اطلاعات روز: د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې يو شمير سوداګرو وايي، چې افغانستان ته د چپ لاس موټرو د واريدېدو په بندیز سره زرګونه کسان بې روزګاره شوي او سوداګرو ته په لوړه کچه مالي زیانونه اوښتي دي.
یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دوی د يادي ستونزې د حل لپاره د طالبانو د رياست الوزرا ملامحمدحسن اخند تر دفتر هم ورغلي، خو هغه ورته د لیدنې وخت نه دی ورکړی.
هغه زیاتوي د ملا محمدحسن اخند د دفتر ريیس ورته ويلي، چې د چپ لاس موټرو د بنديدو څخه د طالبانو هدف په هېواد کې د ترافيکي پيښو مخنیوی او په وينا، يي ددي موټرو د واردېدو د بیا پیل لپاره يوازي ملاهبت الله تجارانو ته اجازه ورکولای شي.
د سوداګرو په وينا، چې دوی دچپ لاس د موټرو له کارو بار څخه پر هر کانټينر ۳۰۰ زره افغانۍ د مالي په ډول د طالبانو حکومت ورکوي، چې دغه شمير په کلنۍ ډول ۲۶ ميليارډه کيږي.
سوداګر وايي، افغانستان ته د چپ لاس موټرو پر واریدیدو بنديز سره ترافیکي پېښې نشي کنټرولېدلی او غوښتنه کوي چې پر سوداګرو دې د بندیزونو پر ځای اسانتیاوې برابرې شي.
يوه سرچينه وايي، چې د سپين بولدک ګڼ شمير سوداګرو هڅي پيل کړي چې په ملاهبت الله بیرته دغه پريکړي واخلي.
د سرچینې په وینا، چې يادو سوداګرو په کندهار کې د ملاشيرين اخند او د بلخ د والي يوسف وفا سره هم ليدلي او له هغوی غوښتنه کړی چې ملاهبت الله دي خپله دغه پريکړه بیرته واخلي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د روان کال د جولايي په میاشت کې په يوه اعلاميه کې په د افغانستان لاس خلاف موټرو او د هغوی دپرزو انتقال په مطلق ډول بند کړی و.
