په الجزایر کې د یوه مسافر وړونکي بس کندې ته د لوېدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.
د دغه هېواد حکومت درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.
د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، دا پېښه پرون سهار (جمعه، ٩ د زمري) د «الکرمه» په نوم سیمه کې، د الجزایر پلازمېنې ته نږدې، رامنځته شوې ده.
دغه بس د سپرلیو د لېږد لپاره د الجزایر ښار پر لور روان و، خو په لاره کې له سړکه ووت او یوې کندې ته ولوېد.
د الجزایر د روغتیا وزیر، محمد صدیق آیت، ویلي چې د بس ۲۷ سپرلۍ مړۍ شوې او ۳۹ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.
د الجزایر ولسمشر، عبدالمجید تبون، درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی او امر یې کړی چې د پېښې د قربانیانو د درناوي لپاره دې د هېواد بیرغونه په ټولو دولتي ادارو کې نیم ځوړند شي.
ښاغلي تبون په هغې اعلامیه کې چې د ده دفتر خپره کړې، د دې پېښې له امله سخت غبرګون ښودلی او د پېښې عاملین یې «د سړکونو مجرمان او ترهګر» بللي دي.
هغه زیاته کړې چې له څېړنو وروسته به عدلي نظام له عاملینو سره «له هېڅ ډول نرمښت پرته» چلند وکړي.
د الجزایر د ملکي ساتنې ادارې ویلي چې بس «د نامعلومو لاملونو له امله» له سړکه وتلی دی.
په الجزایر کې د بسونو مرګونې پېښې وخت ناوخت رامنځته کېږي.
یو کال مخکې هم د الجزایر ښار ته نږدې یو بس کندې ته لوېدلی و، چې ۱۸ کسان یې وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي وو.
همدارنګه د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د بشار په سویلي سیمه کې یو بل بس چپه شوی و چې ۱۴ کسان یې وژلي وو.
د الجزیرې د راپور له مخې، د الجزایر د دولتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال په دغه هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ۳۸۳۸ کسان مړه شوي او له ۳۷ زرو څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي.
