د کونړ ـ نورستان پر لویه لار موټر چلوونکي، مسافر او سیلانیان شکایت کوي، چې پر دې لار د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د نشتوالي له امله ډیر کله له جدي ستونزو سره مخ وي.
دوی وايي، د تېر جمهوري نظام پرمهال د وسله والو ډلو د فعالیت له وېرې دې ستونزې ته رسېدنه نه وه شوې او په خبره یې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم دې ډلې د یادې ستونزې د حل په موخه په ځلونو کړې ژمنې لاهم نه دي عملي کړي.
موټر چلوونکي او مسافر د طالبانو له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کوي، چې د دغې ستونزې د حل لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
شېرولي چې له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د کونړ ـ نورستان پر لویه لار موټر چلوي او پر دې لار د مسافرو، ناروغانو، خوراکي او غیر خوراکي توکو لېږد رالېږد کوي وايي، پر دغې لویې لارې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو نشتوالي له جدي ننګونو سره مخ کړي.
نوموړی وايي، ډېر کله د موټر د خرابېدو پرمهال د مخابراتي سایټونو د نشتوالي له امله د مستري د راغوښتلو لپاره په ساعتونو ساعتونو پلی مزل او انتظار کوي، چې د دغې چارې له امله ترې سپرلۍ هم په خپله مخه ورځي، چې دوی له سخت مالي زیان سره مخ کېږي.
نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «نورستان لاره کې په ۹۰ فیصده ساحو کې ټېلفوني تماسونه نه کېږي، کله چې مو موټر خراب شي، یا په بل موټر کې مستري پسې ورځو، یا په ساعتونو ساعتونو پیاده مزل کوو، یا ورته انتظار کوو، ځکه تماسونه نه کېږي، ډېرو مشکلاتو سره مخ یو، بیا رانه سوارلي هم لاړه شي، نو یو خو مو موټر خراب شي یو رانه سوارلي لاړه شي، ډېر اقتصادي مشکل سره مخ کېږو، یوه ورځ نه ده، هر وخت دا مشکل پېښېږي.»
موټر چلوونکي وايي، تېر جمهوریت او د طالبانو رژیم ورسره په ځلونو د دې ستونزې د حل لپاره ژمنې کړي، خو په خبره یې د تېر حکومت پرمهال د ناامنیو له امله دا ستونزه حل نه شوه او اوس چې د طالبانو په خبره امنیت تامین شوی د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو یې لاهم په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.
موټر چلوونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د کونړ ـ نورستان پر لویه لار دې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د ستونزې حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي او نور دې د ولس په سترګو کې له خاورې شیندلو لاس په سر شي.
موټر چلوونکي سید عارف له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «له شلو کالو زیات شول، چې مونږ سره وعدې کېږي، چې د نورستان په لاره به مخابراتي ستنې ولګېږي؛ خو د جمهوریت پرمهال د جنګونو له لاسه جوړې نه شوې او د طالبانو په حکومت کې هم دوی څو څو وارې وعدې وکړې، چې په دې لاره به دا مشکل حلوو، خو تر اوسه یې یوه خښته په بله نه ده ایښې، زما غوښتنه دا ده، چې نور دې د خلکو له غولونې لاس واخلي، د خلکو په سترګو کې دې شګې نه شیندي.»
په همدې حال کې د کونړ ـ نورستان پر لویه لار یو شمېر مسافر او ناروغ لرونکي هم پر دغې لویې لارې د مخابراتي خدمتونو له نشتوالي سر ټکوي.
دوی وايي، دې چارې له جدي ستونزو سره مخ کړي او په دې برخه کې طالب چارواکي د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.
د نورستان د پارون اوسېدونکی ګل الرحیم چې خپل کوچنی زوی یې د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه روان کړی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «هر وخت چې خپل مریضان کونړ یا ننګرهار ته بوځو، لاره کې راسره سل رقمه تشویش وي، کورنۍ مو په تشویش وي، ځکه دا د شپږ ـ اووه ساعتونو لار ده، ترڅو چې د مخابراتي پوښښ ساحې ته رسېږو، نو هم زمونږ تشویش وي، هم مو کورنۍ سل ډول سوچونه کوي، دا ټوله ملامتیا د طالبانو ده، ځکه تېر حکومت کې هم دوی نه پرېښودل، چې پایې جوړې شي او اوس چې حاکمان دي په نن او سبا باندې خلک غولوي او هېڅ د عمل قدم یې نه دی اخېستی.»
بل لور ته د نورستان مرکز پارون ته یو شمېر ورتلوونکي سیلانیان هم شکایت کوي، پر دغه لار د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو له جدي ستونزو سره مخ کړي.
دوی وايي، د دغو ستونزو له امله ګڼ سیلانیان پارون ته له لومړي ځل ورتګ وروسته پښېمانه کېږي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې تر هرڅه ژر د دغې ستونزې د حل لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.
له ننګرهاره یو سیلاني چې د سیاحت په موخه د نورستان مرکز پارون او د دغه ولایت نورو سیمو ته ورغلی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «له کونړه چې تېر شوې، تر واما ولسوالۍ پورې یوه مخابراتي شبکه هم کار نه کوي، سړی له ټولې دنیا لېرې وي، سخت مشکلات پیدا کوي، نه له چا سره اړیکه کولای شې نه درسره څوک اړیکه کولای شي، پارون کې هم ځېنې شبکې کار کوي ځینې کار نه کوي، هلته د انټرنېټ ستونزه هم ډېره زیاته ده، انټرنېټ هم کار نه کوي، هیله ده حکومت [طالبان] د دغه مشکل د حل لپاره صادقانه اقدمات وکړي، نه دا چې خلک د وعدو په تازه کولو وغولوي.»
موږ هڅه وکړه، چې د کونړ ـ نورستان پر لویه لار د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د ستونزې په تړاو د نورستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست لپاره د طالب چارواکو نظر هم واخلو، خو له پر له پسې هلو ځلو وروسته بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
خو د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د (اترا) ادارې مسوولینو له یوې خصوصي رسنۍ طلوع نیوز سره په مرکه کې د کونړ ـ نورستان پر لویه لار د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ستونزې د منلو ترڅنګ ویلي، چې د دغې لویې لارې په اوږدو کې د یو شمېر مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې پیل شوي، چې په جوړېدو به یې دغه ستونزه تر یو بریده حل شي.
دې ادارې ویلي، روان کال هوډ لري، چې د ټول هېواد په کچه ۵۱۰ مخابراتي سایټونه جوړ کړي، چې په جوړېدو سره به یې د ټول افغانستان په کچه هغه سیمې چې په تېر کې له مخابراتي پوښښ بې برخې وې تر بشپړ پوښښ لاندې راشي.