د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» ویلي، چې ځواکونو یې په هرات ولایت کې د طالبانو پر ګزمه کوونکي موټر برید کړی او د دې ډلې دوه غړي یې وژلي دي.
د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید د پنجشنبې شپې (د زمري ٩مه) شاوخوا د شپې په ۱۰:۳۰ بجو د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ د «پاشدان بند» په سیمه کې ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه برید کې د طالبانو د «الفاروق» قول اردو د لومړۍ لوا دوه غړي وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د ملي مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
طالبان د خپلو وسلهوالو مخالفو ډلو شتون ردوي، خو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي دفتر په هغه راپور کې چې د مې په ۲۲مه د امنیت شورا ته وړاندې شوی و، تأیید کړې وه چې د آزادۍ جبهې، د ملي مقاومت جبهې، د ملي بسیج جبهې او شین بهیر د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۱۳مې پورې د ۱۸ بریدونو ادعا کړې وه، چې له هغو څخه ۱۶ بریدونه رښتیا ثابت شوي وو.
