي وو (په دې لړ کې یې ځان ته نږدې کسان هم ګمارلي وو).

په یو بل مورد کې احمد جان بلال چې وړاندې د ملا هبت الله د دفتر غړی و او بیا د چارو ادارې لوړپوړی چارواکی و، د «امارتي شرکتونو عمومي رییس» وټاکل شو. «د دولتي شرکتونو ریاست» په اقتصادي برخه کې د حکومت یو عمومي ریاست و چې طالبانو یې نوم په «امارتي شرکتونو» بدل کړی دی. دا اداره یو شمېر دولتي شرکتونه مدیریت او د هغو فعالیتونه تنظیموي. د چارو ادارې یو بل لوړپوړی کارمند عبدالولي صديقي هم د ملا هبت الله د حکم پر اساس سږ کال د زمري میاشتې پر مهال د اریانا هوايي شرکت د رییس په توګه وټاکل شو. صديقي تر دې وړاندې د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال و. اریانا هوايي شرکت یو له هغو ګوته په شمېر شرکتونو څخه دی چې له پخوانيو دولتونو پاتې دی او خپلواک عاید لري. اریانا هوايي شرکت یو شمېر سیمه‌ییزو هیوادونو لکه پاکستان او د هیواد ولایتونو ته ورځني او اونیز پروازونه لري.

په یوه بل مورد کې د یوه څېړنیز راپور موندنې ښيي چې دې شرکت د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه بیا تر اوسه له ترکیې څخه افغانستان ته تر سل زره زیات کسان انتقال کړي دي او بودیجه ورته اروپايي ټولنه ورکوي.

همدا راز ملا هبت الله سږکال د زمري میاشتې پرمهال د چارو ادارې د کادري، اصلاحاتو او بیا کتنې د چارو رییس د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکه.

د اطلاعات روز له موندنو سره سم چې لږ تر لږه دوو سرچینو تایید کړي دي، د چارو ادارې رییس شیخ نور الحق انور ملا هبت الله ته یوه نږدې او د هغه د باور وړ څېره ده. یوې سرچینې د خپل هویت د ساتنې په شرط وویل، چې «کله عباس ستانکزی (د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د دوحې د مذاکراتو پرمهال د دې ډلې پېژندل شوې څېره) ملا هبت الله ته وايي چې ده (ملا هبت الله ته) ته د نه لاسرسي له وجې خپلې نیوکې په رسنیو کې مطرح کوي، ملا هبت الله ورته ويلي چې خپلې خبرې دې شيخ انور ته کوي.» له همدې امله په کابل کې ډېری په دې باور دي چې د ریاست الوزرا د اداره امور رییس د هبت الله د مستقیم عامل په توګه چلند کوي.

له همدې امله د اریانا هوایي شرکت په ریاست او همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه د چارو د ادارې د دوو کسانو ټاکنه د شیخ انفور نفوذ او ملا هبت الله ته یې د نږدیوالي اهمیت ښيي.

د استخباراتو کنټرول

همدا راز ملا هبت الله د لويي څارنوالۍ په لغوه کولو او د دې ډلې استخباراتو ادارې ته د هغې د یو شمېر صلاحیتونو په ورکولو سره یې د دې ادارې صلاحیتونه په محسوسه توګه زیات کړي دي. زموږ موندنې ښيي چې په دې اداره کې د صلاحیت خاوند او ملا هبت الله ته نژدې کس تاج میر جواد دی. تاج میر د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدونو مسوول او روزونکی و. دی د طالبانو تر بریالیتوب وروسته د طالبانو د استخباراتو د ادارې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو. یوې سرچینې موږ ته منلې چې ملا تاج میر هره اونۍ کندهار ته ځي، ترڅو د طالبانو رهبرۍ ته راپور ورکړي او امر ترلاسه کړي.

ملا هبت الله د دې ډلې د استخباراتو پر عمومي رییس مولوي عبدالحق وثیق سخت بدګومانه دی. یوې سرچینې او د طالبانو په مسایلو خبر خبریال وایي، چې «ملا هبت الله د دوحې د دفتر پر غړو» بدګومانه دی، ځکه انګېري چې د امریکایانو او قطریانو تر اغېز لاندې دي. د همدې سرچینې په وینا، پر وثیق د ملا هبت الله بدګوماني تر هغه وروسته ډېره شوې چې نوموړی یو ځای د دې ډلې د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره متحده عربي اماراتو ته په سفر ولاړ.

د طالبانو استخبارات ورځ په ورځ د وثیق له کنټروله وزي او د تاج میر جواد په څېر کسانو لاسته لوېږي او له همدې امله دا اداره متناقض سیاستونه مخته وړي. دوو سرچینو د ایران او چین له استخباراتي ادارو سره د دې ادارې اړیکې لرل تایید کړي دي. موږ موندلې ده چې چین د طالبانو د استخباراتو له ادارې سره تخنيکي مرسته هم کړې او په دې کې بې‌سیم دوربینونه هم شامل دي. دې ادارې یې په بدل کې د داعش له عناصرو سره په مبارزه کې خپل جدیت نور هم زیات کړی دی. د بېلګي په توګه سږ کال د زمري میاشتې پر مهال دې ادارې په هرات کې د طالبانو د استخباراتو رییس مولوي عبدالکریم محبوب له دندې لیرې کړ. یوې سرچینې موږ ته تایید کړې ده چې په هرات کې له ده سره یو ځای د طالبانو د استخباراتو ادارې ۱۸ نور کارکوونکي نیول شوي هم دي. د دې اقدام لامل له داعش خراسان ډلې سره د مولوي محبوب او د ده د همکارانو اړیکې وې.

انځور: خواله رسنۍ

له دې سره-سره د طالبانو د استخباراتو ادارې په افغانستان کې له مېشتو ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ساتلې دي. زموږ له موندنو سره سم چې په کابل کې یوې باخبره سرچینې راته تایید کړې دي، د طالبانو د استخباراتو ادارې د انصار په نوم یوه نوې اداره جوړه کړې تر څو د امو شمال ته د پرتو هیوادونو له جهادي ډلو لکه تحریک طالبان ازبیکستان او د تاجیکستان له انصار الله او داسې نورو جهادي ډلو سره همغږي وکړي. دې باخبره سرچینې زیاته کړې چې انصار ریاست د دې جنګیالیو د کورنیو هر غړي ته د میاشتې درې زره افغانۍ ورکوي او له دې پرته یې د مېشتځای امنیت هم نيسي.

د دې سرچینې له معلوماتو سره سم، د طالبانو په استخباراتو کې د دې ادارې مشري د ملا عیسی په نوم یو کس کوي. ملا عیسی د افغانستان په شمال کې د طالبانو یو قومندان و او ویل کېږي چې د ازبک سیاستوال عبدالمطلب بیګ په شمول د مشهورو څېرو په ترور کې یې لاس درلود.

د تصمیم نیونې د مرکز په توګه د کندهار ساتل

ملا هبت الله د تېر یوه کال پرمهال د طالبانو د تصمیم نیونې او سیاست ټاکنې د بهیر د یو اړخیز کولو په موخه داسې اقدامات کړي دي چې ښيي کندهار او ملا هبت الله تر کابل او د طالبانو تر سرپرست حکومت وړاندې د تصامیمو د نیونې او د طالبانو د سیاستونو د ټاکنې صلاحیت په خپل انحصار کې اخیستی دی.

د هبت الله یو تر ټولو مهم اقدام کندهار ته د طالبانو د ویاند د دفتر انتقال و.

د طالبانو مشهور ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر واکمنېدو یو نیم کال وروسته د ۱۴۰۲ کال په پسرلي کې خبر ورکړ چې «د اسلامي امارت د ویاند دفتر» (هغه نوم چې طالبان یې کاروي) کندهار ته انتقال شوی دی. د هغو سرچینو په وینا چې د دې راپور پر مهال ورسره مرکه شوې ده، د دې مطلب دادی چې د ذبیح الله مجاهد سیاسي موقعیت ارتقا کړې ده.

د طالبانو اصلي پرېکړي هغه که د دې ډلې د چارواکو د لیرې کولو او ګوښه کولو په اړه وي، که د داخلي سیاستونو لکه د حجاب او د نجونو د زده کړو په تړاو وي او یا هم له سیمې او نړۍ سره د طالبانو د سیاستونو په اړه وي، د دې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري اعلانېږي. له دې اړخه کندهار ته د نوموړي د دفتر انتقال که له یوې خوا د ملا هبت الله په شاوخوا حلقه کې د مجاهد د حیثیت لوړېدل ښيي، له بله اړخه – لکه څرنګه چې د طالبانو له سیاستونو خبر ژورنالیست راته ويلي – دا اقدام د اطلاع رسونې د بهیر د چټکوالي او د طالبانو په اداره کې د سیاستولۍ د یو اړخیز کولو په موخه ترسره شوی دی.

یو بل مورد چې پر کلي سیاستونو د ملا هبت الله کنټرول او د ده مستقیمه لاسوهنه ښيي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د پلاوي د سرپرست په توګه د ذبیح الله مجاهد ټاکل و. یوې باخبره سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې کله نړیواله ټولنه د طالبانو د پلاوي غړو ته په تمه وه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست متقي متوجه کېږي چې د ده پر ځای به د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوحې ته ځي. سرچینې ويلي چې متقي له کندهار سره تر اړیکې نیولو وروسته له دې پرېکړي خبر شوی دی.

انځور: خواله رسنۍ

دا یوه مهمه نړیواله غونډه وه چې په لومړي ځل د سیمې او نړۍ د هیوادونو او د طالبانو تر منځ چې د اصلي مذاکره کوونکي اړخ په توګه یې ګډون کړی و، ترسره شوه. طالبانو د دوحې په دویمه غونډه کې د مدني ټولنې او د طالبانو د سیاسي مخالفینو د شتون له امله ګډون ونه کړ. تر دې یو کال وروسته نړیواله ټولنه او طالبان دې هوکړې ته ورسېدل چې تر خپل منځ د داعش په څېر د امنيتي اندېښنو، ترانزیټ او نشيي توکو د مدیریت په تړاو رسمي خبرې-اترې وکړي. له دې اړخه د طالبانو د ډېری مخالفینو لپاره دا غونډه د طالبانو د سمیت پیژندنې په معنا وه. د افغانستان له نورو مدني او سياسي ډلو په ځانګړې توګه ښځو پرته د طالبانو پر ګډون پراخې نیوکې وشوې.

له همدې امله دې غونډې د طالبانو لپاره ځانګړی ارزښت درلود ځکه چې دوی له سختې نړیوالې انزوا سره مخ دي. ملا هبت الله د قطري طالبانو (له امریکا سره د طالبانو پخواني مرکچیان) او یا هم د دې ډلې د پېژندل شویو سياسي چارواکو او رهبرانو پر ځای ذبیح الله مجاهد د طالبانو د پلاوي مشر وټاکه؛ دا د دې ښوونه کوي چې هبت الله پر تصامیمو انحصاري کنټرول لري. زموږ سرچینې راته ويلي چې «له دې امله متقي په غوسه شوی» و. مګر بیا هم د هغه له لوري په علني توګه هیڅ انتقاد نه دی اورېدل شوی.

د طالبانو د مشر یوه بله پرېکړه چې ملا شیرین یې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره دې هیواد ته ولېږه، بیا هم ښيي چې په سیاسي چارو کې یوازې ځان ته پر نژدې خلګو باور کوي. د کندهار والي ملا شیرین د ۱۴۰۲ کال د جدې میاشتې پر مهال چې کله د طالبانو او پاکستان تر منځ سرحدي لانجې په ځانګړې توګه تورخم کې زیاتې وې، پاکستان ته ولاړ. د دې سفر لامل پر سرحدي لانجو خبرې-اترې کول ښوول شوي. دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې او د همدې کال په پسرلي کې امیر خان متقي د همدې مسایلو او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون په تړاو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی و او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره یې ليدلي و. د شپږو میاشتو په فاصله کې د ملا شیرین سفر او هلته د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتل له دې اړخه جالب دي چې ملا شیرین د کندهار والي دی او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر نه دی، مګر له هبت الله سره نژدې اړیکې لري.

ملا شیرین د ملا عمر ساتونکی و، د طالبانو د سویل لوېدیځ زون د انتحاري ځواکونو د قومندانۍ کارنامه لري او تر دې مهمه دا چې د ملا هبت الله د باور وړ کس دی او د طالبانو د سرپرست حکومت د جوړېدو پر مهال د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو د برخې د مرستیال په توګه ټاکل شوی و. دی اوس له هماغې دندې سره-سره د کندهار والي هم دی.

که څه هم هبت الله په ښکاره توګه راوتلو ته تیار نه دی، خو بیا هم کله-کله ولایتونو ته سفر کوي او په ولایتونو کې د طالبانو له غړو او علماوو سره ويني. په لومړیو دوو کلونو کې یوازې زابل، نیمروز او ارزګان ته تللی و. خو سږ کال د افغانستان په شمال کې ۱۱ ولایتونو ته ولاړ او هلته یې له خپلو ځايي چارواکو او ديني علماوو سره ولیدل. د هیواد شمال ته د هبت الله څورلس ورځنی سفر او یوولسو ولایتونو ته تګ د نوموړي لپاره بې مخینې کار و، ځکه چې د ده په اړه مشهوره وه چې په کندهار کې انزوا خوښوي. دی سرپل، جوزجان، فاریاب، بلخ، بدخشان، تخار، سمنګان، بادغیس، کندوز، بغلان او هرات ته ولاړ.

ملا هبت الله په خپلو ولایتي سفرونو کې ویناوې او لیدنې کولې او همدا راز یې په محلي کچه پرېکړي کولې. مثلا بلخ ولایت ته د سفر پر مهال یې د دې ولایت په محلي اداره کې ځيني خلګ ځای پر ځای کړل. ده د بلخ پوهنتون رییس د پوهنې ریاست د رییس، د پوهنې رییس یې د علماوو د شورا رییس او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس یې د حج او اوقافو د رییس په توګه وټاکل.

ده د طالبانو له ځايي چارواکو، علماوو او خلګو سره په لیدنو کې هڅه وکړه چې خپله تګلاره طالبانو ته روښانه کړي. بلخ ولایت ته د سفر پر مهال یې د ديني علماوو د اتفاق پر ساتنې ټینګار وکړ، همدا راز یې جوزجان ته د سفر پر مهال د طالبانو د نوي تیار شوي قانون امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر پلي کېدو ټینګار وکړ او همدارنګه یې ټینګار وکړ چې چارې به د اسلامي شریعت او د امارت د نظام د استحکام پر اساس تنظیمېږي. همدا د سفر پر مهال د نوموړي د ویناوو مهم ټکي وو.

ولایتونو ته د ملا هبت الله سفر له دې امله جالب دی چې د طالبانو نور چارواکي لکه د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني او د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ولایتونو ته سفر کوي او له خلګو سره لیدلو ته لېواله دي.

سلطه او ځپنه

د فراکسینونو د مهارولو او په دې ډله کې دننه پر سیالانو د اختیار لرلو لپاره د طالبانو مشر هبت الله له بېلابېلو ابتکارونو کار اخلي. د طالبانو د مشر د واک د پلي کولو تر ټولو لومړی او مهم ابزار د بیعت عنصر او د هغه شرعي حیثیت دی چې طالبان ورته قایل دي. هبت الله پر همدې اصل په تکیه کولو سره لومړی د تصمیم نیونې مرجع تر خپل دفتر پورې منحصره کړې ده. په دې توګه د بېلابېلو ادارو په کچه چې هر ډول ټاکنې کېږي او یا څوک لیرې کېږي، د ملا هبت الله موافقه او د ده د فرمان ورکړه پکې شرط ده. همدا راز ملا هبت الله د تېر یوه کال پر مهال د لویي څارنوالۍ په لغو کولو او د طالبانو د مشر د فرمانونو څارنې او تعقیب ته د هغې د تګلارې په بدلولو، د بېلابېلو چارواکو او افرادو په تغییرولو او په امنيتي، اقتصادي او عقیدوي (د طالبانو امر بالمعروف وزارت او دې ته ورته نورې ادارې) برخو کې خپل ځان ته د نژدې کسانو په ټاکلو، ولايتي سفرونو په کولو او له محلي چارواکو سره د لیدنو په زیاتولو سره هڅه کوي چې پر افغانستان او طالبانو یو بې منازعې تسلط ولري.

هبت الله په دفاع وزارت کې د ملا شیرین، ملا فاضل مظلوم او ورته نورو څېرو په ټاکلو او د دې وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو د قومندانانو په ټاکلو او لېرې کولو سره هڅه کړې چې پر دې وزارت خپل کنټرول وساتي.

همدا راز هبت الله د طالبانو یوه ځواکمنه څېره ملا صدر ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنيتي مرستیال په توګه ټاکلی دی. صدر ابراهیم ملا هبت الله ته نژدې کس دی. له دې سره-سره، هبت الله د خپل اصلي رقیب سراج الدین حقاني د کنټرولولو لپاره د استخباراتو پخوانی اداري مرستیال د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په حیث ټاکلی دی. په کابل کې یوې باخبره سرچینې دا اقدام «د ملا هبت الله د افرادو له لوري پر کورنیو چارو وزارت د کنټرولوونکې حلقې بشپړېدل» یاد کړل.

ځيني شواهد ښيي چې له ملا هبت الله او د ده له نژدې کسانو سره مخالفت د دندې د له لاسه وتلو په معنا دي. سږ کال د چنګاښ میاشتې پر مهال هبت الله د یوه فرمان له لارې د دې ډلې د استخباراتو په اداره او کورنیو چارو وزارت کې تغییرات راوستل. په دې فرمان کې له نورو تغییراتو سره-سره د کورنیو چارو وزارت مالي رییس حاجي محمد وزیر له خپلې دندې ګوښه شوی و او د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې د ادارې رییس ټاکل شوی و. له دوو سرچینو سره زموږ مرکې ښيي چې حاجي محمد وزیر ځکه ګوښه شوی و چې د ملا شیرین بې چون او چرا اطاعت یې نه و کړی. یوې باخبره سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې ملا شیرین د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت له مالي رییس (حاجي محمد وزیر) څخه د طالبانو د مشر د ساتندوی ځواک د معاشونو د اجرا غوښتنه کړې وه او هغه ورته ويلي و چې «د دې وزارت په بودجه کې د دې پیسو ورکول» نشته او اخیر هم «هغه د دې ځواکونو د معاش ادا کولو لپاره بودجه ورنه کړه». یو څه وخت وروسته حاجي وزیر چې د سرچینې په وینا سراج الدین حقاني ته نژدې کس دی او د هغه مالي مسوول و، په تنبهي توګه له خپلې دندې ګوښه او رتبه یې ټیټه کړای شوه او په غزني ولایت کې له پېښو سره د مبارزې ادارې د رییس په توګه وټاکل شو.

ملا هبت الله همدا راز له خپلو ځینو پرېکړو سره علني مخالفتونه هم ختم کړي دي. پخوا به حد اقل د نجونو پر زده کړو د بندیز په مخالفت کې په کابل کې ځیني غږونه اورېدل کېدل. له دې مخالفینو څخه یو هم د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی و. زموږ ارزونې ښيي چې د تېرو میاشتو پر مهال ستانکزي هیڅکله هم بیا د نجونو پر زده کړو له بندیز سره مخالفت نه دی تکرار کړی.

همدا راز یوې باخبره سرچینې موږ ته ویلي چې هبت الله له سراج الدین حقاني، ملا یعقوب او عبدالحق وثیق سره په لیدنه کې سراج الدین حقاني ته ویلي چې که د ده د فرمانونو اطاعت ونه کړي نو له دندې به ګوښه کړل شي.

داسې ښکاري چې هبت الله د طالبانو غړو ته څرګنده کړې چې د دې ډلې د اعتقادي بنسټونو په مخالفت کې تګ نه شي کولای.

د هبت الله لپاره د واک د ټینګښت په موخه وروستۍ حربه هغه ځواک دی چې په کندهار کې د ده د ساتنې په موخه جوړ شوی دی. ځينې راپورونه وايي، چې د هبت الله د خونديتوب په موخه تر ۴۰ زره د زیاتو جنګیالیو یوه قطعه جوړه شوې ده. موږ د دې نظامي قطعې واقعي شمېر نه شو معلومولای، خو سرچینې وايي چې په دې قطعه کې په زرګونو جنګيالي ځای پرځای شوي دي. د دې نظامي قطعې مشري د طالبانو مشهور هلمندی قومندان مولوي طالب کوي. دا اقدام له دې امله مهم دی چې ملا هبت الله د طالبانو غیر نظامي څېره ګڼل کېږي او عملا ورسره کوم نظامي ځواک نه و.

اوسمهال له نوموړي سره طالباني شریعت، د رهبرۍ څوکۍ او د طالبانو د باورونو په چوکاټ کې بې‌حده اختیارات دي او په مستقیمه توګه د واک په کارولو، د خپلو سیالانو د اختیاراتو په کمولو، د طالبانو د سختدریځو برخو د ملاتړ په ترلاسه کولو، د عقیدوي او ارشادي بنسټونو په پیاوړي کولو او ځان ته د وفادار ځواک په جوړولو سره هڅه کوي چې له دې لارې خپله رهبري نوره هم پیاوړې او دوامداره وساتي. په دې توګه کولای شو د ملا هبت الله تر مشرۍ لاندې طالبان د طالبانو درېیمه بڼه یا هم طالبان ۳ وبولو، هغه طالبان چې د نړیوال بعد له اړخه تر لومړۍ بڼې طالبانو محتاط دي او په داخلي بعد کې له دویمې بڼې طالبانو یا هم طالبان ۲ – هغه بڼه چې د دوحې د مذاکراتو پر مهال یې ښودلې وه- سره څرګند واټن لري.